• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په قطر کې د طالبانو سفیر او د المان شارژدافیر د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۵۵ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د افغانستان لپاره د المان سفارت له شارژدافیر رولف دیتر دینهار سره د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي. دواړو لوریو په داسې حال کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي، چې دا مهال په پاکستان کې له ۲۵۰۰ ډېر افغان کډوال د جرمني ویزو ته په تمه دي.

په قطر کې د طالبانو سفارت په خپل اېکس کې لیکلي، چې په دې کتنه د افغانستان او المان د اړیکو سربېره په المان کې افغان کډوالو ته د قونسلي خدمتونو وړاندې کولو او له ایران او پاکستان څخه راستنېدونکو افغان کډوالو سره د بشري مرستو ترسره کولو په اړه خبرې کړې شوې دي.
سفارت بیا په دې اړه څه نه دي ویلي چې ایا د هغو کډوالو په اړه هم خبرې شوي، کوم چې په درېیمو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د جرمني د ویزو په تمه بې برخلیکه پاتې دي او که نه.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د جرمني نوي حکومت اعلان وکړ چې له پاکستانه به ۲۵۰۰ هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د مېشتېدو شرایط لري، ولېږدوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد پارلمان ته وویل، د پخواني حکومت ژمنې ته چې له مخې یې له ګواښ سره مخ افغانان له سیمې وباسي، وفادار پاتې کېږي.
د جرمني له خوا د افغان کډوالو د منلو د بهیر د درولو له امله زرګونه افغان کډوال په پاکستان کې له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
جرمني ته د تګ په تمه بند پاتې افغانان وايي، بېرته افغانستان ته نه شي تلای او ژوند یې له سخت ګواښ سره مخ دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان واديفول ویلي، چې که څه هم د افغانانو د منلو نوي پروګرامونه بند شوي دي، خو جرمنی به هغه ژمنې چې پخوا له افغانانو سره شوې وې، بشپړې عملي کړي.
نوموړی وايي، «موږ مکلف یو څو هغو ژمنو ته وفادار پاتې شو چې مخکې مو کړې دي».
اخوا، پاکستان بیا له څو میاشتو انتظار وروسته د هغو شاوخوا ۲۵۰۰ افغان کډوالو پر ضد اقدامات پیل کړي چې جرمني د منلو رسمي ژمنې ورکړي.
د راپورونو له مخې، شاوخوا ۱۲۵ افغانان د اېستلو کمپونو ته لېږدول شوي.
جرمني رسنۍ وايي، د پاکستان حکومت تر دې وروسته دا وضعیت نه مني او له برلین سره یې نرمه لهجه پرېښې ده.

پاکستان د مارچ تر ۳۱ مې یو مهلت ور کړی و، چې د جرمني د GIZ ادارې له خوا کرایه شوي مېلمستونونه دې تخلیه شي، خو دغه نېټه د برلین په غوښتنه د جون تر۳۰مې وغځول شوه، خو بیا هم پرمختګ نه دی شوی.
پاکستاني چارواکو د دویم ضرب الاجل له ختمېدو څو ورځې مخکې چاپې ووهلې.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د دوو افغانو کورنیو د نیولو خبر ورکړ، خو له نورو جزییاتو یې ډډه کړې.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو استازې: په افغانستان کې شل سلنه ښځینه او ۵۰ سلنه نارینه لوستي دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۴۳ GMT+۱

په کابل کې د کتاب فسټیوال د پرانیستې په مراسمو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا په هېواد کې د زده کړو وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې یوازې شل سلنه ښځې او پنځوس سلنه نارینه د لیک لوست وړتیا لري.

اوتونبایوا زیاته کړه: «زمونږ معلومات ښيي چې یوازې پنځوس سلنه نارینه او شل سلنه ښځې لوستل او لیکل کولی شي، چې له دې سره افغانستان اوس د باسوادۍ د څرنګوالي په نړۍوالو درجه‌بندیو کې خورا ټیټ ځای لري.»

د یونسکو د نوې ټاکل شوي تعریف له مخې، یوازې د لوستلو او لیکلو وړتیا باسوادي نه ګڼل کېږي.

د دوی په خبره، لوستی یا باسواد هغه څوک ګڼل کېږي چې وکولای شي خپله پوهه او مهارتونه د ژوندانه د ښه‌والي او د ټولنیزې ونډې اخیستنې لپاره وکاروي.

دا تعریف نه یوازې د لوستلو او لیکلو پر وړتیا تمرکز کوي، بلکې دا په یو شمېر نورو مهارتونو هم تاکید کوي، لکه درک، تفسیر، تحلیل او د معلوماتو تطبیق.

په افغانستان کې چې ډېری وګړي له لیک لوست څخه بې‌برخې دي، دغه ډول مهارتونه لا هم د لاسرسي وړ نه دي. د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې د ښځو د زده‌کړو بندښت دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیز لګولی، ښوونځي یې تړلي او حتی د ښځو زده‌کړه‌ییزې ادارې، لکه د طب او قابلګۍ ښوونځي یې هم بند کړي دي. دا بندیزونه نه یوازې د ښځو سواد ته تاوان رسوي، بلکې د ټول هېواد د پرمختګ بهیر یې هم اغېزمن کړی دی.

یونسکو ویلي، چې باسواده وګړي باید د خپلې پوهې له لارې د ټولنې بدلون ته زمینه برابره کړي، خو دا مهال افغانستان کې ان د لیک لوست اساسي مهارتونه د میلیونونو خلکو له لاسرسي بهر دي. د تېرو شلو کلونو پرمختګونه اوس له منځه تللي او د ټول نسل تعلیمي راتلونکی له ګواښ سره مخ دی.

اوتونبایوا ټینګار وکړ، چې دا وضعیت یوازې د ښځو د حقونو نقض نه دی، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

هغې وویل: «د لیک لوست حق یو اساسي مدني حق دی او باید د هر افغان دا حق تضمین شي.»

په ورته وخت کې، طالبانو د کتابونو چاپ ته د اسانتیاوو برابرولو خبر ورکړی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال مهاجر فراهی ویلي، هغه کتابونه چې په داخل هېواد کې چاپېږي له مالیې معاف دي او د بهرنیو کتابونو مالیه پنځوس سلنه کمه شوې ده.

سره له دې، چې طالبانو پر چاپ او خپرونو سخت محدودیتونه لګولي دي، د هېواد دننه چاپېدونکي ټول کتابونه باید د دوی له لوري اجازه‌لیک ترلاسه کړي.

همداراز، طالبانو د پوهنتونونو د درسي کتابونو د ارزولو لپاره هم یوه کمېټه هم جوړه کړې، چې د دې کمېټې له لوري تر اوسه لسګونه عنوانه کتابونه له بازارونو راټول شوي دي.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو له‌خوا د تعلیمي نصاب بدلول، د چاپ او وارداتو محدودول، زده کړې او پوهې پر وړاندې پراخ خنډونه د افغانستان د فکري ودې لپاره جدي ګواښونه ګڼل کېږي.

دا وضعیت، په تېره د ښځو لپاره د یوه تیاره راتلونکې نښه ده.

هغه افغان وګړی چې ایران ته د جاسوسۍ په شک نیول شوی و، جرمني ته وسپارل شو

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

یو ۵۳ کلن افغاني الاصله ډنمارکي وګړی چې ایران ته د جاسوسۍ په شک په ډنمارک کې نیول شوی و، د دوشنبې په سهار د المان پولیسو ته وسپارل شو. د راپورونو له مخې، دغه کس هڅه کوله چې د برلین ښار کې د یهودي ټولنې پورې اړوند کسانو او ځایونو په اړه معلومات راټول کړي.

د المان خبري اژانس وایي، ټاکل شوې ده چې یاد نیول شوی کس ژر تر ژره د المان فدرالي محکمې په کارلسروهه ښار کې د یوې څېړندویه قاضي مخې ته وړاندې شي، خو دقیق وخت لا نه‌دی اعلان شوی.

د ډنمارکي رسنیو په وینا، دغه تورن کس په ارهوس ښار کې د یوې محکمې له خوا المان ته د سپارلو پرېکړه ومنله.

د المان مشهورې ورځپاڼې بېلډ د جولای ۶مه دغه شخص "علي س" معرفي کړی او د هغه فعالیتونه یې تر څېړنې لاندې نیولي، همداراز یې د هغه د نیولو او پېژندلو جزیات خپاره کړي دي.

د بېلډ په حواله، یاد تورن کس د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولي په میاشت کې د یوې کورنۍ سفر په پلمه ترکیې ته ولاړ او له هغه ځایه ایران ته داخل شو. هلته یې د برلین له یهودي اهدافو څخه راټول شوي معلومات د ایران د اسلامي جمهوریت استخباراتي افسرانو ته وسپارل. وروسته، هغه له ایران څخه د جعلي اسنادو په کارولو، پرته له دې چې قانوني مهر یې ووهل شي، ووت.

بېلډ همداراز لیکلي، د ډنمارک داخلي استخباراتي ادارې د هغه د مخابراتي اړیکو د تعقیب په پایله کې چې د سپاه پاسداران د قدس ځواک له یوه پېژندل شوي افسر سره یې لرلې، دا موضوع د المان له امنیتي ادارو سره شریکه کړه.

همداراز، د علی س اړیکې د هامبورګ له اسلامي مرکز سره او د امام علي جومات کې چې (د شنه جومات په نوم هم پېژندل کېږي) د هغه دوامداره ګډون، له وړاندې د امنیتي ادارو تر څار لاندې وو.

د افغان کډوالو موقتي خوندیتوب پای ته ورسېد؛ ګڼ شمېر خلک د جبري اېستنې له وېرې سره مخ دي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو لپاره د "موقتي خوندیتوب حالت" (TPS) موده نن پای ته ورسېده. د دې پرېکړې له امله، زرګونه افغانان چې له طالبانو تښتېدلي وو، اوس د جبري اېستل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

د افغانانو لپاره د لنډمهالي خونديتوب وضعیت (TPS) پروګرام هغو افغانانو ته اجازه ورکړې وه، چې د امریکا خاورې ته داخل، هلته پاتې او قانوني کار وکړي، ترڅو چې د هغوی د پناه غوښتنې قضیه وڅېړل شي.

خو د ولسمشر ټرمپ ادارې اعلان کړی، چې نور دغه خوندیتوب ته اړتیا نشته.
یوې افغانې ښځې چې نوم یې نه دی ښودل شوی، NPR ته ویلي، چې هغې د طالبانو له واکمنېدو مخکې په یوې بېړنۍ څانګه کې د نرسې په توګه کار کاوه، خو د طالبانو له واکمنېدو سره چې ښځو باندې یې سخت محدودیتونه وضع کړل، ژوند ورته ستونزمن شو.
نوموړې زیاتوي: «طالبان راغلل، دروازه یې وټکوله او غږ یې کاوه: دروازه خلاصه کړه! زه وېښه شوم، وېرېدم، زه شاک وم...»
د کورنۍ د فشار او د راتلونکو ګواښونو له امله هغه له هېواده ووتله او امریکا ته ولاړه. هلته د لنډ مهالي خونديتوب پروګرام تر چتر لاندې، اوس د نرسې مرسته‌کونکې ده او خپلو ماشومانو ته پيسې استوي.
دغه مېرمن زیاتوي: «زه بېرته نشم تللی؛ هلته ښځې نشي کولای ښوونکې، ډاکټرې یا کارمندانې شي. حتی له کوره وتل هم د وژلو له خطره خالي نه دي.»
د کورني امنیت وزارت یوه چارواکي NPR ته ویلي، که څه هم TPS پای ته رسېدلی، خو افغانان لا هم کولی شي د پناه غوښتنه وکړي.

د یاد وزارت په وینا، شاوخوا ۱۲،۰۰۰ افغانان د TPS له پروګرامه ګټه اخیسته، چې ډېری یې د امریکا د ملاتړ لپاره له ۲۰۰۱ وروسته کار کړی و.
بریان ګرین چې په ډینور کې یو تجربه‌لرونکی د کډوالو وکیل دی وايي، هغه برېښنالیکونه چې ځینې افغانان یې ترلاسه کوي، کوم قانوني وزن نه لري: «دا یو ډول فشار دی، نه رسمي حکم. تر هغې چې د پناه غوښتنې دوسیه روانه وي، هغوی قانوني د پاتې کېدو حق لري.»
یو افغان خبریال وايي، چې د امریکا دا ادعا چې ګواکې امنیتي وضعیت ښه شوی، له حقیقت سره اړخ نه لګوي. هغه خبرداری ورکوي، چې له یو درجن زیات ترهګریزې ډلې اوس په افغانستان کې فعاله دي.
هغه زیاتوي: «القاعده، داعش، ټول هلته دي.»
د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، ګڼ افغانان له هېواد ووتل او ځینې یې د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله د ګواښ لاندې دي. د موقتي خوندیتوب پروګرام د هغو لپاره طرح شوی و، چې خپل هېواد ته بېرته ستنېدل ورته خطرناک وي، خو اوس د دغه خوندیتوب پای ته رسېدل، د زرګونو کسانو د ژوند، امنیت او راتلونکي لپاره لویه پوښتنه راپورته کړې ده.

فضلي: افغاني ټولنه یوازې هغه سیاسي روایتونه مني چې له ولسي ارزښتونو سرچینه اخلي

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۳۸ GMT+۱

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، افغاني ټولنه د خپل معاصر تاریخ په اوږدو کې تل یوازې هغه سیاسي حرکتونه زغملې او ورته یې وده ورکړې، چې د ولس له غوښتنو او ارزښتونو راوتلې وي.

هغه زیاتوي، که یوه نظریه یا پرېکړه د ولس له غوښتنو او ارزښتونو له دې اصل سره په ټکر کې وي، نو نه یوازې دا چې نه منل کېږي، بلکې د ولس له خوا ردېږي.

فضلي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د طالبانو له خوا د څو کلونو راهیسې د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، سفر او د ټولنیز ژوند پر ګډون پراخ محدودیتونه وضع شوي دي، چې نه یوازې دننه په افغانستان کې، بلکې په نړۍواله کچه یې هم پراخې اندېښنې راپارولې دي.

هغه د طالبانو له لوري د ښځو د تعلیم او کار پر بندیزونو نیوکه کړې او وایي، دا ډول پرېکړې «نه ولسي ریښه لري، نه د افغاني ټولنې له ارزښتونو سره اړخ لګوي.»

نوموړی باور لري، چې دغه بندیزونه د یو ځانګړي فکري تفکر استازولي کوي، چې د ټول ملت نظر نه شي تمثیلولای.

هغه خبرداری ورکړی، چې دا ډول پرېکړې «هېڅکله دوام نشي موندلای، ځکه ولس دا خپله پرېکړه نه ګڼي، بلکې پر ځان یې تپل شوې بولي.»

فضلي وایي، «هر وارد شوی فکر، که مذهبي افراطیت وي او که وارد شوي لبرالي نظریات، چې ولسي بنسټ ونه لري، ماتېدونکی وي.»

د هغه په وینا، دا ډول ایډیولوژۍ یوازې لنډمهاله جذابیت لرلای شي، خو نه شي کولای د ملت په اوږدمهالي فکر او باور کې ځان ځای کړي.

فضلي په ځانګړې توګه په سیاسي مسایلو کې د ولس د پرېکړې پر اهمیت ټینګار کړی او وایي، که خلک د ملي پرېکړو په بهیر کې خپل رول ونه ویني، نو دغه پرېکړې د دوی نه، بلکې د بهرنیانو ګڼي او پر وړاندې یې حساسیت پیدا کوي.

هغه زیاتوي: «که ولس د ملي پروسو په پرېکړو کې خپل رول و نه ویني، نو دغه پروسې د ځان نه، بلکې پردۍ ګڼي، او بالاخره یې ردوي.»

فضل محمود فضلي په تاریخي حوالو هم تمرکز کړی او وایي، افغاني ټولنه له پخوا راهیسې له بهرنیو ایډیولوژیو سره حساسه پاتې شوې او د هر هغه فکر یا خوځښت پر وړاندې چې له ولسي ارزښتونو سره اړخ ونه لګوي، مقاومت کوي.

هغه زیاتوي، که هر نوی سیاسي یا فرهنګي خوځښت غواړي د ولس په منځ کې دوام ومومي، باید له همدې خاورې، له همدې ټولنې او له همدې فرهنګ نه راټوکېدلی وي.

مشهور حماسي شاعر مطیع‌الله تراب د زړه حملې له امله ومړ

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۹ GMT+۱

مشهور حماسي شاعر مطیع‌الله تراب د زړه د ناڅاپي حملې له امله وفات شو. نوموړي د وطن‌دوستۍ، مبارزې او ملي احساس په شاعرۍ کې ځانګړی نوم درلود.

هغه د هېواد بېلابېلو سیمو، کلتورونو او نسلونو خلکو ته یو پېژندل شوی ادبي شخصیت و.

تراب تېره شاوخوا یوه لسیزه کې په ځانګړې توګه له هغه وروسته ډېر مشهور شو، چې د وطن، قربانۍ او مقاومت په اړه یې ویلي شعرونه د رسنیو، ټولنیزو شبکو او ولسي ناستو له لارې پراخ محبوبیت وموند.

د هغه ناڅاپي مړینه د فرهنګي او ادبي ټولنې له‌خوا یوه نه جبرانېدونکې ضایعه بلل شوې ده. ګڼو لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګیانو او عامو هېوادوالو د نوموړي پر مړینې خواشیني ښودلې ده.

لیکوال او شاعر محمدحسین فطرت پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي: «مطیع‌الله تراب د معاصرې ادبي دورې وطن‌دوست ادب یو تکړه غږ و. د هغه شعر د سړي زړه ته رسېده، ځکه چې له زړه راوتی و.»

د ادبي ټولنو ترڅنګ، ګڼ شمېر عام افغانان هم د هغه پر مړینې خواشیني دي او د ټولنیزو شبکو له لارې یې د نوموړي یاد تازه کړی دی.

مطیع‌الله تراب د خپلو اشعارو له لارې د ملي یووالي، قربانۍ، د مظلومو ملاتړ او د سولې پیغام خپراوه، شعرونه یې تل له احساسه، درد، ژورې مینې او ملي تعهد څخه ډک وو.

د نوموړي د جنازې د مراسمو او ځای په اړه تر دې دمه جزیات نه دي خپاره شوي.