• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزی: د افغان کډوالو جبري ستنول لا جدي ګواښونه رامنځته کولای شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۷ GMT+۱

د افغانستان مخکینی ولسمشر حامد کرزی وايي چې د افغانستان دننه سختو شرایطو داسې وضعیت رامینځته کړی چې د کډوالو د راستنیدو لپاره اړین شرایط برابر نه دي. هغه ټینکار کړی، چې په اوسني وضعیت کې د افغان کډوالو جبري راستنیدل کولی شي د ډیرو خطرونو او جدي ګواښونو رامینځته کیدو لامل شي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي نن سې شنبه «د چنګاښ ۲۴مه» د دویم ځل لپاره له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو په اړه اعلامیه خپره کړې ده.

حامد کرزی په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانانو د جبري کډوالۍ تاریخ ته اشاره کړې، او وايي، د افغانستان په اوسني وضعیت کې د کډوالو د بېرته راستنیدو فشار، چې له داخلي بحرانونو سره مل دی، کولی شي خطرناکې پایلې او نوي ګواښونه رامینځته کړي.

هغه ټینګار کړی، چې د کډوالو د پراخ حضور له پایلو څخه په خبرتیا سره، د کوربه هېوادونو ستونزې هم درک کوي، خو د افغانستان دننه سختو شرایطو داسې وضعیت رامنځته کړی چې د مهاجرینو د بېرته ستنېدو لپاره لازم شرایط برابر نه دي.

کرزی وايي، چې «په دې وخت کې د افغان کډوالو جبري ستنول نه یوازې دا چې د شته ستونزو کچه لوړوي، بلکې دا کار کولای شي نور جدي خطرات او تهدیدونه هم رامنځته کړي، چې د هېڅ لوري په ګټه نه دي».

پخواني ولسمشر د کوم هېواد له نوم یادونې پرته غږ کړی، چې کوربه هېوادونه دې د افغانستان د اوسنیو ستونزو په ځانګړې توګه د اقتصادي وضعیت او د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بندېدو په نظر کې نیولو سره، د افغان کډوالو د جبري او پراخ اخراج پر پرېکړه بیا کتنه وکړي.

په دې وروستیو میاشتو کې له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري راستنېدو پروسه چټکه شوې ده.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

متقي: له بهره د نشه‌يي توکو قاچاق افغانستان ته یو جدي ګواښ ګرځېدلی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۰۲ GMT+۱
متقي: له بهره د نشه‌يي توکو قاچاق افغانستان ته یو جدي ګواښ ګرځېدلی
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بهر څخه د نشه‌يي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ وباله او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. متقي له نشه يي توکو سره د مبارزې پر نه سیاسي کېدو ټینګار کړی.

نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رییس بو ماتیاسن سره لیدنه کې کړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې ‏د (UNODC) دفتر عملیاتي رییس افغانستان ته خپل سفر مهم بللی او «د نشه یي توکو پر وړاندې یې د طالبانو اقدامات ستایلي.»

متقي د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي یاده کړې او پر نړیوالو یې غږ کړی، چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.

د طالبانو د یاد وزارت له قوله، دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې له نشه يي توکو سره مبارزه سیاسي نه شي.

طالبانو په هوايي ډګرونو کې د هوا پېژندنې ۳۰ پرمختللي وسایل فعال کړل

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۲ GMT+۱
طالبانو په هوايي ډګرونو کې د هوا پېژندنې ۳۰ پرمختللي  وسایل فعال کړل
100%

د طالبانو د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت د هیواد په هوايي ډګرونو کې ۳۰ پرمختللي د هوا پېژندنې وسایل نصب او فعال کړي دي. یاد وزارت وايي، دغه وسایل تر دې دمه په خوست، ګردیز، بامیان او ښرنه کې نصب شوي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د سې شنبې په ورځ وویل، چې دغه وسایل د هوا وضعیت او د هوا ککړتیا څرنګتیا هم ښيي چې له ډیټا نه یې د چاپیریال پوهنې ریاست او د الوتنو لپاره هم کار اخېستل کېدای شي.

طالب چارواکي وايي، چې دغه وسایل د الوتنو په تنظیم کې مرسته ورسره کولای شي.

دغه وسایل په کابل، کندهار، بلخ، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم نصب او فعال شوي دي.

د طالبانو د ځوانانو چارو معیین: نړیواله ټولنه دې د کتابتونونو په جوړولو کې مرسته وکړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۱
د طالبانو د ځوانانو چارو معیین: نړیواله ټولنه دې د کتابتونونو په جوړولو کې مرسته وکړي
100%

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین د کابل د کتاب نندار‌تون د پای‌غونډې په مراسمو کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ځوانانو لپاره د کتابتونونو په جوړولو او تجهیز کې همکاري وکړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معیین محمد یونیس راشد نن د چنګاښ ۲۴مه، د کابل کتاب نندارتون په پای غونډه کې وویل چې نړيواله ټولنه د خوراکي توکو په ګډون په ځینو برخو کې مرستې کوي خو باید د کتابتونونو په جوړولو کې هم مرسته وکړي.

محمد یونس راشد وویل:« له نړیوالې ټولنې څخه موږ ډېره زیاته مننه کوو، چې د افغانستان ولس سره یې په دومره سختو حالاتو کې مرسته او لاسنیوی کړی، الله دې دوی ته خیر ورکړي خو په تېرو څلورو کالو کې نړیوالې ټولنې له غریبانانو سره د ډوډۍ او خوراکي برخو کې مرسته کړې خو علمي ستونزې دا د یو مملکت اصلي مشکل دی، کتاب بیا ډېر اهمیت لري.»

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان ځوانانو ته په ښارونو او ولسوالیو کې عامه کتابتونونه جوړ کړي.

دغه طالب چارواکی وايي چې دا غیر سیاسي عمل دی او نړیواله ټولنه چې بشري مرستې کوي دا هم یو بشري ضرورت دی باید ورته توجه وکړي.

محمد یونس راشد وویل چې نړیواله ټولنه دې د افغانانو د ځوانانو د تعلیمي ارتقا په برخه کې هم مرستې کړي.

یاد طالب چارواکی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې طالبانو د سیاسي او مذهبي موخو لپاره د زیات شمېر افغان لیکوالانو د کتابونو، پر چاپ، خپراوي، خرڅلاو په کتابتونونو کې پر اېښودو بندیزونه لګولي.

دې ډلې د کتابونو د فلتر او سانسور لپاره ځانګړې کمېټه ټاکلې او ډېری هغو کتابونو ته د چاپ او خرڅلاو اجازه ور کوي، چې غیر سیاسي وي، یا د طالبانو له فکري لیکو سره سر خوري.

اووه افغانان د فرانسې د جلاوطنو پارلمان ته نوماندان شوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۱
اووه افغانان د فرانسې د جلاوطنو پارلمان ته نوماندان شوي
100%

 اووه افغان پناه‌ غوښتونکي، چې درې ښځې او څلور نارینه پکې شامل دي، د فرانسې د جلاوطنو پارلمان ته نوماندان شوي دي. شکیبا داوود، سیاره رحماني او فاطمه حیدري له ښځو او روح‌الله صدیق‌الله، انعام‌الله سمون، واصل اسحاق‌زی او مهدی موعودي له نارینه‌وو کاندیدان دي.

نوماندانو ویلي، چې که بریالي شي، د پناه‌ غوښتونکو ستونزو، مدغمېدو، کارموندنې او رواني ملاتړ لپاره به کارکوي.

ټاکنې د چنګاښ تر ۲۷ مې دوام کوي اوپایلې یې یوه ورځ وروسته اعلانېږي.

د فرانسې د تبعیدیانو پارلمان یو مدني او نادولتي بنسټ دی او د هغوکسانو لپاره جوړشوی چې د سیاسي، ټولنیزو یا امنیتي لاملونو له امله اړ شوي خپل هېواد پرېږدي.

د دې بنسټ موخه داده چې تبعیدیانو ته په ټولنه او سیاست کې د ګډون، حضور او د خپل غږ د پورته کولو فضا رامنځته کړي.

شانګهای سازمان د افغانستان په تړاو پر «همغږې پالیسۍ» جوړولو خبرې کوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۵۸ GMT+۱
 شانګهای سازمان د افغانستان په تړاو پر «همغږې پالیسۍ» جوړولو خبرې کوي
100%

په چین کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د ایران-اسراییل وروستۍ جګړې او منځني ختیځ د وضعیت تر څنګ د افغانستان په تړاو د یوې همغږۍ پالیسۍ پر جوړولو هم خبرې کوي. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ناظرو هېوادونو ته بلنه نه ده ورکړل شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې«د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیران به د منځني ختیځ وضعیت، په تېره د اسراییل او امریکا له خوا پر ایران د وروستیو بریدونو او د افغانستان په برخه کې د همغږې پالیسۍ جوړولو په اړه خبرې وکړي.»

دغه کنفرانس د جولای پر ۱۷مه نېټه د چین په تیانجین ښار کې جوړیږي، چې د سازمان دایمي غړي پکې ګډون کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو په کابل کې محلي رسنیو ته ویلي، چې افغانستان د یاد سازمان ناظر غړی دی، نو په دې اساس دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ور کړل شوې او دا ځل شانګهای یوازې د غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو کوربه دی.

په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د ګډون لپاره مسکو ته تللی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د غونډې ګډونوال به یو لړ اسناد او پرېکړه‌لیکونه وڅېړي، چې د شانګهای د غړو هېوادونو مشرانو ته د سرمشریزې پر مهال وړاندې کېږي.

د غونډې په اجنډا کې د شانګهای سازمان بنسټیز پرمختګ، د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او نړیوالو ننګونو ته د ګډو لیدلوریو رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث شامل دي.

له دې سرمشریزې وروسته به د شانګهای سازمان تر عنوان لاندې پراخې ناستې ترسره شي، چې نه یوازې د غړو هېوادونو مشران، بلکې د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو استازي به هم پکې ګډون ولري.