• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

لاوروف د ټرمپ ۵۰ ورځو مهلت په غبرګون کې: هېڅ ډول شرط نه منو، ډېپلوماټیکې هڅې دې زیاتې شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، مسکو غواړي پوه شي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو تر شا څه انګېزه ده، چې ویلي یې دي روسیه باید د ۵۰ ورځو په موده کې له اوکراین سره د سولې تړون ته غاړه کېږدي.

لاوروف دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د چین په تیان‌جین ښار کې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د ۲۵مې ناستې پر مهال وکړې او زیاته یې کړه چې شک نه لري، روسیه به د هر ډول نویو بندیزونو مقابله وکړي.

بل‌خوا د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف هم د سې‌شنبې په ورځ وویل، مسکو لا هم د اوکراین د شخړې د حل لپاره ډیپلوماسي غوره لاره ګڼي او خبرو ته لار خلاصه ده.

ریابکوف د روسیې دولتي خبري اژانس «تاس» سره په یوه تازه مرکه کې، د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل: «روسیه هېڅ ډول ګواښونه یا شرطونه نه‌مني. موږ دا روښانه کوو چې هر ډول فشار، په ځانګړي ډول شرط، زموږ لپاره د منلو وړ نه‌دی.»

ریابکوف ټینګار وکړ چې باید سیاسي او ډیپلوماټیکې هڅې لا زیاتې شي او یو ځل بیا یې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دا دریځ تکرار کړ چې روسیه خبرو ته چمتو ده او د شخړې سوله‌ییز حل غواړي.

خو نوموړي خبرداری ورکړ، چې که د خبرو هڅو ته مثبت ځواب ور نه‌کړای شي، نو مسکو به خپلې نظامي موخې د ځانګړو پوځي عملیاتو له لارې تعقیب کړي. هغه زیاته کړه: «زموږ دا دریځ نه‌بدلېدونکی دی. موږ غواړو چې واشنګټن او ناټو دا مساله جدي ونیسي.»

ټرمپ د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې واشنګټن به له کیېف سره د وسلو مرستې ته دوام ورکړي، خو دا به د اروپايي تمویل تر شرط لاندې وي او دا به د ناټو په همغږۍ ترسره کېږي.

نوموړي همداراز ګواښ وکړ، چې که د ۵۰ ورځو دننه د اوکراین جګړه پای ته ونه‌رسیږي، نو پر روسیه او د هغې پر تجارتي شریکانو به سل سلنه وارداتي تعرفې ولګوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ زېلېنسکي ته: که وسلې درکړم اوکراین مسکو ویشتلی شي؟

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۲ GMT+۱

فایننشل ټایمز ورځپاڼې د سې ‌شنبې په ورځ راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پټه اوکراین هڅولی چې د روسیې په سیمو کې بریدونه زیات کړي. نوموړي له ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي پوښتنه کړې چې که امریکا اوږدواټنه وسلې ورکړي، ایا اوکراین مسکو ویشتلای شي؟.

ورځپاڼې د دوو هغو کسانو له قوله چې د خبرو له جزئیاتو خبر دي، لیکلي، چې ټرمپ له پوتین سره تر خبرو وړاندې د جولای پر څلورمه له زېلېنسکي سره ټیلیفوني خبرې کړې وې.

فایننشل ټایمز لیکلي، چې ټرمپ د دغې اړیکې پر مهال له زېلېنسکي سره دا موضوع هم شریکه کړې، چې ښایي امریکا ورته د « ATACMS» نومي اوږد واټن ویشتونکي توغندي ورکړي.

بل خوا ټرمپ پوتین ته هم ۵۰ ورځې وخت ورکړی چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

کرملېن: د روسیې او پوتين په اړه د ټرمپ څرګندونې جدي دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د روسیې ولسمشرۍ یا کرملېن ماڼۍ وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د روسي صادراتو پر پېرېدونکو د بندیز ګواښ هم پکې شامل دی، جدي دي او باید په پوره دقت وڅېړل شي.

ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د روانې جګړې په تړاو له ولادیمیر پوتین څخه خپله ناهیلي څرګنده کړې او پرون یې اوکراین ته د نورو وسلو د ورکړې اعلان وکړ او همداراز یې خبرداری ورکړی چې که روسیه له اوکراین سره د سولې هوکړې ته غاړه کښېنږدي، نو د روسي صادراتو پېرېدونکي به هم له بندیزونو سره مخ شي.

د روسیې او ولسمشر پوتين په تړاو د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو د کرملېن ماڼۍ ویاند دیمتري پیسکوف ویلي، "د امریکا د ولسمشر څرګندونې ډېرې جدي دي. ځینې‌ یې مستقیماً د ولسمشر پوتین په اړه دي. موږ ته خامخا وخت په کار دی چې دا خبرې په دقت سره تحلیل کړو. که چېرې ولسمشر پوتین لازمه وبولي، نو خامخا به غبرګون وښیو."

نوموړي کېیف ته د نورو وسلو لېږد ته په اشارې سره وویل، "په واشنګټن، ناټو هېوادونو او په ځانګړې توګه بروکسل کې چې کومې پرېکړې کېږي، د اوکراین د سولې نه، بلکې د جګړې د دوام نښې ګڼل کېږي."

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند یو ځل بیا په ټينګار سره وویل، روسیه لا هم له اوکراین سره مخامخ خبرو لپاره چمتو ده او د کېیف له لوري د خبرو بیا پیل ته په تمه ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ګواښ وکړ چې که له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره په ۵۰ ورځو کې کومه موافقه ونه شي، نو پر مسکو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګوي.

وانګ یي: هند او چین باید خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د هند له بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره وکتل. د چین بهرنیو چارو وزیر وایي، چې باید د دغو دوو هېوادونو اړیکې ښه ګاونډیتوب، دوه اړخیز درناوي او ګډو ګټو ته لاره هواره کړي.

وانګ یي وویل، چې چین او هند لرغونی تمدن او ښه اقتصاد لري؛ نو باید د سولې، همغږۍ او ګډ پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

وانګ یي زیاته کړه، باید دواړه اړخونه تر خپل منځ سیاسي باور نور هم پياوړی کړي، یو له بل سره همکاري وکړي او خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جېشنکر وویل:« موږ چین سیال نه؛ بلکې د خپل پرمختګ ملګری بولو.» هغه زیاته کړه، هند له چین سره اړیکو ته له اوږدمهاله زاویې ګوري او د ستراتیژیکې خپلواکۍ سیاست ته ژمن دی.

ټرمپ پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړ، چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړی، چې په اوکراین کې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره چمتو شي. ټرمپ خبرداری ورکړی، که تر ټاکلې مودې وروسته هم کوم تړون و نه شي؛ پر روسیې به تعرفې نورې هم لوړې کړي.

فرانس پرېس د ټرمپ له قوله لیکلي، چې هغه دا خبرې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳) په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

ټرمپ زیاته کړې، چې د روسیې ترڅنګ به د هغه پر تجارتي ملګرو، لکه چین، هند، ترکیې او بیلاروس هم تعرفې لوړې کړي او په دې ډول به د روسیې اقتصادي ځواک اوبه کړي.

اوباما له ډیموکراټانو وغوښتل، چې د ټرمپ پر وړاندې په کلکه ودرېږي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۳:۵۶ GMT+۱

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د ډیموکراټ ګوند مشران سخت غندلي او نیوکه یې کړې، چې د ټرمپ پر وړاندې پټه خوله پاتې دي. هغه ویلي، چې د ډیموکراټ ګوند ځینې مشران له وېرې څه نه شي ویلای.

اوباما هغو شتمنو خلکو ته هم ګوته ونیوله، چې د خپلې شتمنۍ د خوندیتوب لپاره یې له ټرمپ سره جوړجاړی کړی دی.

اوباما زیاته کړه:« باید ډیموکراټان په ډېرو سختو شرایطو کې هم د خپلو ارزښتونو دفاع وکړي، په تېره بیا د بیان ازادي ډېره مهمه ده.»

د اوباما په وینا؛ د هېواد ټولنیز پرمختګ یې ټکنی شوی او باید ډیموکراټان د شکایت پر ځای په عمل کې د خلکو خدمت وکړي چې راتلونکې ټاکنې وګټي.