• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د عمران خان پخوانۍ میرمنې ریحام خان نوی سیاسي ګوند اعلان کړ

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۳ GMT+۱

د عمران خان پخوانۍ میرمنې ریحام خان د پاکستان جمهوري ګوند په نوم د نوي سیاسي ګوند اعلان کړی دی. ریحام خان وویل چې هغه به له نن څخه یو غورځنګ پیل کړي چې په پارلمان کې به د خلکو استازیتوب وکړي او خپل سیاسي حرکت به له کراچۍ پیلوي.

د کراچۍ په پریس کلب کې د یوې خبري غونډې پر مهال ریحام خان وویل:« موږ به په قوانینو کې داسې بدلونونه راوړو چې خلکو ته ګټه ورسوي، مېرمنې او بزګران هم باید استازیتوب وکړي.»

هغې وویل چې ټول پاکستان د هغې ټاکنیزه حوزه ده.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان او اندونیزیا پوځي چارواکي د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي چې د اندونیزیا دفاع وزیر جنرال جافري سجام سوالدین د سې شنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي قوماندانۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر سره وکتل او د پوځي اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې دواړو خواوو د سیمه ییز امنیت، دفاعي همکارۍ او د دوه اړخیزو پوځي همکاریو د زیاتولو لپاره د لارو چارو په اړه نظرونه تبادله کړل.

په دې غونډه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیمه کې د سولې او ثبات د ډاډمنولو لپاره په متقابلې همکارۍ ټینګار شوی.

د پاکستان پوځ وايي، د پاکستان لوي درستیز عاصم منیر په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د متقابلې همکارۍ پر اهمیت خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د اندونیزیا د دفاع وزیر په حواله لیکلي، چې نوموړي په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان د پوځ د رول ستاینه کړې ده.

اسحاق ډار: د افغانستان ثبات د شانګهای سازمان د ګډو هیلو بنسټیزه برخه جوړوي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان دوامداره سوله او ثبات د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د ګډو هیلو بنسټ جوړوي. اسحاق ډار دا څرګندونې د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا غونډه کې کړې.

نوموړي د افغانستان د وضعیت په اړه د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اړتیا هم ټینګار وکړ.

هغه وړاندیز وکړ چې د “شانګهای د همکاریو سازمان ـ افغانستان د تماس ډله” باید بېرته فعاله شي. هغه وویل چې له دې سره به یو ارزښتناک، عملي او په پایلو متکي مشارکتي بستر برابر شي.

ډار د ترهګرۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل: «ترهګري د بشریت یوه ګډه اندېښنه ده، چې نړیوال امنیت ته ګواښ پېښوي. د ترهګرۍ ټول ډولونه، که دولتي وي یا غیر دولتي، د غندنې وړ دي. موږ باید ترهګري د سیاسي موخو لپاره له کارولو راوګرځوو او د دې خطر پر ضد باید په ګډه او همغږې لارې سره مبارزه وکړو، چې پکې د ترهګرۍ د ريښو ایستل هم شامل دي.»

مولانا فضل‌الرحمان: له طالبانو سره د اړیکو ښه ‌والی د حکومت مسوولیت دی

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمان وايي، چې له طالبانو سره د ښو اړیکو جوړول د پاکستان د حکومت مسوولیت دی، نه د شخصي ګوندونو یا ډلو. هغه دا څرګندونې د پښتونخوا په چارسده ولسوالۍ کې د یوې خبري غونډې پر مهال کړې دي.

مولانا فضل‌الرحمان وویل، چې پاکستان باید د طالبانو پر وړاندې د «لومړی اقدام او وروسته خبرې» پالیسي پرېږدي، ځکه دا ډول چلند د دواړو هېوادونو تر منځ د باور فضا له منځه وړي او خبرې اترې بې‌ګټې کوي.

نوموړي وویل: «موږ له افغانستان سره لومړی عملیات کوو، وروسته خبرې اترې پیلوو، چې دا ستره تېروتنه ده، ځکه له دې سره فاصلې پیدا کېږي او د تفاهم فضا له منځه ځي.»

هغه زیاته کړه، چې که چیرې دولت غواړي د سیمې ثبات خوندي کړي، باید له ګاونډیو په ځانګړي ډول افغانستان (طالبانو) سره د متقابل احترام، ډیپلوماسۍ او نرمې ژبې پر بنسټ اړیکې جوړې کړي.

مولانا ټینګار وکړ، چې د طالبانو پروړاندې د سختو اقداماتو تګلاره تل د تریخوالي، بې‌باورۍ او ناکامو مذاکراتو سبب شوې ده.

هغه وویل: «د دولت دا مسوولیت دی چې له ګاونډیانو سره اړیکې تنظیم کړي. له طالبانو سره له سخت‌مزاجۍ پرته باید د تفاهم فضا جوړه شي.»

مولانا فضل‌الرحمان د پاکستان حکومت له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د بهرني سیاست مسوولیت باید له احساس، تدبیر او حکمت څخه کار واخلي، تر څو د سیمې ثبات ته تاوان ونه رسېږي.

د یادولو وړ ده، چې مولانا فضل الرحمان په افغانستان کې د جمهوري نظام پروړاندې د طالبانو د جکړې سرسخته پلوی و او یاده جګړه یې روا بلله.

هغه له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو له مشرانو سره نږدې اړیکې ساتلي دي، چې یو شمېر وختونو کې یې سفرونه او مخامخ لیدنې هم کړې دي.

د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په پای کې مولانا فضل‌الرحمان ته د طالبانو سفیر له خوا بلنه ورکړل شوه او کابل ته یې سفر وکړ.

په دې سفر کې یې له «ټي ټي پي» او طالبانو سره د خبرو په موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پیاوړي کول وو

مولانا فضل‌الرحمان هغه وخت تایید کړې وه، چې په کندهار کې یې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په ګډون د دوی د څو مشرانو سره لیدلي دي.

د هغه په وینا، د طالبانو د مشرانو له خوا یې تود هرکلی وشو.

د افغانستان د سکرو پاکستاني واردوونکو د خپلو ستونزو د حل غوښتنه کړې

۲۳ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۱

له افغانستان نه پاکستان ته د سکرو د واردوونکو ټولنې غړو د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د اصلیت تصدیق پاڼې پر سر له رامنځته شویو ستونزو شکایت کړی او په دې برخه کې یې د دواړو هېوادونو د همکاریو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ددوشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، دوی ته یې ډاډ ورکړی چې یادې ستونزې به له طالبانو او د پاکستان له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق د پاکستان د سکرو واردوونکو ټولنې له غړو سره په کتنه کې ویلي، چې د کرښې په دواړو خواو کې د کوچنیو سوداګرو ملاتړ د یادې سیمې د اقتصادي ودې لپاره ډېر مهم دی.

د اصلیت تصدیق پاڼه یا Certificates of Origin د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو لپاره یو مهم سند ګڼل کېږي څو په ګمرکونو کې دا روښانه شي چې دغه محصولات په کوم هېواد کې تولید او یا هم استخراج شوي چې له مخې یې ګمرکې تعرفې وضع شي.

فضل الرحمان ته د ګڼداپور چلنج: که دې زما د ورور په وړاندې ټاکنې بایلودې، سیاست پرېږده

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۳ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۱

د خېبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ننګولی او وایي، چې که فضل الرحمن یې د ورور پر وړاندې ټاکنې ونه ګټي، نو له سیاست څخه دې لاس واخلي.

علي امین ګنډاپور په داسې حال کې مولانا فضل الرحمان ننګولی، چې نوموړي څو ورځې وړاندې د خېبر پښتونخوا پر حکومت نیوکه کړې وه او ویلي و، چې په پښتونخوا کې باید بدلون راشي.

ګڼداپور ویلي، چې فضل الرحمان دې تحریک انصاف ګوند ته د مشورې پرځای خپل ځان کې بدلون راولي.

پر همدغه مهال د ګنډاپور څرکندونو ته د جمعیت علمای پاکستان ګوند غبرګون ښودلی او وايي، د ګنډاپورچلند ناسم او ژبه یې نامناسبه ده.