• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه سخت ځپلي دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۴۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سامان (FAO) وایي، چې وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه سخت ځپلي دي. دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، چې وچکالۍ د افغانستان د خلکو ستونزې لا ډېرې کړې دي او شمالي ولایتونه یې تر ټولو ډېر ځپلي دي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د وچکالۍ له امله کرنیز محصولات کم شوي، څړځایونه وچ شوي او د اوبو سرچینې هم د کمېدو په حال کې دي.

د خوړو او کرنې سازمان وایي، که څه هم وچکالۍ پر ټولو افغانانو ناوړه اغېز کړی؛ خو د کليوالو خلکو ژوند یې تر ټولو ډېر له ګواښ سره مخ کړی دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له چین سره د ټرانزیټ، صادراتو او رېل پټلۍ پر پراختیا خبرې کړې دي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکي، چې د دغې ډلې د اوسپنې پټلۍ مرستیال محمد اسحاق زاده چین ته د خپل سفر پرمهال له چینايي چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ پر پراختیا خبرې کړې دي.

محمد اشرف حقشناس وايي، د اوسپنۍ پټلۍ مرستیال او مل پلاوي یې د چین له لانژو ستراتیژیک بندره د کتنې پرمهال په بلخ ولایت کې د ورته بندر د جوړېدو غوښتنه هم کړې ده.

د ښاغلي حقشناس په خبره ؛د دواړو لوریو ترمنځ د توکو د لېږد رالېږد د اسانتیاوو رامنځته کولو په تړاو یې هم هر اړخیزې خبرې شوې دي.

ډېری چنايي توکي د لانژو بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.

د هرات-خواف، حیرتان-مزار شریف او اقینه ریل پټلۍ په افغانستان کې مهمې ټرانزیټي لارو څخه دي، چې د توکو په صادراتو او وارداتو کې مهم رول لوبوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې دغه ډله که څه هم ګڼو اسیایي هېوادونو سره ښه راشه درشه لري؛ خو بیا هم له روسیې پرته کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

وانګ یي: هند او چین باید خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د هند له بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره وکتل. د چین بهرنیو چارو وزیر وایي، چې باید د دغو دوو هېوادونو اړیکې ښه ګاونډیتوب، دوه اړخیز درناوي او ګډو ګټو ته لاره هواره کړي.

وانګ یي وویل، چې چین او هند لرغونی تمدن او ښه اقتصاد لري؛ نو باید د سولې، همغږۍ او ګډ پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

وانګ یي زیاته کړه، باید دواړه اړخونه تر خپل منځ سیاسي باور نور هم پياوړی کړي، یو له بل سره همکاري وکړي او خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي.

د هند بهرنیو چارو وزیر جېشنکر وویل:« موږ چین سیال نه؛ بلکې د خپل پرمختګ ملګری بولو.» هغه زیاته کړه، هند له چین سره اړیکو ته له اوږدمهاله زاویې ګوري او د ستراتیژیکې خپلواکۍ سیاست ته ژمن دی.

له خبریالانو ملاتړ سازمان د طالبانو له‌خوا د عزیز وطنوال نیونه د بیان ازادۍ خلاف کړنه بللې

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۵ GMT+۱

د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري په ننګرهار ولایت کې د ځايي خبریال عزیز وطنوال نیونه د بیان ازادۍ ضد کړنه بللې ده.

دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې وطنوال راخوشې او په ورته وخت کې دې د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي: «د طالبانو ځواکونه د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د دغه خبریال کور ته ورغلي او هغه یې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای ونیوو. که څه هم د هغه ملګري وروسته خوشې شول؛ خو ښاغلی وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی او د هغه برخلیک ناروښانه دی.»

په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو د هغه د کمپیوټر او کمرې په ګډون د نوموړي کاري وسایل هم نیولي دي.

یاد سازمان دغه ډول نیونې د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو لپاره د یوې خطرناکې پروسې برخه ګڼلې او له نړۍوالو ادارو، د بشري حقونو سازمانونو او د خبریالانو له ملاتړو سازمانونو غواړي، چې د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.

درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د خورشید ټلویزیون پخواني خبریال عزیز وطنوال کورنۍ افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اسخباراتو نوموړی له کوره بیولی دی.

د طالبانو رسمي سرچینې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو له‌خوا جنسیتي توپیر دې «د بشریت ضد جنایت» وبلل شي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۵ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان درېیو مخکښو څېړونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو لګول شوي سیسټماتیک بندیزونه دې «جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.

هېدر بار، ماکارنا سایس او استیسي لي مانوېل په یوې مقاله کې نیوکه کړې، چې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د سرغړونې په تړاو نړۍوال غبرګون کافي نه‌دی.

دوی همدا راز ویلي، چې د طالبانو له لوري په سیسټماتیک ډول د ښځو د ځپلو دوام او د بشري حقونو د فعالانو هلو ځلو په دې برخه کې د نړۍوال ملاتړ لویه تشه رابرسېره کړې چې په ټکو یې ښايي نوی نړۍوال تړون دغه تشه ډکه کړي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د جنایتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍوال تړون پر مسودې کار کوي، چې دغه مسوده به تر ۲۰۲۶ کاله چمتو شي.

دا نیوکې داسې مهال کېږي، چې طالبانو په وار، وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان مېرمنو پراخ محدویتونه ولګول، چې له کبله یې پر دوی په کور دننه او بهر وخت ناوخت توندې نیوکې هم کېږي.

حال‌وش: د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې یو ۲۷ کلن افغان وژل شوی

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۳۱ GMT+۱

د حال‌وش په نامه د بشري حقونو یو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د عبدالمنان نورزهي په نوم یو ۲۷ کلن افغان د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی. عبدالمنان نورزهي په اصل کې د فراه ولایت اوسېدونکی و، چې د ایران په زاهدان کې اوسېده.

حال‌وش لیکلي، چې په دغه ډزو کې یو بل افغان هم ټپي شوی دی.

د دغه رسنۍ په وینا؛ د ایران پوله ساتو ځواکونو په دغه دوو افغان وګړو مستقیمې ډزې کړې دي.

سرچینو حال‌وش ته وویل: «عبدالمنان څه موده وړاندې له ایران څخه اېستل شوی و؛ خو کورنۍ یې په زاهدان کې پاتې وه او هغه غوښتل، چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو سره ایران ته ننوځي او خپله کورنۍ افغانستان ته بوځي.»

خو د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې له کومې خبرتیا پرته هغه د ایراني پوله ساتو ځواکونو په مستقیمو ډزو کې وژل کېږي.

په راپور کې راغلي، چې «د عبدالمنان مړی د سرحدي دیوال تر شا پرېښودل شوی و، کله چې لارویانو د دوشنبې په ورځ د هغه مړی وموند؛ نو هغه یې نیمروز ښار ته ولېږداوه.»

په دغه پېښه کې یو بل افغان وګړی هم د ایراني پوله ساتو په ډزو کې په پښه ویشتل شوی او ټپي شوی دی.

حال‌وش لاتر اوسه د ټپي شوي وګړي په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.

تر اوسه پورې نه ایراني چارواکو او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.

ایران له اسراییل سره تر اوربند وروسته د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه پیل کړې ده.