په ټېکساس کې د سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد

د امریکا په ټېکساس ایالت کې د وروستیو بارانونو له امله ۱۳۱ کسان مړه شوي او ۹۷ نور لاهم تري تم دي. تازه د هواپوهنې ادارې د مرکزي ټېکساس لپاره د سختو بارانونو خبرداری ورکړی دی.

د امریکا په ټېکساس ایالت کې د وروستیو بارانونو له امله ۱۳۱ کسان مړه شوي او ۹۷ نور لاهم تري تم دي. تازه د هواپوهنې ادارې د مرکزي ټېکساس لپاره د سختو بارانونو خبرداری ورکړی دی.
د جولای پر څلورمه نېټه د ناڅاپي سېلابونو د راتلو له امله د هیل کنټري سیمه تر ټولو ډېره ځپل شوې ده.

د امریکا د خوړو او درملو ادارې (اېف ډي اې) د فایزر (کومیرناټي) او مودرنا (سپایکوېکس) واکسینونو د معلوماتي پاڼې په تازه شوي متن کې د زړه د عضلې او شاوخوا پردې د التهاب (مایوکارډایټس او پیریکارډایټس) د نادر، خو احتمالي خطر په اړه خبرداری ورکړی دی.
دا ډول التهابونه ډېری وخت په ۱۲ تر ۲۴ کلونو کې د ځوانو نارینهوو تر منځ لیدل شوي، چې شمېر یې له ۲۷ تر ۳۸ پېښو پورې پر یو میلیون ډوز اټکل شوی دی.
عامې نښې یې د سینې درد، لنډه ساه اخیستل او تبه بلل شوي، خو دا حالتونه معمولا نرم وي او ناروغان ژر رغېږي.
اېف ډي اې وايي، دا خبرداری د خلکو د ښه پوهاوي او شفافیت لپاره زیات شوی او خلک باید د هر ډول غېر معمولي نښو پر مهال ژر تر ژره روغتیايي خدماتو ته مراجعه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فدرالي ریزرف بانک پر مشر سختې نیوکې کړي او هغه یې «بې کفایته او احمق» بللی، ځکه چې د سود کچه یې تر ۱ سلنې یا تر هغې را کمه کړې نه ده.
ټرمپ ویلي، چې د سود د لوړ ساتلو پالیسۍ د هېواد اقتصادي وده ټکنۍ کړې ده او زیاته کړې یې ده، چې که فدرالي ریزرف د هغه د مشورې مطابق عمل کړی وای، نو اقتصاد به لا پیاوړی شوی وای.
ټرمپ له وړاندې نه هم د فدرالي ریزرف له پالیسیو سره مخالفت ښودلی و، خو دا ځل یې له غېر معمولي سختو الفاظو کار اخیستی، چې د دې ادارې پر خپلواکې بڼې نیوکې او بحثونه راپارولي دي.
فدرالي ریزرف چې د امریکا مرکزي بانک ګڼل کېږي، عموماً هڅه کوي له سیاسي فشارونو لرې پاتې شي، خو د ټرمپ څرګندونې یو ځل بیا دا بحث تود کړی، چې دا ادارې باید څومره خپلواکه او له سیاسي مداخلې خوندي پاتې شي.
د امریکا د ماساچوسټس ایالت په فالس ریور ښار کې د سپینږیرو د ساتنې په یوه مرکز کې د یکشنبې په شپه اور لګېدنه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او تر ۳۰ زیات ژوبل شوي دي.
سیمه ییز چارواکي وايي، اور د ودانۍ یوې برخې ته محدود و، خو ټولې ودانۍ ته سخت دود خپور شوی و.
د فالس ریور ښاروال دا پېښه یوه "نه جبرانېدونکې تراژیدي" بللې او د اور وژونکو چټک غبرګون یې ستایلی دی.
د اور علت تر اوسه نه دی معلوم او رسمي څېړنې روانې دي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمیټې ډیموکراټانو د دوشنبې په ورځ په یوه راپور کې وویل، چین د امریکا د ولسمشر د پالیسۍ له امله رامنځته شوې خلاوې ډکوي او په نړیواله کچه خپل نفوذپراخوي خو امریکا بیا په نړۍواله کچه خپل حضور راکموي.
دغه څېړنیز راپور په داسې حال کې خپور شوی چې د ټرمپ ادارې بهرنیو چارو وزارت خپل یو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
یوازې د تېرې جمعې په ورځ د امریکا بهرنیو چارو وزارت له ۳ زره ګوښه کېدونکو له ډلې څه باندې ۱۳۵۰ کارکوونکي له خپلو دندو ګوښه کړل.
دغه وزارت له دې سربېره میلیاردونه ډالره بهرنۍ مرستې هم کمې کړې او همداراز د امریکا د نړۍوالې پراختیا اداره یې هم تقریبا بنده کړې او ورسره زرګونه کارکوونکي او قراردادیان بېکاره شوي دي.
منتقدین بیا وايي، د دولتي کارکوونکو او په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو دغه کمښت به د واشنګټن هغه وړتیاوې کمزورې کړي چې په بهر کې به یې د امریکا له ګټو دفاع کوله.
د لانسېټ طبي ژورنال د یوې څېړنې له مخې، د امریکا د نړۍوالې پراختیايي ادارې د بندېدو له امله به تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۴ میلیونه اضافي مړینې رامنځته شي.
د ټرمپ اداره بیا وايي، دا بدلونونه د لومړی امریکا له پالیسۍ سره سمون لري او موخهیې هم د فډرالي بیوروکراسۍ کمول او د بې ځایه لګښتونو مخنیوی دی.
د ډيموکراټانوي۹۱ مخیز راپور ښيي چې چین په بیلابیلو برخو لکه راډیويي خپرونو، روغتیايي پروګرامونو، او پراختیايي هڅو کې خپل نفوذ پراخوي.
راپور کاږي، "چین د نړۍوال نظم لپاره روښانه لیدلوری تعقیبوي په داسې حال کې چې د ټرمپ اداره په نړیواله کچه د امریکا ښکیلتیا کموي."
راپور لسګونه موارد ذکر کړي چې چین هلته فعال شوی چیرې چې امریکا خپل نړیوال پروګرامونه کم کړي یا بند کړي، لکه د واکسینونو تمویل، د خوړو مرسته او د زیربناوو پراختیا؛ لکه امریکا چې په افریقا کې د خوړو مرستې بندې کړې، چین د۲میلیونه ډالرو په ارزښت وریجې یوګانډا ته ورکړې.
په راپور کې ویل شوي چې په سویل ختیزه اسیا کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ د ویتنام، کمبوډیا او مالیزیا له مشرانو سره د لیدو لپاره هم سفرونه پیل کړل او په دغو سفرونو کې یې په ویتنام کې د ریل پټلۍ د اړیکو لپاره یو تړون، په کمبوډیا کې د انرژۍ، تعلیم او زیربناوو او په مالیزیا کې د تخنیکي او تولیدي تبادلو سکتورونو کې د همکارۍ ۳۷تړونونه لاسلیک کړل.
د رویټرز د رپوټ له مخې، په لاتین امریکا کې، چین د می په میاشت کې د "چین-لاتین امریکا او کارابین فورم" کوربه توب وکړ او هلته یې هم د ۹ میلیارده ډالرو پور ورکړه اعلان کړه.
په راپور کې ویل شوي چې چین له ډیپلوماسۍ څخه د امریکا له وتلو سره سم ګام پورته کوي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې که له روسیې سره د اوکراین د جګړې د ختمېدو لپاره د ۵۰ ورځو دننه کومه موافقه ونه شي، پر مسکو به "ډېرې ډېرې سختې" ګمرکي تعرفې ولګوي. نوموړي وویل چې له روسیې سخت ناخوښه دی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، « موږ به ثانوي تعرفې عملي کوو. که په۵۰ ورځو کې توافق ونه شي، نو دا خبره ساده ده، تعرفې به ۱۰۰ سلنه وي. همداسې ده، نور څه نشته».
ټرمپ دا خبرې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د سپینې ماڼۍ په دفتر کې د ناستې پر مهال وکړې.
نوموړي وویل چې له روسیې سخت ناخوښه دی.
ټرمپ زیاته کړه: «زه سوداګري د ډېرو شیانو لپاره کاروم، خو دا د جګړو د ختمولو لپاره هم یوه ښه وسیله ده».