اروپايي ټولنه وايي، باید افغان نجونو ته د محدودیت پر ځای فرصتونه برابر شي

اروپايي ټولنې نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان نجونې له شته فرصتونو څخه د استفادې وړتیا لري؛ نو باید د محدودیت پر ځای فرصتونه ورته برابر شي.

اروپايي ټولنې نن سې شنبه (د چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې افغان نجونې له شته فرصتونو څخه د استفادې وړتیا لري؛ نو باید د محدودیت پر ځای فرصتونه ورته برابر شي.
اروپايي ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د زدهکړو، مهارت او کار ملاتړ کوي او د خپلو ملګرو هېوادونو په همکارۍ هڅه کوي، چې افغان مېرمنو او نجونو ته د خپلو حقونو او اسانتیاوو زمینه برابره شي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې په ورځ په بیجینګ کې د هند له بهرنیو چارو وزیر جېشنکر سره وکتل. د چین بهرنیو چارو وزیر وایي، چې باید د دغو دوو هېوادونو اړیکې ښه ګاونډیتوب، دوه اړخیز درناوي او ګډو ګټو ته لاره هواره کړي.
وانګ یي وویل، چې چین او هند لرغونی تمدن او ښه اقتصاد لري؛ نو باید د سولې، همغږۍ او ګډ پرمختګ لپاره هڅه وکړي.
وانګ یي زیاته کړه، باید دواړه اړخونه تر خپل منځ سیاسي باور نور هم پياوړی کړي، یو له بل سره همکاري وکړي او خپلمنځي اختلافات په مناسب ډول مدیریت کړي.
د هند بهرنیو چارو وزیر جېشنکر وویل:« موږ چین سیال نه؛ بلکې د خپل پرمختګ ملګری بولو.» هغه زیاته کړه، هند له چین سره اړیکو ته له اوږدمهاله زاویې ګوري او د ستراتیژیکې خپلواکۍ سیاست ته ژمن دی.
د افغانستان له خبریالانو ملاتړ سازمان نن سې شنبه د ( چنګاښ ۲۴مه) پر اېکس پاڼه د خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري په ننګرهار ولایت کې د ځايي خبریال عزیز وطنوال نیونه د بیان ازادۍ ضد کړنه بللې ده.
دغه سازمان پر طالبانو غږ کړی، چې له ځنډ پرته دې وطنوال راخوشې او په ورته وخت کې دې د خبریالانو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي: «د طالبانو ځواکونه د شنبې په ورځ په جلال اباد ښار کې د دغه خبریال کور ته ورغلي او هغه یې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای ونیوو. که څه هم د هغه ملګري وروسته خوشې شول؛ خو ښاغلی وطنوال لا هم د طالبانو په بند کې دی او د هغه برخلیک ناروښانه دی.»
په خبرپاڼه کې ادعا شوې، چې طالبانو د هغه د کمپیوټر او کمرې په ګډون د نوموړي کاري وسایل هم نیولي دي.
یاد سازمان دغه ډول نیونې د مطبوعاتو د ازادۍ د ځپلو لپاره د یوې خطرناکې پروسې برخه ګڼلې او له نړۍوالو ادارو، د بشري حقونو سازمانونو او د خبریالانو له ملاتړو سازمانونو غواړي، چې د دغو کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نشي.
درې ورځې وړاندې په ننګرهار کې د خورشید ټلویزیون پخواني خبریال عزیز وطنوال کورنۍ افغانستان انټرنشل – پښتو ته ویلي، چې د طالبانو اسخباراتو نوموړی له کوره بیولی دی.
د طالبانو رسمي سرچینې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د بشري حقونو څار سازمان درېیو مخکښو څېړونکو غوښتنه کړې، چې د طالبانو لهخوا پر ښځو لګول شوي سیسټماتیک بندیزونه دې «جنسیتي توپیر او د بشریت ضد جنایت» وبلل شي.
هېدر بار، ماکارنا سایس او استیسي لي مانوېل په یوې مقاله کې نیوکه کړې، چې د افغان مېرمنو د حقونو په برخه کې د سرغړونې په تړاو نړۍوال غبرګون کافي نهدی.
دوی همدا راز ویلي، چې د طالبانو له لوري په سیسټماتیک ډول د ښځو د ځپلو دوام او د بشري حقونو د فعالانو هلو ځلو په دې برخه کې د نړۍوال ملاتړ لویه تشه رابرسېره کړې چې په ټکو یې ښايي نوی نړۍوال تړون دغه تشه ډکه کړي.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه د جنایتونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د نړۍوال تړون پر مسودې کار کوي، چې دغه مسوده به تر ۲۰۲۶ کاله چمتو شي.
دا نیوکې داسې مهال کېږي، چې طالبانو په وار، وار ادعا کړې چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.
طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان مېرمنو پراخ محدویتونه ولګول، چې له کبله یې پر دوی په کور دننه او بهر وخت ناوخت توندې نیوکې هم کېږي.
د حالوش په نامه د بشري حقونو یو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د عبدالمنان نورزهي په نوم یو ۲۷ کلن افغان د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی. عبدالمنان نورزهي په اصل کې د فراه ولایت اوسېدونکی و، چې د ایران په زاهدان کې اوسېده.
حالوش لیکلي، چې په دغه ډزو کې یو بل افغان هم ټپي شوی دی.
د دغه رسنۍ په وینا؛ د ایران پوله ساتو ځواکونو په دغه دوو افغان وګړو مستقیمې ډزې کړې دي.
سرچینو حالوش ته وویل: «عبدالمنان څه موده وړاندې له ایران څخه اېستل شوی و؛ خو کورنۍ یې په زاهدان کې پاتې وه او هغه غوښتل، چې د پاسپورټ په ترلاسه کولو سره ایران ته ننوځي او خپله کورنۍ افغانستان ته بوځي.»
خو د ایران او افغانستان په سرحدي سیمه کې له کومې خبرتیا پرته هغه د ایراني پوله ساتو ځواکونو په مستقیمو ډزو کې وژل کېږي.
په راپور کې راغلي، چې «د عبدالمنان مړی د سرحدي دیوال تر شا پرېښودل شوی و، کله چې لارویانو د دوشنبې په ورځ د هغه مړی وموند؛ نو هغه یې نیمروز ښار ته ولېږداوه.»
په دغه پېښه کې یو بل افغان وګړی هم د ایراني پوله ساتو په ډزو کې په پښه ویشتل شوی او ټپي شوی دی.
حالوش لاتر اوسه د ټپي شوي وګړي په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
تر اوسه پورې نه ایراني چارواکو او نه هم طالبانو په دې اړه څه ویلي دي.
ایران له اسراییل سره تر اوربند وروسته د افغان کډوالو د اېستلو نوې څپه پیل کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین ته پنځوس ورځې وخت ورکړی، چې په اوکراین کې د اوربند او جګړې ختمولو لپاره چمتو شي. ټرمپ خبرداری ورکړی، که تر ټاکلې مودې وروسته هم کوم تړون و نه شي؛ پر روسیې به تعرفې نورې هم لوړې کړي.
فرانس پرېس د ټرمپ له قوله لیکلي، چې هغه دا خبرې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۳) په سپینه ماڼۍ کې د ناټو له سرمنشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
ټرمپ زیاته کړې، چې د روسیې ترڅنګ به د هغه پر تجارتي ملګرو، لکه چین، هند، ترکیې او بیلاروس هم تعرفې لوړې کړي او په دې ډول به د روسیې اقتصادي ځواک اوبه کړي.