طالبانو د پنجشېر امنیه قوماندانۍ دننه مدرسه جوړه کړې

د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قوماندان د قوماندانۍ په داخل کې د «اصحاب صفه» په نوم دیني مدرسه جوړه کړې ده. د پنجشیر امنیه قوماندانۍ ویاند وايي، چې په دې مدرسه کې د قوماندانۍ منسوبینو ته دیني زده کړې، سیاست، انګلیسي او کمپیوټر ور ښودل کیږي.