• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو پر سوريې د اسراییل بریدونه غندلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خبرپاڼه کې پر دمشق او نورو سیمو د اسراییل بریدونه غندلي او زیاته کړې یې ده: «دا ډول تجاوزونه نه یوازې د یوه خپلواک هېواد پر حاکمیت تېری دی، بلکې د سیمې د لا بې‌ثباتۍ هڅه هم ده.»

طالبانو پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کړی، چې د اسراییل د تېریو پروړاندي خپل مسوولیت ادا کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) په خپل اېکس کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر دمشق او نورو سیمو د اسراییل بریدونه غندلي دي.

هغه ویلي، چې دغه بریدونه «د سيمې د لا بې ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سیستماتیک جنایت دی.»

نوموړي له اسراییل څخه غوښتي، چې «دغه ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودوي او د سوريې د ولس او مشروع حکومت خپلواکۍ او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.»

د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ یې په دمشق کې د سوریې د دفاع وزارت ورودي دروازه په نښه کړې او دا بریدونه یې د دې لپاره کړي، چې د دروزو اقلیت د سوریې د دولتي ځواکونو له احتمالي زیانونو وساتي.

دا درېیمه ورځ ده، چې اسراییلی پوځ پر سوریې هوايي بریدونه کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په سرپل ولایت کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په دورو وهلي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۴۷ GMT+۱

طالبانو د سرپل ولایت په ګوسفندې ولسوالۍ کې د پنځو ښځو په ګډون ۱۸ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د «قمار، زنا، قتل او ټلیفوني اړیکو» په تور په دورو وهل شوي دي.

دغې محکمې د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) همداراز زیاته کړې، چې دغه پرېکړه د ګوسفندې ولسوالۍ د ابتدایه محکمې له خوا شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان له ۶ میاشتو څخه تر ۲ کلونو تنفيذي بند او له ۲۰ څخه تر ۳۵ دورو محکوم شوي و.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې دې کسانو ته د ولایتي طالب مسوولینو، عامو خلکو او د طالبانو د ادارې کارکوونکو په حضور کې سزاوي ورکړل شوي.

طالبانو لس ورځې وړاندې هم په کابل او غزني کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته سزا ورکړې وه.

څه موده وړاندې د ملګرو ملتونو کارپوهانو او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د عامو خلکو پر وړاندې د اعدام او دورو وهلو سزاګانې غندلي و او له دغه ډلې یې غوښتي چې ژر تر ژره دغه سزاګانې ودروي.

مارکو روبیو: تمه کېږي چې د سوریې کړکېچ په راتلونکو ساعتونو کې راکم شي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۷ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، تمه ده چې د سوریې په سوېل کې د دروزي او بدوي ډلو ترمنځ جګړه چې د سوریې او اسراییل ترمنځ د "سوء تفاهم" لامل شوې وه، ژر پای ته ورسېږي.

روبیو د جولای پر۱۶مه، د بحرین له بهرنیو چارو وزیر عبداللطیف الزیاني سره د اتومي همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر مهال، خبریالانو ته وویل: « موږ د [ناکراریو د] رښتیني راکمېدو پر لور روان یو او هیله ده چې بېرته د سوریې د بیا رغونې او د سیمې پر ثبات تمرکز ته راوګرځو».

هغه زیاته کړه، چې امریکا هیله لري د دې هڅو نتیجه په راتلونکو څو ساعتونو کې ښکاره شي، خو دا لا روښانه نه‌ده چې ایا هغه د سوریې د احتمالي اوربند په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي که نه، ځکه له سیمې راپورونه د یوه اوربند د پلي کېدو خبر ورکوي.

اسراییل په پراخو هوايي بریدونو کې د دمشق دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې سیمې په نښه کړې دي.

اسراییل ویلي چې د سوریې رژیم باید له دروزي ټولنې سره دښمني بنده کړي او خپل ځواکونه له سوېلې سیمو وباسي.

سراج الدین حقاني طالبان د خپلې ادارې نېکنامۍ ته وهڅول

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د ولایتونو د دفتر رییسانو د ظرفیت لوړونې په سیمینار کې له خلکو سره پر ښه چلند او نږدې اړیکو ساتلو ټینګار کړی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو د ادارې د نېک نامۍ لپاره دې پوره هڅې وشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سراج الدین حقاني د ولایتونو د دفتر رییسانو لپاره د ظرفیت لوړونې اونیز سیمینار په وروستۍ ورځ، په خپلو خبرو کې د دولت او ولس ترمنځ د اړیکې قوي کول مهم بللي.

سراج الدین حقاني ویلي:« پر رییسانو د ادارې ستر مسوولیت پروت دی. له خلکو سره د نږدې اړیکو ساتل د نظام د اعتماد بنسټ جوړوي.»

همدارنګه نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو د ادارې د نېک نامۍ لپاره دې پوره هڅې وشي.

سراج الدین حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړې، چې ډیر کسان په ولایتونو کې د طالبانو له ناسم چلند او د خلکو د خصوصي ازادیو له سلبولو شکایتونه کوي.

اشرف غني د مطیع الله تراب پر مړینه خواشیني ښودلې

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۹ GMT+۱

د وروستي جمهوري نظام پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي شاعر مطیع الله تراب پر ناڅاپي مړینه ژوره خواشیني ښودلې او په خپل پیغام کې یې ویلي، چې «ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي».

ولسمشر غني د چهار شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه په یوه غږیږ پیغام کې د ولسي شاعر مطیع الله تراب د مړینې په اړه د خواشیني پیغام شریک کړی او وايي، ولسي شاعرانو له ډېر پخوا څخه د ژورو احساساتو، خیالونو او هیلو استازیتوب کړی دی.

محمد اشرف غني ویلي، چې مطیع الله تراب د افغانانو د هیلو، احساساتو او خیالونو لړۍ په خورا ښه ډول او اوچت غږ ژوندۍ ساتلې وه.

محمد اشرف غني زیاتوي:« د مطیع الله تراب د ژوند پیغام تلپاتي دی او په ځانګړې توګه نن چې میلیونونه افغانان بېرته وطن ته راځي په زړونو او مغزونو باندې به اغېز وکړي. ولس ژوند غواړي چې عزت ته ورسیږي.»

مطیع الله تراب دوه ورځې وړاندې د زړه د ناڅاپي حملې له امله ومړ او تېره ورځ د طالبانو له خوا د ځانګړي پرټوکول له مخې په ننګرهار کې خاورو ته وسپارل شو.

طالبانو د ګربزو ولسوال د زابل امنیه قوماندان او د زابل امنیه قوماندان د لوګر والي ټاکلي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۳ GMT+۱

د طالبانو د مشر په حکم ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت په تشکیلاتو کې ادلون او بدلون رامنځته شوی او په ترڅ کې یې د خوست ولایت د ګربز ولسوالۍ مخکینی ولسوال عبدالحلیم حلیمي د زابل د امنیه قوماندان په توګه ټاکل شوی.حکم له مخې، د زابل مخکینی امنیه قوماندان د لوګر والي په توګه ټاکل شوی.

د دغه حکم له مخې، د زابل مخکینی امنیه قوماندان قاري صلاح الدین ایوبي د لوګر د والي په توګه ټاکل شوی دی.

د حکم له مخې د کورنیو چارو وزارت مخکینی سلاکار مولوي قدرت الله امیني د کابل ولایت د مرستیال او د کابل ولایت مخکینی مرستیال ملا محمد یونس مخلص بیا د کورنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه ټاکل شوي دي.

100%

د شنونکو په باور ، سره له دې چې، ادلون او بدلون یو اصل ګڼل کېږي خو ملکي کارکوونکي په نظامي چارو او نظامي کارکوونکي په ملکي چارو کې ډېر اغېزناک نه وي.