صالح : داعش په ختیځ کونړ ولایت کې نفوذ پیدا کړی هلته د طالبانو د بشپړ کنټرول ادعا ناسمه ده

د مخکیني جمهوري حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر اېکس د روند سبز اړوند یوه مطلب په خپرولو سره ویلي، چې یادې ډلې په ختېز کونړ کې نفوذ کړی او هلته د طالبانو د بشپړ کنټرول ادعا ناسمه ده. په مطلب کې راغلي، چې طالبانو کونړ ته یوه ۱۵۰ کسیزه مجهزه قطعه لېږلې ده.