خیبر پښتونخوا کې د چت پرېوتو په پېښه کې درې ماشومان مړه شوي دي

د خيبرپښتونخوا په ملاکنډ کې د سختو بارانونو له امله د چتونو پرېوتو په دوو جلا پېښو کې درې ماشومان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.

د خيبرپښتونخوا په ملاکنډ کې د سختو بارانونو له امله د چتونو پرېوتو په دوو جلا پېښو کې درې ماشومان مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
لومړۍ پېښه د شاهي مرو او دویمه هغه په شانګله کې شوې ده.
د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې تر دې وړاندې په دغه سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو راوتو خبرداری ورکړی و او خلکو ته یې د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه کړې وه.

لسګونو اروپایانو په بروکسل کې د اروپايي شورا مخې ته لاریونونه وکړل او د یادې شورا له مشرانو یې وغوښتل، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د بندېدو لپاره پرې بندیزونه ولګوي.
د بشر د حقونو سازمانونه وايي، اروپايي اتحادیه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه چوپ پاتې کېدل د اسراییل نورو ظلمونو ته هم زمینه برابروي.
امنستي ویلي: «دا چوپتیا جنایتکارانو ته دا پیغام ورکوي چې دوی به نه یوازې نه مجازات کېږي، بلکې ان جایزه به هم واخلي.»
د الجزیرې د راپور له مخې: «لاریون کوونکو ویل که اروپایي اتحادیه پر روسیې بندیزونه لګولی شي، نو ولې د اسراییل د دوامداره بمبارۍ او کلابندۍ پر وړاندې هماغسې اقدامات نه کوي؟»
لاریونوالو ټینګار کړی، چې غزه د انساني ناورین له سخت حالت سره مخ ده او نړۍوال سکوت دا ناورین لا ژوروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین په تړاو خپلې وروستۍ څرګندونې د ناټو او اروپايي ټولنې تر سختو فشارونو لاندې کړې دي.
د اې ای خبری اژانس د خبر له مخې، لاوروف دا څرګندونې د شانګهای د همکارۍ سازمان (SCO) د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې چې د چین په تیانجین ښار کې جوړه شوې وه، وکړې.
نوموړي وویل: «د اروپایي مشرتابه اوسنۍ ټولنه په ښکاره ډول د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ملاتړ کوي. دوی نه یوازې سیاسي ملاتړ کوي، بلکې اوکراین ته د برید کوونکو وسلو د لېږد له لارې جګړه اوږدوي او د دې مالي بار د لوېدیځو هېوادونو مالیه ورکوونکي وړي.»
لاوروف د ټرمپ له خوا د "۵۰ ورځو ضربالاجل" په اړه شک څرګند کړ او ویې ویل، چې مسکو غواړي د دې نېټې د مفهوم وضاحت وښيي.
هغه زیاته کړه: «له دې مخکې ټرمپ د ۲۴ ساعتونو او بیا د ۱۰۰ ورځو یادونه هم کړې وه. موږ دا ډول څرګندونې مخکې هم اورېدلي او غواړو په رښتیا د امریکا د ولسمشر د دریځ اصلي موخه درک کړو.»
په ورته وخت کې، لاوروف د ټرمپ له لوري د هغو ګواښونو په اړه چې که په اوکراین کې پرمختګ ونه شي نو پر روسیې او د هغې پر شریکانو به ۱۰۰ سلنه ګمرکي تعرفې ولګول شي، وویل چې مسکو له بېساري بندیزونو سره مقابله کړې او له هر ډول نویو فشارونو سره به هم مقابله وکړای شي.
لاوروف د سولې د خبرو اترو د ځنډ پړه پر اوکراین واچوله او ویې ویل: «دوی هڅه وکړه زموږ د پلاوي کچه ناکافي وبولي، خو اوس چې د اوکراین پخوانی دفاع وزیر رستم عمروف په امریکا کې سفیر دی، خپل پلاوی هم نه لري. د درېیم پړاو خبرو لپاره نېټه (د جون ۲۲مه اوونۍ) ټاکل شوې وه، خو نه د کییف له خوا او نه د لوېدیځ له لوري کوم رسمي یادونه شوې.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، چې د SCO غړي هېوادونه د روسیې د دریځ ملاتړ کوي او دوی ته یې د اوکراین د وضعیت په اړه مفصل معلومات ورکړي دي.
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر کاسپر فېلډکمپ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې ویلي یې دي امریکا به د ناټو متحدینو ته د اوکراین د ملاتړ لپاره وسلې ورکړي. فېلډکمپ وویل: «موږ باید پر روسیې فشار زیات کړو».
هغه د ټرمپ پر ۵۰ورځني ضربالاجل اندېښنه وښوده او ویېویل چې دا "نسبتاً اوږده موده ده."
هغه وویل، هالنډ له مخکې نه هم اوکراین ته د پام وړ پوځي ملاتړ برابر کړی.
هغه زیاته کړه: "زه دا هم ارزښتناک ګڼم چې امریکا بالاخره دا درک کړې چې پوتین د اوربند لپاره رښتینی اقدام نه کوي او وخت ضایع کوي."
هغه وویل: "ډېره مهمه ده چې امریکا ګام پورته کړي او موږ هم د اروپايي ټولنې په توګه یو ځای مخ پر وړاندې ځو." نوموړي هیله وښوده چې اروپايي ټولنه به ژر تر ژره د بندیزونو اتلسمه کڅوړه تصویب کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له بهر څخه د نشهيي توکو قاچاق د افغانستان لپاره یو جدي ګواښ وباله او له نړيوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یادې ستونزې د حل لپاره عملي ګامونه واخلي. متقي له نشه يي توکو سره د مبارزې پر نه سیاسي کېدو ټینګار کړی.
نوموړي دا څرګندونې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر (UNODC)عملیاتي رییس بو ماتیاسن سره لیدنه کې کړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د (UNODC) دفتر عملیاتي رییس افغانستان ته خپل سفر مهم بللی او «د نشه یي توکو پر وړاندې یې د طالبانو اقدامات ستایلي.»
متقي د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه تاریخي یاده کړې او پر نړیوالو یې غږ کړی، چې افغان کروند ګرو ته د بدیل معیشت، د عایداتو قانوني سرچینې برابرولو او د مالدارۍ، کرنې او کوچنیو تولیدي فعالیتونو د رامنځته کولو په برخه کې همکاري ترسره کړي.
د طالبانو د یاد وزارت له قوله، دواړو خواوو پرېکړه کړې، چې له نشه يي توکو سره مبارزه سیاسي نه شي.
د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان وايي، د پاکستان له امنیتي ادارو په باجوړ کې د یاد ګوند د وژل شوي غړي مولانا خانزېب قاتلین غواړي، خو هغه ټینکار کوي، چې نوموړی وسله والو ډلو نه دی وژلی. اېمل ولي خان وویل:« پاکستانی ریاست دې د مولانا خانزېب اووه تنه قاتلین وسپاري.»
د عوامي نشنل ګوند مرکزي مشر اېمل ولي خان نن سې شنبه « د چنګاښ ۲۴مه» په پېښور باچا خان مرکز کې د یوې خبر ناستې پرمهال وویل، چې د باجوړ په ګډون د پښتونخوا په سیمو کې د روان کړکېچن امنیتي وضعیت په تړاو به ډېر ژر په مرکز او پېښور کې ټول ګوندونو ناسته او پښتون جرګه راوغواړي.
اېمل ولي خان وايی چې د مولانا خانزېب د وژل کېدو پرمهال هلته امنیتی کامرې فعالې وې او اووه تنو موټرسایکل سپرو پر هغه ډزې کړې او وژلی یې دی.
هغه نیوکه وکړه، چې تحریک طالبان پاکستان او داعش د مولانا خانزېب په وژلو کې لاس لرل رد کړي دي خو د پاکستان امنیتي ادارې په ټولنیزو رسنیو کې دا پړه پر وسله والو ډلو اچوي.
اېمل ولي خان د خبري ناستې پرمهال په یوه برخه کې وویل:« مولانا خانزېب ته د نامعلومو کسانو له خوا ویل شوي وو، چې یا عوامي نشنل ګوند پرېږده او یا هم له باجوړ څخه ووځي.»
د عوامي نېشنل ګوند د علماوو څانګې مشر او پښتون ملتپال سیاستوال مولانا خانزیب د چنګاښ پر ۱۹مه د باجوړ په شنډۍ ګرځني سیمه کې چې، د جولای ۱۳مې امن پاڅون لپاره پر کمپاین بوخت و، د ناپېژندو وسله والو په برید کې لومړی ټپي شو او وروسته په روغتون کې ومړ.