• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روسیې پر اوکراین د سلګونه بې‌پیلوټه الوتکو په مټ برید کړی

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، روسیې د شپې په اوږدو کې د اوکراین په بېلابېلو ښارونو باندې سلګونه بې پیلوټه الوتکې او یو توغندی توغولي، چې د انرژۍ زیربناوې یې په نښه کړې او لږ تر لږه ۱۵کسان پکې ټپیان شوي.

د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې روسیې ۴۰۰بې پیلوټه الوتکې او یو بالیستیک توغندی ویشتلی، چې په عمده ډول یې په خارکیف، کریوی ره او وینیتسیا کې ښاري سیمې هدف ګرځولې دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي پر اېکس ویلي، چې دغه پراخ او پرله پسې بریدونه د انرژۍ زیربناوو پر مرکزونو شوي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

خامنه‌یي: ایران داسې ځای ته رسېدلی چې له امریکا څخه نه ډاریږي بلکې امریکا ترې وېرېږي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۴۸ GMT+۱

د ایران مذهبي مشر وايي، چې هېواد یې اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا نه،‌ نه وېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي. خامنه يي په قطر کې د امریکا پر اډه د ایران د توغندیز برید په تړاو وویل، چې« که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».

د ایران مشر ایت‌الله علي خامنه‌یي د چارشنبې په ورځ د ایران د قضایي قوې د مشرانو په غونډه کې وویل چې له اسراییل سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د خلکو کار «د ملي هوډ، ارادې او پر نفس باور» ښکاره نښه وه.

ده دا روحیه د امریکا او اسراییل په څېر ځواکونو سره د مقابلې لپاره "بې‌سارې ارزښتناکه" وبلله.

خامنه‌یي ادعا وکړه چې ایران اوس هغه ځای ته رسېدلی چې نه یوازې له امریکا ‌ونه ېرېږي، بلکې امریکا ترې وېرېږي.

د ایران مشر ټینګار وکړ: «د ایران ولس به هېڅ ډګر ته د کمزورې خوا په توګه داخل نه‌شي. موږ له ټولو لازمو امکاناتو، له منطق نه واخله تر پوځي ځواک پورې، برخمن یو. که دیپلوماسي وي او که جګړه، موږ به تل له پوره ځواک سره میدان ته داخلېږو».

خامنه‌یي همداراز وویل چې که اسراییل کولای شوای د ځان دفاع کړي، نو دومره به‌ یې پر امریکا تکیه نه کوله.

هغه ادعا وکړه، چې «اسراییل پوه شو چې د اسلامي جمهوريت پر وړاندې مقاومت نه‌شي کولای، نو د امریکا مرسته یې وغوښته».

ده د ایران د متقابل برید یادونه هم وکړه او ویې‌ویل: «موږ پر هغه امریکایي مرکز برید وکړ چې ډېر حساس و. که د سانسور پرده لرې شي، نړۍ به وویني چې ایران څه لویه ضربه ورکړې ده».

غزه کې ۲۰ کسان د مرستو د وېش پرمهال د ګڼې ګوڼې له کبله مړه شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۲۳ GMT+۱

د بشري مرستو یو امریکايي بنسټ چې اسراییل یې ملاتړ کوي ادعا کړې، چې په غزه کې د مرستو د وېش یو مرکز ته نږدې د ګڼې ګوڼې له کبله ۲۰ کسان مړه شوي دي.

د « غزې مرستندویه صندوق» په نامه دغه بنسټ ویلي، چې ۱۹ کسان د ګڼې ګوڼې له کبله ترپښو لاندې شوي او یو تن په چړو وهل شوی دی.

د غزې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بل پلوه په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې د اسراییل په بریدونو کې ۲۲ کسان وژل شوي چې ۱۱ هغه یې ماشومان دي.

د هند په هېماچل پردېش کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۰۶ کسان مړه شوي دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۵۹ GMT+۱

په تېرو ۲۵ ورځو کې د هندوستان په هېماچل پردېش ایالت کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۰۶ ته لوړ شو.

د دغه ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مدیریت ادارې ویلي، چې یاد کسان د سختو بارانونو، سېلابونو، ځمکې ښویېدنې او توندو بادونو له کبله په رامنځته شویو ټرافیکي پېښو کې مړي شوي دي.

د یادې ادارې د معلوماتو له مخې ورښتونو دارنګه تر ۲۹۰ ډېر کورونه هم ویجاړ کړي دي.

له بل پلوه د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ځايي چارواکو په راتلونکو ورځو کې هم د سختو ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی او د احتیاطي تدابیرو سپارښتنه یې کړې ده.

د نړۍ له ۱۴ میلیونو زیات ماشومان لا هم له واکسین څخه بې‌ برخې دي

۲۵ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان «ډبلیو اېچ او» او د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق «یونېسف» په خپل وروستي ګډ راپور کې ویلي، چې په نړۍ کې له ۱۴ میلیونو څخه ډېرو ماشومانو لا هم هېڅ واکسین نه‌دی ترلاسه کړی.

په راپور کې راغلي، چې دا شمېر د «ډبلیو اېچ او» د ۲۰۲۴ کال له ټاکل شوې موخې څخه ۴ میلیونه زیات او د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۱.۴ میلیونه لوړ دی.

د دواړو بنسټونو کډ راپور زیاتوي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۵ سلنه کوچني ماشومان په هغو ۲۶ هېوادونو کې ژوند کوي، چې د جګړو، بې‌ثباتۍ یا بشري ناورینونو له امله اغېزمن شوي، چې دا ماشومان د ټولو بې‌واکسینه ماشومانو نیمایي برخه جوړوي.

له واکسین څخه د دغو ماشومانو پاتې کېدل بېلابېل لاملونه لري، لکه د روغتیايي خدماتو کمښت، د واکسین رسونې سیستم ګډوډي، په جګړه‌ځپلو سیمو کې ناامني او د واکسین په اړه ناسم معلومات.

د روغتیا نړۍوال سازمان د واکسین او بیولوژیک څانګې مشرې ډاکټرې کیټ اوبراین خبرداری ورکړی، چې «که د واکسین پوښښ حتی لږ هم راټیټ شي، نو دا کولی شي د وژونکو ناروغیو خپرېدو دروازه پرانیزي او د هغو روغتیایي سیسټمونو چې له وړاندې پرې فشار موجود وي، د لا ګډوډۍ سبب شي.»

په راپور کې ښودل شوي، چې په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۸۹ سلنه ماشومان لږ تر لږه یو دوز د «ټیټانوس، ډفټریا، ټوخی» واکسین ترلاسه کړی او ۸۵ سلنه یې درې واړه دوزونه بشپړ کړي دي.

راپور زیاتوي، د شري واکسین لومړی دوز ۸۴ سلنه ماشومانو ته ورکړل شوی او دویم دوز ته ۷۶ سلنه ماشومان رسېدلي، خو لا هم ۳۰ میلیونه ماشومان د شري له ناروغۍ خوندي نه‌دي.

د یونېسف اجراییوي مشرې کترین راسل وویل، چې د واکسین نیمګړتیاوې د «بشري ناورین زنګ» دی او ټینګار یې وکړ: «هېڅ ماشوم باید مریض ونه ګڼل شي او نه باید خپل ژوند د لاسه ورکړي، ځکه چې د واکسین مخنیوي لارې شتون لري.»

هغې په خپلو خبرو کې حکومتونو، خیریه بنسټونو او ټولنې ته بلنه ورکړه، چې د واکسین کمپاینونه قوي کړي، مالي تشې ډکې کړي، په ناامنه سیمو کې خدماتو ته لاسرسی برابر کړي او د ناروغیو مخنیوي لپاره د ناسمو معلوماتو پروړاندې مبارزه وکړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان او یونېسف له ټولو اړخونو غواړي، چې د واکسین پروړاندې مالي، تخنیکي او ټولنیزې ژمنتیا ساتنه وکړي، ترڅو تر ۲۰۳۰ کال پورې ټاکل شوې موخې پوره او د نړۍ ټول ماشومان د وژونکو ناروغیو څخه خوندي کړي.

اروپایان وایي چې نړۍ باید پر غزې د اسراییل د روانو ظلمونو مخه ونیسي

۲۴ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۵ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۲۹ GMT+۱

لسګونو اروپایانو په بروکسل کې د اروپايي شورا مخې ته لاریونونه وکړل او د یادې شورا له مشرانو یې وغوښتل، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو د بندېدو لپاره پرې بندیزونه ولګوي.

د بشر د حقونو سازمانونه وايي، اروپايي اتحادیه باید ژر تر ژره لاس په کار شي، ځکه چوپ پاتې کېدل د اسراییل نورو ظلمونو ته هم زمینه برابروي.
امنستي ویلي: «دا چوپتیا جنایتکارانو ته دا پیغام ورکوي چې دوی به نه یوازې نه مجازات کېږي، بلکې ان جایزه به هم واخلي.»

د الجزیرې د راپور له مخې: «لاریون کوونکو ویل که اروپایي اتحادیه پر روسیې بندیزونه لګولی شي، نو ولې د اسراییل د دوامداره بمبارۍ او کلابندۍ پر وړاندې هماغسې اقدامات نه کوي؟»

لاریونوالو ټینګار کړی، چې غزه د انساني ناورین له سخت حالت سره مخ ده او نړۍوال سکوت دا ناورین لا ژوروي.