• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
تازه خبر

اسراییل د سوریې په سویدا ښار هوايي بریدونه کړي دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۳۹ GMT+۱

د سوریې دولتي خبري اژانس«سانا» د راپور له مخې،داسراییل جنګي الوتکو نن پنجشنبه د سویدا ښار شاوخوا سیمو باندې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

دا بریدونه وروسته له هغه ترسره شوي، چې د سوریې دولتي ځواکونه له سویدا ښار څخه د دروز جنګیالیو سره له مرګونو نښتو وروسته په شا شول.

له هغه وروسته چې د سوریې حکومتي ځواکونه د سیمه‌ییزو جنګیالیو او نړیوالو فشارونو له امله له سیمې څخه ووتل دالومړی ځل دی چې په دې سیمه کې د اسراییلو له خوا بریدونه ترسره کېږي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

امریکا د کشمير د بريد دعوه‌کوونکې ډلې ته د ترهګرې ډلې لقب ورکړ

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۷ GMT+۱

د متحده ایالاتو حکومت د پنجشنبې په ورځ هغه وسله‌واله ډله د ترهګرې ډلې په توګه ونوموله، چې د هند تر ادارې لاندې کشمير په پاهلګام سیمه کې د خونړي برید مسولیت منلی و. دغه پېښه وروسته د هند له خوا د پاکستان پر خاوره د هوايي بریدونو لامل شوه.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې یاده ډله، چې ځان "مقاومت جبهه" بولي، د ملګرو ملتونو له‌خوا د ترهګرې ډلې په توګه نومول شوې لشکر طیبه یوه څانګه او مخکښه بڼه ده.

روبیو زیاته کړې: "دغه نومول دا ښيي چې د ټرمپ اداره د خپلو ملي امنیتي ګټو ساتلو، ترهګرۍ ضد مبارزې، او د پاهلګام د برید لپاره د ولسمشر ټرمپ د عدالت غوښتنې د پلي کېدو لپاره ژمنه ده."

په پاهلګام کې، چې یوه سیاحتي سیمه ده، وسله‌والو د اپرېل په برید کې ۲۶تنه ووژل، چې زیاتره قربانیان یې هندو مذهبه کسان وو. ژوندي پاتې شوي کسان وايي، بریدګرو ښځې او ماشومان بېل کړل او ځینې نارینه یې اړ ایستل چې د اسلام کلمه ووایي.

طالبانو او ازبکستان د «افغان ټرانس» رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۲۲ GMT+۱

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې رییس الوزرا د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د « افغان ټرانس » رېل پټلۍ د امکان سنجۍ درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ.

طالبانو د پنجشنبه په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) نېټه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ازبکستان بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ يو پلاوي د دغه ډلې د رییس الوزرا ملاحسن اخوند سره ليدلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو، سیاسي، کلتوري او د نړیوالو اړیکو پر پراختیا هم خبرې شوي دي.

طالبانو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له قوله لیکلي: «ازبکستان په نړيواله کچه د افغانستان حکومت او خلکو ملاتړ کړي او دوام به ورکړي.»

د بختیار سعیدوف په خبره، چې تر دا مهاله د طالبانو او ازبکستان ترمنځ له سلو زیات پلاوو تګ راتګ کړی او په هره لیدنه کې د اړیکو پر پراختیا ټينګار شوی.

هغه ملاحسن ته د ازبکستان د سفر بلنه هم ورکړه.

د طالبانو رییس الوزرا ټينګار کړی: «ازبکستان درک کړې، چې ستونزې باید د تګ راتګ او تفاهم له لارې حل شي نو ځکه يې زموږ سره تعامل غوره کړی دی.»

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي، چې سراج الدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره لېدنه کې د دوه اړخیزو اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه کړې.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته ازبکستان په پرله پسې توګه هڅه کړې، چې د طالبانو سره خپلې سوداګريزي، اقتصادي او سیاسي اړیکې زياتې کړي؛ خو تر اوسه دغه هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي.

سپینه ماڼۍ: په سوریه کې د کړکېچ کمېدو لپاره هڅې روانې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي، چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي،چې په سوریه کې روان کړکېچ کم او د سولې فضا رامنځته کړي.

نوموړې زیاته کړې، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د سولې او سوکالۍ له لارې ملاتړ ته ژمن دی او دا بهیر به د اسراییلي بریدونو سره هم دوام ومومي.

لیویټ،نن د پنجشنبې په ورځ په سپینې ماڼې کې خبریالانو ته ویلي، « کله چې امریکا په دې شخړه کې مداخله وکړه، موږ وتوانېدو وضعیت ارام کړو او دا بهیر لا هم دوام لري.»

هغې وویل: « سوریې دامنلې چې خپل ځواکونه به له هغې سیمې وباسي چیرې چې نښته روانه وه، او موږ له نږدې دا وضعیت څارو.»

په ورته مهال، د سوریې ولسمشر احمد الشرع اسراییل تورن کړی چې غواړي سوریه وویشي او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د دروز لږکیو ساتنه وکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغه شوي،چې د امریکا د مداخلې په پایله کې د سوریایي حکومتي ځواکونو او د دروز جنګیالیو ترمنځ د اوربند هڅې پیل شوې.

د اوکراین پارلمان یولیا سویریډینکو د دغه هېواد نوې لومړۍ وزیره وټاکله

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

په داسې حال کې چې له روسیې سره د سولې امکانات ورځ تربلې کمیږي، د اوکراین پارلمان نن ( پنجشنبه) د دغه هېواد لپاره نوې لومړۍ وزیره وټاکله. دا اقدام په کابینه کې د ستر بدلون یوه برخه ده، چې موخه یې د جنګ پر مهال د ادارې پیاوړتیا ده.

۳۹ کلنه یولیا سویریډینکو ته دنده سپارل شوې چې د اوکراین د وسلو کورنی تولید زیات کړي او پر بهرنیو پورونو متکي اقتصاد بېرته راژوندی کړي.

زیلېنسکي د پارلمان یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې له خپلې نوې کابینې تمه لري، چې د شپږو میاشتو په موده کې د جګړې په ډګر کې د کورنیو وسلو ونډه له ۴۰ سلنې ۵۰ سلنې ته ورسوي.

سویریډینکو تر دې مخکې، له ۲۰۲۱ کال راهیسي د لومړۍ مرستیالې دنده پرغاړه لرله.

بریتانیا او جرمني د دوستۍ نوی تړون لاسلیک کړ

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۴۶ GMT+۱

بریتانیا او جرمني نن پنجشنبه د دوستۍ نوی تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د وسلو صادراتو ګډ کمپاینونه پرمخ وړي، په ځانګړي ډول د تایفون جنګي الوتکو او بوکسر زغروالو وسایطو لپاره، چې دواړه د بریتانیايي او جرمني شرکتونو ګډ تولیدات دي.

دا تړون، چې د دفاع، ترانسپورت، اقتصاد او مهاجرت په برخو کې ژورې اړیکې تعریفوي، له اروپایي اتحادیې د برېتانیا له وتلو وروسته د نوې همکارۍ یو مهم ګام بلل کېږي.

د تړون له مخې به دواړه هېوادونه د یوې مستقیمې رېل‌پټلۍ د جوړولو پلان هم تعقیب کړي، چې بریتانیا به مستقیماً له جرمني سره ونښلوي.

د مهاجرت برخه کې جرمني ژمنه کړې، چې د کال تر پایه به د ناقانونه مهاجرت پر وړاندې قانون جوړ کړي.