بنګله‌دېش کې د زده‌کړیالانو لاریونونه؛ څلور کسان وژل شوي دي

ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې د بنګله‌دېش په سوېلي ګوپال‌ګنج ښار کې ‌د «ښاریانو ملي ګوند» د لاریونونو په ترڅ کې څلور کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي. یاد ګوند د هغو زده‌کړیالانو له‌خوا جوړ شوی، چې تېرکال یې د شېخ حسینې حکومت د پرځېدو لاریونونه رهبري کړي وو.