ازادۍ جبهه وایي، په کندوز کې یې دوه طالبان وژلي

د افغانستان ازادۍ په نوم د طالبانو مخالفې جبهې د یوې ویډیو په خپرولو ادعا کړې، چې د کندوز ولایت په «سه راه بندر» کې یې د دغې ډلې دوه جنګیالي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي. نوموړې جبهې پنج‌شنبه (د چنګاښ ۲۶مه) پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دغه برید د طالبانو پر یوې پوستې شوی دی.

د یادونې ده، چې یادې جبهې یک‌شنبه (د چنګاښ ۲۲مه) هم په کابل ښار کې د درېیو طالب جنګیاليو د وژل‌کېدو او څلورو نورو ټپي‌کېدو ادعا کړې وه.