د اسراییل پوځ وايي، په سوریه کې د دوی عملیات لاهم روان دي

د اسراییل پوځ وايي، چې د چهارشنبې پر ماښام یې د سوریې په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي. په دغو عملیاتو کې لسګونه اسراییلیان چې له پولې نه تېر شوي وو؛ بېرته یې خپل هېواد ته لېږدولي دي.

د اسراییل پوځ وايي، چې د چهارشنبې پر ماښام یې د سوریې په خاوره کې پوځي عملیات ترسره کړي. په دغو عملیاتو کې لسګونه اسراییلیان چې له پولې نه تېر شوي وو؛ بېرته یې خپل هېواد ته لېږدولي دي.
د اسراییل پوځ ویلي، دغه عملیات د پولیسو په همکارۍ ترسره شوي او موخه یې د سوریې د دروز خلکو پېژندل او بېرته ستنول دي چې د اسراییل خاورې ته ننوتلي وو. د یاد پوځ په وینا؛ عملیات لا هم روان دي.

د ناورین نړۍوالې ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي، چې طالبانو د داعش پر ضد جګړه کې له سخت زور زیاتي کار اخیستی او ان هغه سلفیان یې هم په نښه کړي، چې له داعش سره هېڅ تړاو نه لري.
د دې ډلې په باور، که څه هم سلفیزم د داعش د فکري بنسټ اساس جوړوي خو ډېر شمېر سلفیان په خپله له داعش سره مخالف دي.
د خپاره شوي راپور له مخې، د سلفیانو پروړاندې د طالبانو د تاوتریخوالي ډک چلند برعکس پایله ورکړې او د دې لامل شوې، چې د دې مذهبي ډلې ډېری غړي داعش ته نږدې شي. ان د هېواد په شمال کې یو شمېر تاجک وسله وال له طالبانو جلا شوي دي.
راپور زیاتوي، چې طالبان د ختیځ افغانستان د غرنیو سیمو په بشپړ کنټرول کې پاتې راغلي دي.
دا ستونزمنې سیمې د داعش لپاره پټنځایونه دي، لکه څنګه چې یو وخت د طالبانو او د شوروي سره د جنګېدونکو مجاهدینو لپاره وې.
طالبانو تر ډېرو خونړیو عملیاتو وروسته بیا بیا ویلي، چې داعش د دوی لپاره ګواښ نه دی، خو د ناورین نړۍواله ډله په دې باور ده، له هغه وخته چې طالبانو د افغانستان کنټرول ترلاسه کړی، د داعش ډله په نړۍوال امنیتي ګواښ بدله شوې او اوس له افغانستان څخه بهر بریدونه پلانوي.
راپور ټینګار کوي، چې که څه هم په ۲۰۲۵ کال کې د داعش د بریدونو شمېر کم شوی؛ خو احتمال لري، چې خپل بریدګر ځواک بېرته ترلاسه کړي.
وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې واک ته ورسېدل، داعش خپل تمرکز له کورنیو بریدونو څخه چې زيات يې د هزاره شیعه ګانو پروړاندي ځانمرګي بریدونه وو، بهرنیو بریدونو لکه ایران، روسیې او پاکستان ته واړوه.
دې ډلې هڅه کړې، چې په اروپا او امریکا کې هم بریدونه وکړي.
دغه سازمان وايي، چې په لوېدیځ کې په داعش باندې د لګول شویو محدودیتونو سره سره، دا ډله توانېدلې، چې د انټرنېټي څارنې او امنیتي کنټرولونو سره ځان عیار کړي.
د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځپلو وروسته داعش هڅه کړې، چې د سیمې په هېوادونو کې د خونړیو بریدونو په ترسره کولو سره خپلې کمزورۍ پټې او ځواک ښودنه وکړي.
همدا راز راپور څرګندوي، چې د داعش د څانګو په منځ کې د خراسان څانګه د پولې هاخوا عملیاتو باندې تر ټولو ډېر تمرکز لري او د منځني ختیځ سره د قوي اړیکو او په اروپا کې د برید کولو وړتیا له امله یې یو ځانګړی موقعیت موندلی دی.
په راپور کې د داعش استخدام زياتوالي ته په اشارې ویل شوي، چې طالبانو په ۲۰۲۲ کې یوه ډېره پېچلې ستراتیژي غوره کړې. دې ډلې په پوهنتونونو کې د سلفي پلوه اسلامي زده کړې بندې او د ټولنیزو او سیاسي سلفي ډلو ترمنځ یې توپیر وکړ.
د تبلیغي جماعت په څېر ډلې چې د طالبانو واکمنۍ ته وفاداره دي، زغمل شوي یا ان هڅول شوي؛ خو سیاسي ډلې لکه حزب التحریر ځپل شوې او ځیني وختونه له داعش سره په همکارۍ تورنې شوې دي.
په راپور کې د داعش او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو ريښې هم څېړل شوي او داعش باور لري، چې طالبان ریښتیني مسلمانان نه دي او د دوی حکومت پر اصیل اسلامي شریعت نه دی ولاړ.
د ناورین نړۍواله ډله وايي، داعش طالبان یو پښتون ملتپال غورځنګ ګڼي، چې د مذهبي اقلیتونو او ان د هغو هېوادونو لکه چين ملاتړ کوي، چې د داعش په وینا د اسلام دوښمنان دي.
د راپور له مخې، داعش پر طالبانو تور لګوي چې له کلونو راهيسي یې ځوانان د بهرنیو ځواکونو پر وړاندې «جهاد» ته هڅول؛ خو اوس له بهرنیو ډیپلوماتانو سره لاسونه ورکوي او اجازه نه ورکوي، چې جهادي ډلې له افغانستان څخه د نړۍوالو عملیاتو د مرکز په توګه کار واخلي.
د داعش له خوا دا ډول تبلیغات د طالب قوماندانانو ترمنځ د درز رامنځته کولو او یو شمېر قوماندانانو خپلې لیکې ته د راجذبولو لپاره ډیزاین شوي.
دا ډله هڅه کوي، چې د هغو قومي اقلیتونو له منځه کسان جذب کړي چې د طالبانو له خوا له پامه غورځول شوي او یا ځانونه محروم احساسوي.
راپور ټینګار کوي، چې د داعش خراسان ګواښ له تېرو وختونو څخه بدل شوی دی.
دا ډله نور د ۲۰۰۰ لسیزې د القاعدې په څېر د لوېدیځ پروړاندې د جګړې یا د تېرو لسیزو د داعش د لویو بریدونو د تکرار هڅه نه کوي.
دوی د دې پر ځای د داعش خراسان (له کښته څخه پورته) د استخدام ستراتيزې خپله کړې او هڅه کوي، چې کوچني خو ډېر بریدونه تر سره کړي، ترڅو د څارنې څخه د تېښتې چانس ولري.
که څه هم لوېدیځو استخباراتي ادارو د دې ډلې له خوا لسګونه دسیسې کشف کړې دي، بیا هم خطر شتون لري چې داعش-خراسان به د امنیتي څارنې څخه د تېښتې لپاره لار ومومي،
د اسراییل پوځ وايي، د یمن له لوري یو توغندی د اسراییل پر لور توغول شوی و، خو د دوی دفاعي سیسټم هدف ته تر رسېدو وړاندې دغه توغندی ویشتلی او له منځه وړی دی. دا پېښه تر هغه وروسته شوې، چې د سوېلي اسراییل په یو شمېر ښارونو کې د خطر زنګونه وهل شوي دي.
حوثي ډلې چې د یمن له لوري جګړه کوي، له هغه وخت راهیسې پر اسراییل بریدونه کوي چې اسراییل په ۲۰۲۳ کال کې پر غزې جګړه پیل کړه.
حوثیان وايي، دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي.
دوی تراوسه په څه باندې ۱۰۰ بېړیو بریدونه کړي او تېره اوونۍ یې دوه باروړونکې بېړۍ هم ډوبې کړې دي.
د حوثیانو هدف دا دی، چې پر اسراییل فشار راوړي تر څو په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.
اسراییل بیا وایي، دوی هر ډول برید ته چمتو دي او د سیمې امنیت ته جدي پاملرنه کوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سېد عباس عراقچي د سوریې پر ضد د اسراییل د وروستیو بریدونو په غبرګون ویلي، چې دا ډول «یرغلونه» له وړاندې اټکل کېدونکي وو او که مخه یې ونهنیول شي، ښايي نور هېوادونه هم په نښه شي.
عراقچي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «افسوس، دا هر څه له وړاندې معلوم وو. اوس پوښتنه دا نه ده چې ولې، بلکې پوښتنه دا ده چې بله کومه پلازمېنه به قرباني شي؟ د اسراییل دا وحشي رژیم هېڅ ډول سرحد یا قانون نه پېژني او یوازې د زور ژبه پرې اغېز لري.»
نوموړي زیاته کړې، چې نړۍواله ټولنه په ځانګړي ډول د سیمې هېوادونه باید یو موټی شي او د دغه بېحده یرغلیزو بریدونو پروړاندې ګډ دریځ ونیسي.
ایران تل د سوریې له حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کړې او عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران به د سوریایي ولس ترڅنګ ولاړ پاتې شي.
د یادونې وړ ده، چې په وروستیو میاشتو کې اسراییلي ځواکونو پر سوریې، لبنان او غزې ګڼ بریدونه کړي، چې پراخې سیمهییزې اندېښنې یې راپورته کړې دي.
د تهران چارواکي وایي، دا بریدونه نه یوازې د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د سیمې د بېثباتۍ اصلي عامل هم ګڼل کېږي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، که د اسراییل هدف د سوريې ټوټه کول وي، نو تېروتنه کوي. نوموړي په خپل اېکس کې ویلي، چې د سوریې ټوټه کېدل د سیمې د بېثباتۍ لامل ګرځي او خپله اسراییل ته هم ګواښ پېښوي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۵مه) همداراز پر دمشق د اسراییل بریدونو ته په اشارې ویلي، چې د سوريې ټوټه کېدل د اسراییل لپاره یوه «جدي تېروتنه» ده.
نوموړي لیکلي:«ټوټه شوې سوریه به په سیمه کې بې ثباتي او ان شخړې زياتې کړي او بالاخره به خپله اسراییل ته هم لوی ګواښ پېښ کړي.»
د راپورونو له مخې، اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې پلازمېنه دمشق باندې سخت هوايي بریدونه وکړل.
د دفاع وزارت یوه برخه ویجاړه شوې او د ولسمشرۍ ماڼۍ ترڅنګ هم لګېدلي دي.
اسراییل ویلي، دا بریدونه یې د هغو حکومتي ځواکونو پر ضد کړي چې د سوریې په سوېل کې د دروزو اقلیت پر ضد عملیات کوي.
دا بریدونه د سوریې لپاره خطرناک بدلون ښيي او نړۍواله ټولنه له ټولو اړخونو غواړي چې وضعیت نور خراب نه کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستو ادارې تازه خبرداری ورکړی، چې غزه کې د ماشومانو روغتیايي وضعیت له حده ډېر خراب شوی. د دغه ادارې د راپور له مخې، له هر لسو ماشومانو چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي، یو یې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دی.
دا وضعیت د سیمې د اوسېدونکو لپاره د یوې ژورې انساني فاجعې نښه ده.
یاده اداره وايي، چې پر روغتیايي مرکزونو، مرستندویه دفترونو او عامه زېربناوو د اسراییل پرلهپسې بریدونو نه یوازې د مرستو رسونه له خنډ سره مخ کړې، بلکې د خلکو ژوند یې هم له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د بشري مرستو د مخنیوي له امله خوراکي مواد، درمل او نور اساسي توکي خلکو ته نه رسېږي، چې له امله یې ماشومان او کمزوري کسان تر ټولو ډېر زیان ویني.
دا اداره له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې ژر تر ژره او بې له خنډه د بشري مرستو لاره خلاصه کړي، څو دا روانه انساني فاجعه مهار شي او د غزې مظلوم ولس ته اړینې مرستې ورسېږي.