د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی په درې اړخیزه غونډه کې د ګډون په موخه کابل ته ورسېد. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په ارګ ماڼۍ کې د نوموړي هرکلی وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه یې خبرې وکړې.