• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو سرحدي پولیسو یو ایرانی د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیولی

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۴۶ GMT+۱

د کابل نړیوال هوایي ډګر سرحدي پولیسو په لومړي قراول کې یو ایرانی وګړی د هیروینو د قاچاق په تور نیولی دی. د طالبانو د سرحدي پولیسو ویاند وایي، دغه کس غوښتل چې څه باندې ۴ کیلو ګرامه هیرویین استانبول ته قاچاق کړي.

د نیول شوي کس د نوم په اړه څه نه دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳

محمود خان اڅکزی: د افغانستان او پاکستان مسایل په ګواښونو نه‌حل کېږي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو په کابل کې لسګونه ځوانې ښځې تر نیولو وروسته زنداني کړې

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو تېره ورځ د کابل په شهر نو سیمه کې لسګونه ځوانې ښځې نیولې او د امربالمعروف وزارت اړوند توقیف ځایونو ته یې لېږدولې دي. یو شمېر ښځې د کورنیو له خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو وروسته، تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.

د یوې نیول شوې ښځې د کورنۍ غړې افغانستان انټرنشل ته ویلي، چې طالبانو د چارشنبې په ورځ «د چنګاښ پر ۲۵مه» د کابل په شهرنو سیمه کې شاوخوا ۱۰۰ ښځې پر سړکونو، بازارونو، پلورنځیو، روغتونونو او کوڅو کې نیولې دي او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې اړوند توقیف ځایونو ته لېږدول شوې دي.

د یوې نیول شوې ښځې د کورنۍ غړې ویلي، چې ډېری نیول شویو ښځو د طالبانو «اسلامي حجاب» پوره رعایت کړی و.

په یوه ویډیو کې، چې افغانستان انټرنشنل تر لاسه کړې، ښکاري چې څو وېرېدلې ښځې د طالبانو له خوا محاصره شوې دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې دغه ښځې یې په کومو تورونو نیولې دي، خو یو شمېر نیول شوې ښځې د کورنیو له خوا د لیکلي ضمانت له وړاندې کولو وروسته، تر یوې شپې بند وروسته خوشې شوې دي.

افغانستان انټرنشنل ته سرچینو ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبان د مهال وېش له مخې، په هرو څو ورځو کې رسټورانټونو ته ورځي او د ښځو او نارینه وو د ډوډۍ خوړلو له ځایونو څارنه کوي.

طالبان په برازیل کې کاپ۳۰ نړیوال کنفرانس ته تیاری نیسي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې ريیس د نړیوالو ادارو له استازو سره ناسته کې وویل، چې په برازیل کې د اقلیم بدلون یا کاپ۳۰مه نړیواله غونډه کې د افغانستان فعال ګډون انسجام او تخنیکي همغږیو ته اړتیا لري څو له اقلیمي بدلونونو د زیانمن افغانستان واقعي څېره نړیوالو ته وښودل شي.

د اقلیم بدلون یا کاپ۳۰ نړیوال کنفرانس لپاره د افغانستان د ګډون د نقشې لارې د همغږۍ دویمه غونډه د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د طالب چارواکو، د ملي او نړیوالو سازمانونو د استازو او متحصصینو په ګډون جوړه شوه.

په دې غونډه کې د نړیوالو سازمانونو استازو هم وویل، چې د اقلیم بدلون په ترڅ کې د ناورین راکابو کول یو ګډ نړیوال مسوولیت دی او افغانستان باید په یوې قوي محتوا سره د اقلیمي بدلونونو په جوړېدونکو نړیوالو غونډو کې ګډون وکړي.

په دې غونډه کې د یوناما استازي په کاپ۳۰مه غونډه کې د افغانستان د ګډون ملاتړ وکړ او همداراز یې ژمنه وکړه چې د اقلیمي تغییراتو په راتلونکې نړیواله غونډه کې به د دوو افغان ځوانانو له ګډون نه هم ملاتړ وکړي.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له اړخه یو له زیانمنو هېوادونو دی او د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اقلیمي بدلونونو اړوند ټولې نړیوالې پروژې په ټپه درېدلې دي.

د ماشومانو ژغورنې صندوق: له ایران نه اېستل شوي افغان ماشومان وږي او بې‌سرپناه دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۴ GMT+۱

د ماشومانو د ژغورنې صندوق وايي، چې د افغان کډوالو له اېستلو وروسته، سلګونه زره کورنۍ له یوه کړکېچن حالت سره افغانستان ته ستنې شوې دي. دغه سازمان وایي چې زرګونه افغان ماشومان پر پوله وږي دي او سرپناه نه لري.

د دغه صندوق د ملاتړ چارو مشره سمیرا سید رحمان وايي، یوازې د جون په میاشت کې له ۸۰ زرو ډېر افغان ماشومان له پولې تېر شوي دي.

یاد سازمان وایي، نړیواله ټولنه د دغه حالت پر وړاندې بې‌پروا نه شي پاتې کېدای.

د ماشومانو د ژغورنې صندوق زیاتوي، چې باید افغان ماشومان خوندي وساتل شي، هغوی ته خواړه ورکړل شي او د خوندیتوب احساس ورکړل شي.

د روسیې د امنیت شورا مشر: لویدیځ د افغانستان او نورو هېوادونو شتمنۍ لوټلې دي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۱

د روسیې د امنیت شورا مشر ویلي، چې د ناټو هېوادونو لپاره د نورو ملتونو د شتمنیو «غلا او استثمار » عامه کړنلاره ده او مسکو د دوی دا کړنه د افغانستان، لیبیا او سوریې په قضیو کې هم لېدلې. نوموړي ادعا کړې چې اروپايي اتحاديې د روسیې له ګنګل شتمنیو ۷ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی.

شویګو د سې شنبې په ورځ ویلي، چې د ناټو هېوادونه د خپلو لګښتونو پوره کولو لپاره مالیات زیاتوي او « د نورو ملتونو شتمنۍ غلا کوي».

ظاهرا د هغه هدف د روسي شرکتونو کنګل شوې پیسې دي.

د روسیې د امنیت شورا مشر له کومرسانت ورځپاڼې سره په مرکه کې ادعا کړې چې:«د ناټو هېوادونو لپاره د نورو ملتونو د شتمنیو غلا او استثمار یوه عامه او منظمه کړنلاره ده، دا کړنه موږ د افغانستان، لیبیا او سوریې په قضیو کې هم لېدلې ده.»

پر همدغه مهال نوموړي ادعا کړې، چې اروپايي اتحاديې د روسیې له ګنګل شویو شتمنیو څخه شاوخوا ۷ میلیارده یورو عاید ترلاسه کړی او اوس هڅه کوي، چې دغه پیسې هم په خطرناکو پانګونو کې ولګوي.

دغه روسي چارواکي ویلي، چې اروپايي هېوادونه غواړي، چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ټولنیزو بودجو د کمښت، پورونو اخیستو، د خلکو او شرکتونو د مالیاتو د زیاتوالي له لارې خپل دفاعي لګښتونه له ۱،۵ تریلیون ډالرو څخه تر ۴ تریلیون ډالرو لوړ کړي.

د ټرمپ اداره د افغان او پاکستاني ماشومانو لپاره د ۸۰۰ زره ډالرو خوراکي توکي سوځوي

۲۶ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۷ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۹ GMT+۱

په دوبۍ کې د افغان او پاکستاني ماشومانو لپاره زېرمه شوي څو ټنه امریکايي بسکیټ، چې شاوخوا ۸۰۰ زره ډالره ارزښت لري، د امریکا د پراختیايي ادارې د چارو ځنډېدو او د توکو د تاریخ تېرېدو له امله سوځول کیږي. دغه خوراکي توکي د نږدې ۲۷زره افغان او پاکستاني ماشومانو لپاره چمتو شوي وو.

یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي د چارشنبې په ورځ ویلي، چې نږدې ۵۰۰ټنه لوړ کالوري لرونکي بسکیټ، چې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د بیړنۍ تغذیې په توګه کارېدل، روانه میاشت یې تاریخ تېر شوی دی.

مایکل ریګس چې د بهرنیو چارو وزارت د اداري چارو مرستیال دی، د امریکا د استازو جرګې غړو ته وویل چې د دغو خوړو له منځه تلل دیوسایډ د بندېدو مستقیمه پایله ده. هغه زیاته کړه: «زما په اند دا دیوسایډ د بندېدو نتیجه ده. زه ډېر خپه یم چې دا خواړه ضایع شول.»

د یوسایډ دوه داخلي اسناد او څلورو معتبرو سرچینو روېټرز ته ویلي چې مرستندویو چارواکو په جون میاشت کې ۶۲۲ټنه بسکیټ وژغورل او هغه یې سوریې، بنګله‌دېش او میانمار ته واستول، خو ۴۹۶ټنه نور، چې له تاریخ تېریدو مخکې یې ارزښت ۷۹۳زره ډالر و، اوس سوځول شي.

د مې د پنځمې نېټې یو یادښت ښيي چې د دغو بسکټو له منځه وړل به د امریکا حکومت ته ۱۰۰زره ډالر اضافه لګښت ولري.

د دموکرات ګوند سناتور ټیم کین وویل چې د امریکا استازو دا موضوع د مارچ په میاشت کې د بهرنیو چارو له وزیر مارکو روبیو سره شریکه کړې وه. روبیو د می په میاشت کې ژمنه کړې وه چې هېڅ خواړه به ضایع نه شي.

مایکل ریګس وویل، امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو ستر مرستندوی هېواد دی.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، دا مهال نږدې ۳۱۹میلیونه خلک خوړو ته محدود لاسرسی لري، چې له دې ډلې ۱،۹ میلیونه انسانان په ځانګړې توګه په غزه او سوډان کې د قحطۍ له سخت حالت سره مخ دي.

تېر کال امریکا د بهرنیو مرستو لپاره ۶۱ میلیارده ډالر ځانګړي کړي وو، چې نیمایي یې د یوسایډ له لارې وېشل شوې.