ټرمپ: امریکا له هند سره سوداګریزې هوکړې ته نږدې شوې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هېواد یې له هند سره د سوداګرۍ هوکړې ته ډېر نږدې شوی او ښایي له اروپايي ټولنې سره هم یوې هوکړې ته ورسېږي. د ټرمپ په وینا؛ دا لا ډېر وختي دی، چې له کاناډا سره د هوکړې په تړاو څه ووایي.