د ټرمپ پر لاسونو تڼاکې؛ سپینه ماڼۍ وایي، هغه د رګونو له یوې ناروغۍ سره مخ دی

سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې ډونالډ ټرمپ د رګونو له یوې ناروغۍ سره مخ دی او له همدې امله یې په لاسونو تڼاکې هم رابرسېره شوې دي. د یادې ماڼۍ ویاندې کارولاین لېوبټ ویلي، چې ټرمپ په دې وروستیو کې د خپلو پښو پړسوب له امله د وینې جریان معاینه هم کړې ده.
