• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رېچارډ بېنېټ: له متحده عرب اماراتو د افغانانو بېرته لېږدولو پلان دې لغوه شي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۳۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ لهمتحده عرب اماراتو څخه د ګواښسره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې او یې ټینګار کړی چې دغه پلان دې سمدستي وځنډول شي.

نوموړی وایي چې افغانستان لا هم خوندي نه دی او دغه هېواد ته،د کډوالو لپاره بېرته ستنېدل جدي ګواښونه لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنېټ، پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: « د متحده عرب اماراتو څخه د ګواښ سره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه راپورونه خورا اندېښمنونکي دي، او زه د دې هېواد حکومت ته یادونه کوم چې د دې پلانونو تطبیق دې سمدستي وځنډوي.»

بېنېټ،په خپلو خبرو کې ټینګار کړی، چې افغانستان لا هم خوندي نه دی او د هغو افغانانو چې مجبوره دي بیرته ستانه شي، ژوند ته جدي ګواښونه متوجه دي.

هغه زیاته کړې: «افغانستان خوندي نه دی، او هغه کسان چې مجبور دي بیرته واستول شي، د جدي تعقیب او تاوتریخوالي سره مخامخ کیدای شي.»

د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې په ترڅ کې، کله چې متحده ایالاتو د افغانستان څخه خپل عسکر او ډېپلوماټان بیرته وایستل، ګڼ شمېر افغانانو چې د امریکایي ځواکونو یا بهرنیو ادارو سره یې دندې ترسرهکړې وې، د ژوند د خوندي کولو لپاره یو شمېر هیوادونو ته ولېږدول شول. دغه افغانان چې د «ګواښونو»او «ځانګړو دندو»له امله په افغانستان کې د خطر سره مخ و، په لومړیو کې متحده عرب اماراتو ته وویستل شول ترڅو امریکا ته د لېږدلپاره چمتو شي.

خو د ولسمشر ټرمپ د دویم ځل واکمنۍ په دوره کې، د کډوالو په اړه سختوقوانینو او پروسیجرونو له امله، دغه افغانان چې مخکې یې د امریکا د انتقال لپاره پلانونه درلودل، بې سرنویشته پاتې شول.

د ټرمپ ادارې د کډوالو د پروسې د پیچلتیاوو او محدودیتونو له امله، امریکا ته د دې افغانانو لیږد ځنډېدلی، او ګڼ شمېر یې په متحده عرب اماراتو کې د بې برخلیکۍژوند تیروي.

د دې حالت په پایله کې، اوس داسې راپورونه خپاره شوې چې د امریکا حکومت پرېکړه کړې چې دغه افغانان بېرته افغانستان واستول شي.

ترویج لرونکی

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي
۱

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۲

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۳

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۴

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۵
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو د «سمدستي بندېدو» غوښتنه کړې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۷ GMT+۱

له هغه وروسته چې المان په جرمونو تورن ۸۱ افغانان افغانستان ته ولېږل، ملګرو ملتونو ټينګار کړی، چې «هیڅوک باید افغانستان ته ونه لېږدول شي.» ملګرو ملتونو د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د سمدستي بندېدو غوښتنه کړې.

په جینوا کې د ملګرو ملتونو دفتر د جمعه په ورځ (د چنګاښ ۲۷مه) ویلي، چې یو شمېر افغان کډوال افغانستان ته په ستنېدو له نیونې، شکنجې او ځورونې سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر «وولکر ترک» خبريالانو ته ویلي: «د ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د جبري ایستلو د پروسې سمدستي بندول غواړو، په ځانګړې توګه هغه کسان چې د ستنېدو سره هم مهاله د ځورونې، خپل سرې نيونې یا شکنجې له ګواښ سره مخ دي.»

سږ کال د هغو افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې افغانستان ته په زور لېږدول شوي.

نړیوال بشري سازمانونو وايي، چې دا چاره څو اړخیز کړکیچ رامینځته کوي، چې د نړیوالې ټولنې بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

جان اېډورډز: د معلوماتو افشا د دفاع وزارت بې‌ احتیاطي وه، خو قضیه پای ته رسېدلې

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۱

د بریټانیا د معلوماتو د خوندیتوب خپلواک کمېشنر جان اېډورډز د افغانستان لپاره د بریټانیا د ژغورنې پروګرام اړوند معلوماتو د افشا کېدو پېښه جدي بللې خو وايي، نور په دې اړه قانوني اقدام نه کوي.

اېډورډز ویلي، چې د معلوماتو دا افشا د دفاع وزارت له خوا د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې او یاد وزارت د پېښې له اعلان وروسته د ورته پېښې د نه تکرار په موخه جدي ګامونه پورته کړي.

نوموړی زیاتوي:«موږ ډاډ ترلاسه کړی، چې د معلوماتو افشا کېدو لاملونه څرګند شوي، اصلاح شوي او وزارت ترې مهم درس زده کړی دی. اغېزمنو کسانو ته د پېښې زیان راکمولو لپاره هر ممکن اقدام ترسره شوی.»

خو نوموړي ویلي، چې د معلوماتو د افشا پېښه د ډېرو کسانو لپاره د اندېښنې لامل شوې او حکومت باید د خلکو د شخصي معلوماتو د خوندیتوب په برخه کې جدي مسولیت ولري.«موږ له دفاع وزارت سره له ۲۰۲۳ کال راهیسې کار کړی دی، سره له دې چې دا قضیه له پټو اسنادو سره تړاو لري او د محکمو له خوا بندیز پرې لګېدلی و.»

د اېډورډز په خبره د بریټانیادفاع وزارت له یادې پېښې وروسته اړین اصلاحات رامنځته کړې او د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره نوې تدابیر نیول شوي دي.

نوموړي ویلي، چې دا قضیه نوره پای ته رسېدلې، خو که په دې اړه نوي معلومات ترلاسه کړي، چمتو دې چې له نورو څارونکو ادارو سره همکاري وکړي.«دا پېښه پای ته رسېدلې، موږ باید باوري شو، چې ادارې داسې تېروتنې تکرار نه کړي. دا مهمه ده چې د خلکو ژوند ته زیان ونه رسیږي.»

پر همدغه مهال د بریټانیا د معلوماتو د خوندیتوب کمېشنر مرستیالي ویلي، چې د دفاع وزارت د ستونزې د اصلاح او ګواښونو په راکمولو کې پوره هڅه کړې ده.

نوموړې زیاتوي:«موږ درک کوو، چې دا پېښه ډېره جدي وه او ډېرو کسانو ته یې اندېښنه پېدا کړه. سره له دې چې موږ تر دې دمه په عامه توګه نظر نه شوای ورکولی، خو زموږ په کارپوهې ډلې د پردې تر شا د دفاع وزارت د داخلي څېړنو ملاتړ کړی او څارنه یې کړې.»

د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د افغانستان لپاره د بریټانیا د ژغورنې پروګرام ته د غوښتنلیک ورکوونکو معلومات د بریټانیا له حکومتي سیستمونو بهر ته ایمیل شوې و او د دغو اسنادو یوه برخه د ۲۰۲۳ کال د اګسټ په ۱۴مه د لنډ مهال لپاره انلاین خپاره شول.

فریدریښ مېرڅ: د طالبانو رژیم ته ډیپلوماتیکه پېژندنه نه ‌ورکوو

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۵۱ GMT+۱

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې حکومت یې د طالبانو د رسمیت پېژندنې هېڅ نیت نه لري. فریدریښ مېرڅ په برلین کې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، "د طالبانو د رژیم ډیپلوماتیک پیژندنه په اجنډا کې نه ده او داسې یو څه نشي کېدای."

د جرمني د لومړي وزیر دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې دغه هېواد همدا نن ۸۱ افغانان چې د دوی په باور مجرمین دي افغانستان ته استولي دي.

واک ته مېرڅ له رسېدو وروسته دا د افغانانو لومړنۍ اېستنه ده چې ترسره کېږي.

فریدرېښ مېرڅ په دې تړاو وویل، له طالبانو سره یوازې تخنیکي اړیکې د قطر له لارې نیول شوي، څو له دغه هېواده د افغان پناه غوښتونکو اېستنې لپاره زمینه برابره شي او په وینا یې دغه اړیکې به د اوس لپاره دوام ومومي.

عمر داودزی: پخوانیو طالبانو دروغ نه ویل مګر اوسني طالبان دروغجن او فریبکاره دي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د پاکستان لپاره د وروستي جمهوري دولت د ولسمشر پخوانی ځانګړی استازی محمد عمر داودزی وايي، چې د طالبانو د لومړۍ دورې چارواکو دروغ نه ویل؛ مګر اوسني طالبان دروغجن او فریبکاره دي.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په ځانګړي اېکس سپیس کې وویل، چې طالبان که څه هم د دروغو شعارونه ورکوي چې امریکا یې ماته کړې ده؛ خو یوه ورځ به ولیدل شي چې خپل وسایل او وسلې ټولوي او بیا پاکستان ته ځي.

داودزي د روسیې له خوا د طالبانو د رسمیت پېژندنې مساله د جیوپولیټیکي تغیراتو نتیجه وبلله زیاته یې کړه چې دا د طالبانو لاسته راوړنه نه ده.

د داودزي په خبره چې په افغانستان کې د داعش او نورو وسله والو موجودیت د سیمې هېوادونو ته ګواښ پېښ کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو په نېږدې څلور کلنه واکمنۍ کې روسیه لومړی هېواد دی چې د یادې ډلې حکومت په رسمیت پېژني.

طالبان: کابل کې مو د “غیراسلامي فلمونو” د دوبلي په تور یو شمېر کسان نیولي

۲۷ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۸ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۱۴ GMT+۱

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند ویلي، چې په کابل کې یې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولین او کارکوونکي د «اسلامي ارزښتونو» سره په ټکر کې فلمونو د دوبلي په تور نیولي دي. نوموړي ویلي، چې دا فلمونه له دوبله کېدو وروسته له افغانستان څخه بهر چینلونو ته لېږدول کېدل.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر د دې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزیون ته ویلي، چې په کابل ښار کې یې د یو شمېر پروډکشنونو مسوولین نیولي او د هغوی کارځایونه یې بند کړې دي.

نوموړي ویلي:«هغه ادرسونه چې د پروډکشنونو یا دې ته ورته نورو نومونو باندې یې فعالیت ترسره کاوه، په هغه ځایونو کې د افغاني کلتور او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې فلمونه دوبله کېدل بیا له هېواده بهر تبلیغاتي ادرسونو ته استول کېدل، مسوولین او کارکوونکي یې نیول شوي دي.»

طالبانو د نیولو شویو کسانو د هویت او شمېر په اړه څه نه دې ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د چهار شنبې په ورځ باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبانو د کابل په شهرنو سیمه کې لسګونه ځوانې نجونې تر نیولو وروسته زنداني کړې.