• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: کوربه هېوادونه دې افغان کډوالو ته د شتمنیو د راټولولو یا خرڅلاو فرصت ورکړي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۲۴ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې امیرخان متقي د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فلېپ ګرانډي سره په لېدنه کې د ایران او پاکستان له خوا د جبري راستنېدو افغانانو د ستونزو او له هغوی سره د مرستو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات د شنبې په ورځ د امیرخان متقي له قوله لیکلي چي:«د جبري را اېستل کېدونکو کډوالو ته په کوربه هېوادونو کې د خپلو حسابونو د تصفیې او د خپلو املاکو د خرڅلاو یا انتقال لپاره باید فرصت ورکړل شي او دې ګرمه هوا کې زیاتو سهولتونو ته اړتیا لري.»

طالبانو د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ له مشر څخه غوښتنه کړې، چې د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو په برخه کې دې هر اړخیزه مرستې وشي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د هرات والي ایران ته په سفر لاړ

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۲۵ GMT+۱

د طالبانو د هرات ولایت دفتر وايي، چې ددې ډلې والي اسلام جار د ملاهبت الله د لارښوونې پر اساس د کډوالو ستونزو ته رسېدنې او اقتصادي همکاریو په موخه ایران ته لاړ. د طالبانو والي به د ایران د خراسان رضوي له والي سره د لیدنې او د دوه اړخیزې ګډې اقتصادي کمېټې په غونډه کې ګډون وکړي.

د طالبانو د هرات والي دفتر د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د سفر پر مهال د طالبانو هرات والي او ورسره پلاوی د خراسان رضوي ولایت له مسوولینو سره د لیدنې پرمهال به د کډوالو تدریجي او باعزته بېرته ستنول، موجودو ستونزو ته رسېدنې، د کډوالو کمپونو لیدنه او د اقتصادي، تجارتي، ترانزیټي همکاریو پراختیا او د ترانسپورتي فعالیتونو منظمولو په اړه خبرې وکړي.

په همدې حال کې د ایران دولتي رسنیو هم راپور ورکړ، چې نور احمد اسلام جار به مشهد ته د خپل درې ورځني سفر په جریان کې د همکارۍ څو سندونه لاسلیک کړي او د تولیدي مرکزونو څخه به لیدنه وکړي.

د ایران تسنیم خبري اژانس راپور ورکړ، چې په هرات کې د طالبانو والي به په فریمان کې د سفید سنګ کمپ څخه لیدنه وکړي.

«سفید سنګ کمپ» د ایران او افغانستان پولې ته نږدې د افغان کډوالو یو له کمپونو څخه دی، چې په خراسان رضوي ولایت کې دی.

دا کمپ د دوغارون-اسلام کلا سرحدي لارې ته نږدې موقعیت لري او د افغان کډوالو د زیاتوالي په وخت کې د لنډمهاله استوګنې لپاره په ځانګړې توګه په بحراني حالاتو کې کارول کېږي.

بېنېټ: له جرمني څخه د افغان مجرمینو کډوالو بېرته ستنولو دوی لا له ډېر ګواښ سره مخ کوي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د جرمني له خوا د ۸۱ افغانانو شړلو ته سخت غبرګون ښودلی او وایي، دا بهیر دې ژر تر ژره ودرول شي.

نوموړي د شنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د طالبانو او قطر په همکارۍ د افغانانو د اخراج له امله اندېښمن دی او ښايي نور ورته جبري ستنول هم ترسره شي.

نوموړي ویلي:« ان که دغه کسان مجرمین هم وي، نوړیوال قانون باید رعایت شي، چې په پکې د “نا جبري بېرته استولو” اصل هم شامل دی.

بېنېټ خبرداری ورکړی، چې ستنول کېدونکي کسان به په افغانستان کې له جدي ګواښونو سره مخ شي.

نوموړي په داسې حال کې د جرمني له خوا د افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلي چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه ومنله، چې د جرمني له فډرالي حکومت سره یې د افغانانو د اېستل کېدو په تړاو مفصلې خبرې کړې دي او په دې لړ کې نن ۸۱ هغه افغانان چې په یاد هېواد کې یې د کډوالۍ قضیې رد شوې وې، کابل ته ستنېږي.

طالبانو په پنجشېر کې د ۶۰۰ څخه زیاتو زمرد کانونو د استخراج جوازونه ورکړي دي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۵۱ GMT+۱

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د زمرد د ۱۷۰۰ څخه زیاتو پېژندل شویو کانونو څخه یې د ۶۰۰ کانونو جوازونه ورکړي دي. دې ریاست لیکلي چې تخنیکي ټیمونو تر اوسه پورې د پریان ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۵۰ څخه ډېر کانونه ثبت کړي دي.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست د شنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۸مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي چې په پریان ولسوالۍ کې د پنځو نویو کانونو د استخراج پروسه په رسمي ډول پیل شوې ده.

دې ادارې زیاته کړه، چې د کانونو د استخراج د پروسس پیل شاوخوا ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

په پنجشېر کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست مشر محمد قاسم امیري د کانونو د استخراج د جوازونو د ورکولو د پروسې د چټکتیا اعلان وکړ او ویې ویل چې تر اوسه پورې له ۶۰۰ څخه زیاتو شرکتونو ته د کانونو جوازونه ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه، چې د زمرد د کانونو د پیژندلو او چمتو کولو پروسه په ټول ولایت کې روانه ده.

د طالبانو ځايي چارواکي ویلي، چې اوس مهال په پنجشېر کې د شاوخوا ۱۸۰ زمرد کانونو استخراج په عملي توګه روان دی.

طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان د طبیعي سرچینو او کانونو د استخراج پروسه ګړندۍ کړې ده.

خپلواکو ادارو او کارپوهانو دا ډله په طبیعي سرچینو او د شتمنیو په ضایع کولو تورنه کړې ده او دا استخراج غیر مسلکي بولي.

ایران د افغان ماشومانو په کډون بهرني بې سرپرسته ماشومان خپلو هېوادونو ته نه لېږي

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د ایران د ټولنیز رفاه اداره وايي، هغه ماشومان چې په روزنتونونو کې ساتل کېږي یا د کورنیو له خوا په قانوني توګه فرزندي اخېستل شوي وي، په دغه هېواد کې د قانوني پاتې کېدو اجازه لري. په دې کې د افغان ماشومانو په ګډون ټول بهرني ماشومان شامل دي.

د ایرینا خبري اژانس د ټولنیز رفاه ادارې سرپرست الوند په حواله لیکلي، چې د خیریه موسسې یوازې هغو ماشومانو ته خدمات وړاندې کوي چې والدین یې د استوګنې جواز لري.

هغه همدراز وویل چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکو وګړو لپاره چې د استوګنې قانوني جواز نه لري کوم حکم نه کوي.

د ایرنا د خبري اژانس د شمېرو له مخې دا مهال په ټول ایران کې ۶۶۶ د ماشومانو د پاملرنې مرکزونه فعالیت لري، چې له دې جملې څخه ۶۱۹ غیر دولتي او ۴۷ دولتي مرکزونه دي.

دوی زیاتوي چې په ټولیز ډول، شاوخوا ۹ زره ۳۰۰ ماشومان چې عمرونه یې له ۱۸ کالونو کم دي په دې مرکزونو کې ساتل کېږي.

صالح د غني په حواله: «منزوي شوی نظام نه ثبات راولي، نه امن»

۲۸ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۱۹ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۴۴ GMT+۱

د مخکېني جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (شنبه، چنګاښ ۲۸مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو د مخکېني ولسمشر محمداشرف غني د وینا یوه برخه بیا خپره کړې ده.

امرالله صالح د محمد اشرف غني په حواله ویلي: «دا کسان چې نن پر نظام کبر او ناشکري کوي، له دې نه دي خبر چې په نه موجودیت کې به یې افغانستان داسې یوه زندان ته ورته وي چې چت به نه‌لري.»

نوموړي د سولې او پخلاینې په تړاو د غني دا خبرې راخیستي چې «هغوی د سولې بهیر مانا نه ده درک کړې. د نظام منزوي کول نه سوله راولي، نه ثبات؛ بلکې دا لاره یا کورنۍ جګړې ته لاره هواروي، یا بې‌ساري وېره او وحشت زېږوي او یا هم دواړه.»

امرالله صالح دا څرګندونې د دوحې هوکړې ته په اشارې کړي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ په ۲۰۲۰ کال کې لاسلیک شوې وه او د اشرف غني او امرالله صالح په مشرۍ جمهوري نظام ترې څنډې ته کړای شو و.