• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

متقي: ټرمپ د بګرام هوایي ډګر په اړه لویې ادعاوې کوي، خو معلومات یې لږ دي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د بګرام هوایي اډه کې د چین د حضور په اړه د ډونالډ ټرمپ څرګندونې «لویې خو بې‌اساسه ادعاوې» وبللې. یاد طالب چارواکي حیرانتیا وښوده چې ولې ټرمپ «د نړۍ د پرمختللو معلوماتي وسایلو سره سره داسې لویې خبرې کوي، خو ډېر لږ معلومات لري.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي دغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت د ډيپلوماسۍ انسټیټوټ له فارغانو سره په یوه وینا کې وکړې.
متقي وویل، چې طالبان له امریکا او د نړۍ له نورو هېوادونو سره د تعامل غوښتونکي دي، خو د هېڅ هېواد پوځي حضور په افغانستان کې نه مني.
د طالبانو رسمي سرچینو د امیرخان متقي د وینا دوه نسخې خپرې کړې دي، چې د دغه ډلې د بهرنیو چارو وزیر په لهجه کې څرګند توپیر لیدل کېږي.
د متقي د وینا په ویډیويي نسخه کې د بګرام اډې په اړه د ټرمپ څرګندونې «د ناقصو معلوماتو پر بنسټ» توصیف شوي دي او په بل عبارت کې بیا ویل شوي چې ټرمپ د چین د حضور او له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو په اړه کافي معلومات نه لري.
خو په الاماره وېب‌پاڼه کې چې د طالبانو له رسمي او تایید شویو خبري سرچینو څخه ده، د متقي په وینا کې د ټرمپ څرګندونې په توند لحن «بې‌اساسه» بلل شوې دي.
هلته لیکل شوي: «دا د حیرانتیا ځای دی چې نن د نړۍ د پرمختللو معلوماتي وسایلو سره سره داسې لویې خو بې‌اساسه ادعاوې مطرح کېږي. دا خبرې هېڅ بنسټ او اساس نه لري.»
ټرمپ په ځلونو ادعا کړې ده، چې چین د بګرام هوایي ډګر کنټرول په لاس کې لري.
هغه دا هم ویلي و، چې که دی لا هم په سپینه ماڼۍ کې وای، بګرام هوایي ډګر به چې د هغه په وینا د چین د اټومي تاسیساتو ته نږدې دی، هېڅکله نه پرېښود.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «ولسمشر ټرمپ باید دا حقیقت په غور واوري او نور هېوادونه هم باید پوه شي چې موږ د تعامل پلویان یو، خو یو سیاسي، ډیپلوماټیک او اقتصادي تعامل؛ نه داسې تعامل چې د پوځي حضور پر بنسټ وي.»
متقي وویل، چې طالبان د متوازنې بهرنۍ تګلارې او له ټولو هېوادونو سره د پراخو اړیکو غوښتونکي دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

سهیل شاهین په قطر کې له افغان سوداګرو سره د صادراتو او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفارت ویلي، چې محمد سهیل شاهین په دوحه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي او په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، افغاني صادراتو ته د بازار موندنې او پانګوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي: «په دې ناسته کې د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لارو چارو، د افغاني زراعتي محصولاتو لکه وچو او لمدو مېوو د صادراتو لپاره د بازار موندنې او سوداګرو ته د لازم ملاتړ د برابرولو پر موضوعاتو بحث وشو.»

د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې اترې شوې دي.

طالبانو ویلي، د افغاني محصولاتو د معرفي کولو لپاره د نندارتونونو پر جوړولو هم نظرونه تبادله شول.

طالب چارواکو دا نه‌ده څرګنده کړې، چې یادې پرېکړې به کله او څنګه عملي شي، خو وایي چې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې هېواد اقتصادي وضعیت له سختو ننګونو سره مخ شو. نړۍوال بندیزونه، د بانکي نظام ستونزې او د نړۍوالو پانګوالو بې‌باوري د خصوصي سکټور پراختیا له خنډ سره مخ کړې ده. طالبانو هڅه کړې چې له سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه له قطر سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، څو د صادراتو دروازې پرانیزي او کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. له همدې امله له افغان سوداګرو سره د طالبانو ناستې د اقتصادي همکارۍ د پراخولو یوه هڅه بلل کېږي.

د افغان اېواک مشر: د افغانانو د ژغورنې لپاره باید احساساتي څرګندونې نه، عملي اقدامات وشي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د افغان اېواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد د یوه بنسټ مشر شان ون ډایور د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغان کډوالو د ژغورنې په برخه کې همغږۍ ته په اشارې سره ویلي، دا شېبه یوازې احساساتي څرګندونو ته نه، بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، ، لا هم د امریکا زرګونه افغان متحدین په بې برخلیکه وضعیت کې له ګواښ سره مخ دي.

هغه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) په خپل اېکس کې همداراز زیاته کړې: «موږ ورسره موافق یو، دا د اقدام وخت دی. زرګونه کسان لا هم له ګواښ سره مخ دي، نه یوازې په اماراتو، بلکې په ټوله نړۍ کې.»

د افغان اېواک مشر د نړۍوالو پاملرنه د هغو افغانانو پر وضعیت راواړوله، چې د امریکا له ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او اوس د بېرته‌ستنېدنې له ګواښ سره مخ دي.

وان ډيور زیاته کړې: «سمدستي خوندي‌تابه او بیا مېشتېدل دې د اماراتو او قطر له کمپونو پیل شي. د اسلام‌اباد، استانبول، البانیا او نورو هغو هېوادونو افغان متحدین هم بېړني پروسس ته اړتیا لري.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د «Just the News» په یوه راپور کې ادعا وشوه، چې اماراتي چارواکي غواړي یو شمېر افغانان طالبانو ته وسپاري.

دا افغانان هغه کسان دي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته له افغانستان نه واېستل شول، خو تر اوسه یې د امریکا یا نورو خوندي هېوادونو ته انتقال نامعلوم پاتې دی.

ددغه افغانانو په تړاو د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د سوشیل میډیا یوه لنډ پوسټ کې لیکلي: «زه به هڅه وکړم چې ویې وژغورم، همدا اوس یې پیلوم.»
دغه موضوع یو ځل بیا د امریکا پر پالیسي او د تخلیې پروسې د درېدلي بهیر پر وړاندې پوښتنې راپورته کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم خبرداری ورکړی، چې یاد کسان باید هېڅکله هغو سیمو ته ستانه نه کړای شي، چېرې چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

د افغان اېواک په نوم د فعالانو شبکه وايي، چمتو ده له هر ډول قانوني لارې دغه کسان وژغوري.

وان ډيور ویلي: «موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. راځئ دا کار سرته ورسوو.»

له ۲۰۲۱ کال او د کابل له سقوط وروسته، زرګونه هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و، د تخلیې پروسې له لارې متحده عربي اماراتو، قطر، البانیا، پاکستان، ترکیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.

دا کسان په ابتدايي توګه د لنډمهاله استوګنې په نیت وتلي وو، څو وروسته امریکا یا نورو لوېدیځو هېوادونو ته ولېږدول شي، خو ډېری یې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

طالبانو پر غزې د اسراییل بریدونه او فلسطینیانو ته د مرستو مخنیوی وغندل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۱

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزه د اسراییل بریدونه او د خلکو کلابندي غندلې او له اسلامي هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورین پای ته رسولو په برخه کې لاس په کار شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ«د چنګاښ ۲۹مه» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په غزه کې پر ښځو او ماشومانو د اسراییل برېدونه، د ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او له مرستو څخه د لومې په ډول د اسراییل له خوا کار اخېستل په کلکو ټکو غندي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:«اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، مسلمانو هېوادونو او نورو موثرو جهتونو غږ کوي، چې هر څه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي.»

طالبانو تردې وړاندې هم څو ځله پر غزه د اسراییل د برېدونو غندنه کړې او د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې یې خلک هڅولي، چې د غزې خلکو ته مرستې ټولې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له سراج الدین حقاني سره پر ټي ټي پي غږېدلی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، سراج‌الدين حقاني د پاکستان د کورنيو چارو له وزير سره پر دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې محسن نقوي له سراج الدین حقاني سره پر ټـي ټي پـي او د ډیورنډ کرښې پر مدیریت غږېدلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ ناسته کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري، د وزارت ارشد معين محمد ابراهيم صدر، د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستيال سيدالله حماس او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.

په لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړيکو د پياوړتيا، د امنيتي همکاريو، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د مهاجرينو د وضعيت، او سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث کړی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير په خبرو کې ویلي، چې د اعتماد فضا رامنځته کول کولای شي شته ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړې چې « افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي اسلامي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات لري او بايد د همکارۍ پر بنسټ اړيکې پياوړې کړي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌الدين حقاني له قوله ویلي، چې نوموړي له افغان مهاجرينو او افغان بنديانو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او د هغوی لپاره یې د اړتیا وړ اسانتياوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

مفتي عبدالمتین قانع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې سيد محسن نقوي هم د امنيتي همکارۍ، د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې او د سوداګرو او عامو وګړو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټينګار کړ دی.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزریر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې پر ترهګرۍ ضد جګړه او په ځانګړې توګه تحریک طالبان، د ډیورنډ کرښې پر اغېزناک مدیریت، نشه يي توکو او پاکستان ته د تګ راتګ په اړه خبرې کړې دي.

دا سفر د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخولو او عملي همکاریو د زیاتېدو لپاره مهم بلل شوی دی.

دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان همدا اونۍ اعلان وکړ، چې پنځه تنه ځانمرګي بریدګر یې نیولي، چې له افغانستان نه دغه هېواد ته ورغلي وو. دغه راز پاکستانی اړخ طالبان تورنوي، چې ټي ټي پي ته یې پناه ور کړې او جنګیالي یې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو خلاف جګړو کې ونډه اخلي.

طالبانو په مکرر ډول دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

ځايي سرچینې: طالبان په اعدام محکوم شوي ښوونکي ته د مدافع وکیل حق نه ورکوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۰۱ GMT+۱
•
عبدالحق عمري

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا په اعدام محکوم شوي ښوونکي «عبدالعلیم خاموش» ته د ځان د دفاع لپاره د مدافع وکیل نیولو حق نه ورکول کیږي. ځايي سرچینې زیاتوي چې هغه اسلامي مقدساتو ته سپکاوی نه دی کړی، بلکې د عصري علومو ملاتړ یې کاوه.

په پکتیکا کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پکتیکا ابتدایي محمکې له خوا «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له هغه سره په زندان کې وګوري.

یوې ځايي سرچینې وویل:« د مدافع وکیل حق نه دی ورکړل شوی، کورنۍ ته یې د ملاقات وخت نه دی ورکړی او همدراز له کورنۍ څخه یې غوښتل شوي، چې رسنیو ته به شکایت نه کوي.»

د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ډېر ژر به د پکتیکا د جانیخېلو ولسوالۍ د قومي مشرانو یوه ډله ددې پرېکړې د بېرته اخېستلو لپاره د طالبانو له مشرانو سره د لیدلو لپاره کابل ته لاړه شي.

همدراز ویل کیږي، چې طالبانو د هغه د محاکمې بهیر نه یوازې د هغه د مدافع وکیل په نشتوالي کې ترسره کړی، بلکې د هغه کورنۍ هم د محکمې له جریان څخه ناخبره ده، چې څه ډول ترسره شوې ده.

یوه ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل:« تورن ښوونکی عبدالعلیم خاموش یو دینداره شخص و، د هغه په اړه هغه څه چې د طالبانو محکمې پرې تور لګولی دی، سم نه دی، که نه طالبان کولی شي چې په سیمه کې له خلکو پوښتنه وکړي.»

د خاموش کورنۍ ته ځینې نږدې کسان وايي، ځینې معلومات چې په ولسوالۍ کې خلکو ته رسېدلي دي، هغه دا دي، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو په زندان کې شکنجه شوی او د کامرې پر وړاندې په زور ورڅخه بیان ثبت شوی چې هغه د اسلامي مقدساتو سپکاوی کړی دی.

کیسه له کومه پیل شوه؟

ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.

سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.

ځايي سرچینو زیاته کړې وه، چې «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري».

له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.

وروسته سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا اورول شوې ده.

یوه ځايي قومي مشر نن د چنګاښ پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې په کور دننه او بهر له غبرګونونو وروسته طالبانو ددې وضعیت د کابو کولو لپاره پر هغه «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي » تور ولګاوه.

هغه وویل:« طالبان په دې تور لګولو غواړي چې د پکتیکا د قومي مشرانو او خلکو ترڅنګ د هغه د کورنۍ د راتلونکو غبرګونونو مخه ونیسي.»

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل اېکس‌ ولیکل، چې د «عبدالعلیم خاموش» په نوم د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.

د خیبر په وینا، د پکتیکا ابتداییه محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې «عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.

په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمو او خپلسرو سزاوو نیوکې کړې دي او له دې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي؛ خو لاهم وخت ناوخت هېوادوالو ته د دغې ډلې له‌خوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.