طالبانو پر غزې د اسراییل بریدونه او فلسطینیانو ته د مرستو مخنیوی وغندل

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزه د اسراییل بریدونه او د خلکو کلابندي غندلې او له اسلامي هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورین پای ته رسولو په برخه کې لاس په کار شي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزه د اسراییل بریدونه او د خلکو کلابندي غندلې او له اسلامي هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورین پای ته رسولو په برخه کې لاس په کار شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ«د چنګاښ ۲۹مه» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په غزه کې پر ښځو او ماشومانو د اسراییل برېدونه، د ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او له مرستو څخه د لومې په ډول د اسراییل له خوا کار اخېستل په کلکو ټکو غندي.
د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:«اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، مسلمانو هېوادونو او نورو موثرو جهتونو غږ کوي، چې هر څه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي.»
طالبانو تردې وړاندې هم څو ځله پر غزه د اسراییل د برېدونو غندنه کړې او د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې یې خلک هڅولي، چې د غزې خلکو ته مرستې ټولې کړي.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، سراجالدين حقاني د پاکستان د کورنيو چارو له وزير سره پر دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې محسن نقوي له سراج الدین حقاني سره پر ټـي ټي پـي او د ډیورنډ کرښې پر مدیریت غږېدلی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ ناسته کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري، د وزارت ارشد معين محمد ابراهيم صدر، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستيال سيدالله حماس او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.
په لیدنه کې دواړو لورو د دوهاړخیزو اړيکو د پياوړتيا، د امنيتي همکاريو، د نشهيي توکو پر ضد مبارزې، د مهاجرينو د وضعيت، او سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث کړی دی.
د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير په خبرو کې ویلي، چې د اعتماد فضا رامنځته کول کولای شي شته ستونزې حل کړي.
هغه زياته کړې چې « افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي اسلامي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات لري او بايد د همکارۍ پر بنسټ اړيکې پياوړې کړي».
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراجالدين حقاني له قوله ویلي، چې نوموړي له افغان مهاجرينو او افغان بنديانو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او د هغوی لپاره یې د اړتیا وړ اسانتياوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
مفتي عبدالمتین قانع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې سيد محسن نقوي هم د امنيتي همکارۍ، د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې او د سوداګرو او عامو وګړو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټينګار کړ دی.
خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزریر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې پر ترهګرۍ ضد جګړه او په ځانګړې توګه تحریک طالبان، د ډیورنډ کرښې پر اغېزناک مدیریت، نشه يي توکو او پاکستان ته د تګ راتګ په اړه خبرې کړې دي.
دا سفر د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخولو او عملي همکاریو د زیاتېدو لپاره مهم بلل شوی دی.
دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان همدا اونۍ اعلان وکړ، چې پنځه تنه ځانمرګي بریدګر یې نیولي، چې له افغانستان نه دغه هېواد ته ورغلي وو. دغه راز پاکستانی اړخ طالبان تورنوي، چې ټي ټي پي ته یې پناه ور کړې او جنګیالي یې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو خلاف جګړو کې ونډه اخلي.
طالبانو په مکرر ډول دا ډول ادعاوې رد کړې دي.

په پکتیکا کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو له خوا په اعدام محکوم شوي ښوونکي «عبدالعلیم خاموش» ته د ځان د دفاع لپاره د مدافع وکیل نیولو حق نه ورکول کیږي. ځايي سرچینې زیاتوي چې هغه اسلامي مقدساتو ته سپکاوی نه دی کړی، بلکې د عصري علومو ملاتړ یې کاوه.
په پکتیکا کې ځايي سرچینو نن یکشنبه، د چنګاښ ۲۹مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پکتیکا ابتدایي محمکې له خوا «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي په تور» د مرګ په سزا محکوم ښوونکي عبدالعلیم خاموش کورنۍ ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې له هغه سره په زندان کې وګوري.
یوې ځايي سرچینې وویل:« د مدافع وکیل حق نه دی ورکړل شوی، کورنۍ ته یې د ملاقات وخت نه دی ورکړی او همدراز له کورنۍ څخه یې غوښتل شوي، چې رسنیو ته به شکایت نه کوي.»
د رارسېدلو معلوماتو له مخې، ډېر ژر به د پکتیکا د جانیخېلو ولسوالۍ د قومي مشرانو یوه ډله ددې پرېکړې د بېرته اخېستلو لپاره د طالبانو له مشرانو سره د لیدلو لپاره کابل ته لاړه شي.
همدراز ویل کیږي، چې طالبانو د هغه د محاکمې بهیر نه یوازې د هغه د مدافع وکیل په نشتوالي کې ترسره کړی، بلکې د هغه کورنۍ هم د محکمې له جریان څخه ناخبره ده، چې څه ډول ترسره شوې ده.
یوه ځايي قومي مشر افغانستان انټرنشنل ته له نومښودنې پرته وویل:« تورن ښوونکی عبدالعلیم خاموش یو دینداره شخص و، د هغه په اړه هغه څه چې د طالبانو محکمې پرې تور لګولی دی، سم نه دی، که نه طالبان کولی شي چې په سیمه کې له خلکو پوښتنه وکړي.»
د خاموش کورنۍ ته ځینې نږدې کسان وايي، ځینې معلومات چې په ولسوالۍ کې خلکو ته رسېدلي دي، هغه دا دي، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو په زندان کې شکنجه شوی او د کامرې پر وړاندې په زور ورڅخه بیان ثبت شوی چې هغه د اسلامي مقدساتو سپکاوی کړی دی.
کیسه له کومه پیل شوه؟
ځايي سرچینو د چنګاښ پر ۹مه افغاستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د پکتیکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د عبدالعلیم خاموش په نوم د لیسې یو ښوونکی د عصري علومو د اهمیت د بیانولو له امله زنداني کړی دی.
سرچینو ویلي و، چې عبدالعلیم خاموش د طالبانو سیمه ییزې محکمې په دوه کاله بند محکوم کړی دی.
ځايي سرچینو زیاته کړې وه، چې «نوموړي د ایران او اسراییل د جګړې پرمهال په ټولګي کې خپلو شاکردانو ته ویلي و، چې د دیني زده کړو په پرتله عصري علوم زیات اهمیت لري».
له دې وروسته د طالبانو د ولسوالۍ د امربالمعروف محتسبانو نوموړی ونیوه او زندان ته یې واچاوه.
وروسته سرچینو تایید کړه، چې د طالبانو د لومړۍ محکمې له خوا هغه ته د دوه کاله بند سزا اورول شوې ده.
یوه ځايي قومي مشر نن د چنګاښ پر ۲۹مه افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې په کور دننه او بهر له غبرګونونو وروسته طالبانو ددې وضعیت د کابو کولو لپاره پر هغه «د اسلام پیغمبر او اسلامي مقدساتو ته د سپکاوي » تور ولګاوه.
هغه وویل:« طالبان په دې تور لګولو غواړي چې د پکتیکا د قومي مشرانو او خلکو ترڅنګ د هغه د کورنۍ د راتلونکو غبرګونونو مخه ونیسي.»
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) پر خپل اېکس ولیکل، چې د «عبدالعلیم خاموش» په نوم د یاد ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی، د دیني علماوو او د دغې ډلې د محتسبینو د شکایتونو پر بنسټ نیول شوی. هغه زیاته کړه، چې نوموړی د خپل جرم تر منلو وروسته محکمې ته معرفي شوی.
د خیبر په وینا، د پکتیکا ابتداییه محکمې تر څېړنو وروسته پرېکړه کړې چې «عبدالعلیم باید اسلام او پیغمبر ته د سپکاوي په تور اعدام شي.
په داسې حال کې چې د بشري حقونو ګڼو بنسټونو په ځلونو د طالبانو پر صحرايي محکمو او خپلسرو سزاوو نیوکې کړې دي او له دې ډلې یې غوښتي، چې دا کړنې پای ته ورسوي؛ خو لاهم وخت ناوخت هېوادوالو ته د دغې ډلې لهخوا د «اسلامي شریعت» د تطبیق په نوم سزا ورکول کېږي.

د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټولنیزه شبکه ولیکل، چې د هغو افغانانو د ژغورنې سملاسي چارې پیلوي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان نه وتلي او په متحده عربي اماراتو کې بند پاتې دي. ټرمپ وايي، « زه به هڅه وکړم چې ویې وژغورم، همدا اوس یې پیلوم».
د امریکا ولمسشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه پر خپله ټولنیزه پاڼه ټروت ولیکل په متحده عرب اماراتو کې د بند پاتې افغانانو د ژغورنې لپاره همدا اوس لاس په کار کیږي.
ټرمپ دا څرګندونې له هغې وروسته وکړې چې د "Just the News" په نوم یوې خبري سرچینې خبر ورکړی چې د اماراتو چارواکي غواړي یو شمېر افغان کډوال طالبانو ته وسپاري.
متحده عربي امارات، چې د امریکا نږدې امنیتي ملګری هېواد بلل کېږي، په ۲۰۲۱میلادي کال کې له کابل څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال زرګونه افغانان موقتي و منل.
د امریکا له حکومت سره د همکارۍ له امله دغو کسانو ته د طالبانو له وېرې پناه ورکړل شوې وه.
څو ورځې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ له متحده عربي اماراتو څخه له ګواښ سره مخ افغانانو د بېرته ستنولو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
د راپورونو له مخې، سلګونه افغان کورنۍ چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا او نورو هېوادونو کې د ځای پر ځای کولو په موخه په عربي متحده اماراتو کې ځای پر ځای شوې، له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست په سرپل ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی او په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون بڼه راډیو ته اوښتې ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹ مه وویل، چې په سرپل ولایت کې د طالبانو د امر بالمعروف ریاست له خوا د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی او ان پر ټولنیزو رسنیو هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو امر شوی دی.
یاد مرکز وايي، چې ځايي خبریالانو ته د همغږۍ ناستې پرمهال د دغه ولایت د امر بالمعروف ریاست استازي له خوا د ژونديو موجوداتو د انځورونو نه خپرولو د حکم د عملي کېدو امر شوی.
په سرپل ولایت کې د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرېدو له بندیز وړاندې په کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندوز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر او لغمان ولایتونو کې هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګول شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي، چې دمګړی په سرپل ولایت کې پر ملي ټلویزیون سر بېره صدای سرپل، بانو او انبیر په نوم درې خصوصي راډیوګانې فعالیت کوي او د یوازیني سیمه ییز ملي ټلویزیون خپرونې هم بندې شوې او اوس د راډیو په بڼه نشرات کوي.
دوی ویلي، چې د سرپل په ګډون په نورو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز د بیان له ازادۍ او د ازادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی.

د طالبانو د هرات والي وايي، چې د خواف-هرات رېلپټلۍ یوه حیاتي پروژه ده، خو افغان سوداګر لا هم له رېلي ترانسپورت سره نااشنا دي. هغه د ایران له خراسان رضوي ولایت نه وغوښتل چې افغانستان ته د روزنې او همکاریو زمینه برابره کړي.
د طالبانو د هرات والي مولوي احمد اسلامجار د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه، د ایران مشهد ښار د سوداګرۍ خونې په غونډه کې د هرات له اقتصادي فعالانو، سوداګرو او مشرانو سره د لیدنې پر مهال د ایران له خوا «د افغان کډوالو د میلمهپالنې» ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مهاجرت، امنیت، ترانزیت او پانګونې په برخو کې یې اړیکې مهمې وبللې.
په داسې حال کې، چې ایران په سلګونه زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي او هره ورځ د شړلو بهیر لا چټکیږي، اسلامجار ویلي، چې ایران له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوی دی، دوی ته یې ښه راغلاست ویلی او دا یې د دواړو هېوادونو د اسلامي او انساني ورورولۍ نښه بللې ده.
هغه زیاته کړې، چې د اسلامکلا بندر له لارې د کډوالو د بېرته ستنیدو ستونزې تر ډېره حل شوې دي، شاوخوا ۷۰ سلنه خنډونه له منځه تللي. هغه زیاته کړې چې بېرته راستنېدونکي کډوال د کمپونو پرځای مستقیم خپلو ولایتونو ته لېږدول کېږي او د هرات خلک له دغو کډوالو سره مرستې کوي.
اسلامجار ادعا وکړه چې د تریاکو کر کیله اوس نږدې صفر ته رسېدلې ده.
هغه له ایران څخه وغوښتل چې د مخدره موادو په قاچاق کې د ګډې مبارزې کچه لوړه کړي، ځکه اوس افغانستان له دودیزو نه، بلکې له صنعتي موادو سره مخ دی، چې له بهر څخه هېواد ته راوړل کېږي.
اسلامجار وویل، شاوخوا ۲۰ زره معتادین یې درملنه کړي او بیرته یې د فابریکو کار ته راګرځولي.
هغه د ترکیې، قزاقستان او ایران له پانګهوالو مننه وکړه چې په هرات کې یې پانګونه کړې ده.
اسلامجار ټینګار کړی، چې د هرات سیمهییز حکومت د پانګهوالو تر څنګ ولاړ دی او د کانونو، مرمرو، اوسپنې او نورو منابعو د استخراج لپاره لازم چمتووالی لري. هغه ویلي، د ترانزیتي لارو د پراخولو هڅې روانې دي او شاوخوا ۸۵ سلنه اصلي لارې اوس د استفادې وړ دي.
د طالبانو والي همداراز د ایران له بانکونو وغوښتل چې د هرات له اقتصادي فعاله قشر سره پراخې اړیکې ولري.
هغه ویلي، چې د افغانستان حاصلخیزه ځمکې داسې مېوې تولیدوي چې په ایران کې نه شي کرل کېدای او افغانستان پراخې اوبه لري چې د تجارتي کرنې لپاره چمتو دي.
طالب والي وړاندیز کړی، چې نړیوالو بازارونو ته د افغان مېوو د لېږد لپاره ګډ کاري ګروپ جوړ شي. هغه همداراز ایراني چارواکي د هرات د راتلونکي کال اقتصادي کنفرانس ته هم وبلل.
د طالبانو د هرات والي د ایران د خراسان رضوي د والي په بلنه پرون تایباد ته ورسېد او له هغه ځایه وروسته یې فریمان او مشهد ته سفر کړی.
