د ایران ولسمشر: د افغانانو ستنول په ایران کې د هغوی د قانوني حضور د څرنګوالي لپاره مهم دی

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وايي چې افغانان او ایرانیان سره ورونه دي، خو له دغه هېواد یې ستنول دلته د دوی د قانوني وضعیت د روښانه کېدو لپاره مهم دی او باید ترسره شي.
