په غزه کې اسرایيلي ځواکونو پر مرسته غوښتونکو ډزې کړي او ۶۷ کسان یې وژلي دي

رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د اسرایيلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان هغه مهال ووژل شول، کله چې د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په تمه په شمالي غزه کې ولاړ وو.