• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچینې: طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي

خالد سیر
خالد سیر

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۱

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اړوند د پاسپورټ عمومي ریاست کې له ښځینه مراجعینو سره ناوړه او غېرانساني چلند روان دی. د سرچینې په خبره، طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

سرچینې همداراز زیاتوي، هغه ښځې چې د پاسپورټ اخیستو، تمدید یا د خپلو ماشومانو د اسنادونو د تعقیب په موخه دې ادارې ته ورځي، د طالبانو له سخت سپکاوي، تمسخر او ځینو مواردو کې ان له فزیکي تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
د راپورونو له مخې، د یاد ریاست په دروازه کې طالبان له ښځو غواړي چې یا دې له خپل محرم سره دې ریاست ته مراجعه وکړي او یا به یې اسنادونه نه طی مراحل کېږي.
یوه مېرمن چې د امنیتي دلایلو له امله نه غواړي نوم یې واخیستل شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل: "زه د خپلو ماشومانو د پاسپورټ د تمدید لپاره تللې وم، خو طالب چارواکو راته وویل چې دا کار له محرم نارینه پرته نه‌شي کېدلای او هېڅ دلیل هم نه مني."
د بشري حقونو سازمانونه، مدني فعالان او د ښځو د حقونو مدافعین دا ډول چلند د نړۍوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي او ټینګار کوي، چې طالبان د ښځو پر وړاندې منظم ظلم ته دوام ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته او د یادې ډلې له خوا د پراخو محدیدیتونو پر دوام ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او ګڼو نورو نړۍوالو بنسټونو په ځلونو له طالبانو غوښتي، چې د ښځو پر ازاد تګ‌راتګ، تعلیم، کار او اساسي خدماتو ته پر لاسرسي محدودیت ونه لګوي، خو د شته شواهدو له مخې، وضعیت ورځ تر بلې بحراني کېږي.
دغه پېښې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د سخت‌دریځه سیاست دوام ګڼل کېږي، چې نه یوازې د فردي ازادیو خلاف دي، بلکې د افغانستان له اساسي اړتیاوو سره هم په ټکر کې دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

په سراوان کې د درې‌ملیته سپاه پاسداران پر ځواکونو برید؛ پخواني افغان سرتېري هم وژل شوي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۰۵ GMT+۱

د حال وش په نامه د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران پر یوه عملیاتي ډلې وسله‌وال برید شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي. دغه ډله چې افغان، ایراني او پاکستاني غړي یې لرل، د بلوڅانو پر ضد په عملیاتو تورن و.

د دغه سازمان د راپور له مخې، برید د شنبې سهار (د چنګاښ ۲۸مه) د سیستان‌ و بلوچستان ایالت د سراوان ولسوالۍ د صفري سرحد «بچه‌راهی» په سیمه کې د سپاه پاسداران له خوا جوړ شوي درې‌ملیته عملیاتي ټیم پر مرکز شوی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي، چې یو یې د دغه ټیم مشر بلل شوی.

د یاد سازمان په راپور کې راغلي، چې بریدګرو تر برید وروسته درې موټرونه سوځولي او د ټیم وسلې او تجهیزات یې له ځان سره وړي دي.

دغه ټیم د سپاه قدس سیمه‌ییز قرارګاه او د سجاد عملیاتو د قرارګاه اړوند بلل شوی او د ایران، پاکستان او افغانستان تابعیت لرونکي کسان پکې شامل وو، چې د سپاه پاسداران د دوو ځایي قوماندانانو، هوشنګ صوریزهي او یاسر نوشېرواني تر مشرۍ لاندې یې فعالیت کاوه.

د «حال وش» د معلوماتو پر بنسټ، د وژل شویو کسانو له ډلې ډېری یې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام د پوځ غړي وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران یا پاکستان ته تللي دي.

راپورونه وايي، چې سپاه پاسداران له دوی څخه د بلوڅ مدني فعالانو، سیاسي مخالفانو او عامو وګړو پر ضد د وژونکو ډلو او فشاروونکو ځواکونو په توګه استفاده کوله.

سرچینې زیاتوي، چې هوشنګ صوریزهي او یاسر نوشېرواني چې د سپاه ځایي قوماندانان دي، له خپلو افرادو سره د بلوڅ سون‌وړونکو، افغان کډوالو او مسافرو پر ضد د سرقت، وژنو او د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په پېښو تورن شوي دي.

په دغه راپور کې پنځه تنه پخواني افغان سرتېري د وژل شویو په لیست کې دي، چې نومونه یې اسد، بازګل، نعمت، احمد او عمر یاد شوي دي. همداراز، یو پخوانی افغان سرتېری پهلوان د ټپیانو په لیست کې شامل دی.

ویل شوي، چې «اسد» د افغانستان پخوانی سرتېری د دې ټیم د افغان غړو د جلب مسول و.

راپور زیاتوي، چې یاسر نوشېرواني او اسد دواړه پخپله نښته کې ټپیان شوي دي.

یاد ټیم د هوشنګ صوریزهي تر مشرۍ لاندې فعالیت کاوه، چې ورور یې اورنګ صوریزهي څو ورځې مخکې په سراوان کې د جیش العدل له خوا وژل شوی و.

بریدګرو د ټیم وسلې او مهمات له ځان سره وړي او د هغوی د مېشت ځای یې سوځولی دی.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه‌دی منلی، خو ځايي سرچینې دا برید د اورنګ صوریزهي د وژل کېدو غچ ګڼي.

سهیل شاهین په قطر کې له افغان سوداګرو سره د صادراتو او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۵۵ GMT+۱

په قطر کې د طالبانو سفارت ویلي، چې محمد سهیل شاهین په دوحه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي او په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، افغاني صادراتو ته د بازار موندنې او پانګوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي: «په دې ناسته کې د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لارو چارو، د افغاني زراعتي محصولاتو لکه وچو او لمدو مېوو د صادراتو لپاره د بازار موندنې او سوداګرو ته د لازم ملاتړ د برابرولو پر موضوعاتو بحث وشو.»

د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې اترې شوې دي.

طالبانو ویلي، د افغاني محصولاتو د معرفي کولو لپاره د نندارتونونو پر جوړولو هم نظرونه تبادله شول.

طالب چارواکو دا نه‌ده څرګنده کړې، چې یادې پرېکړې به کله او څنګه عملي شي، خو وایي چې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې هېواد اقتصادي وضعیت له سختو ننګونو سره مخ شو. نړۍوال بندیزونه، د بانکي نظام ستونزې او د نړۍوالو پانګوالو بې‌باوري د خصوصي سکټور پراختیا له خنډ سره مخ کړې ده. طالبانو هڅه کړې چې له سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه له قطر سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، څو د صادراتو دروازې پرانیزي او کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. له همدې امله له افغان سوداګرو سره د طالبانو ناستې د اقتصادي همکارۍ د پراخولو یوه هڅه بلل کېږي.

د افغان اېواک مشر: د افغانانو د ژغورنې لپاره باید احساساتي څرګندونې نه، عملي اقدامات وشي

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۰ GMT+۱

د افغان اېواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد د یوه بنسټ مشر شان ون ډایور د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د افغان کډوالو د ژغورنې په برخه کې همغږۍ ته په اشارې سره ویلي، دا شېبه یوازې احساساتي څرګندونو ته نه، بلکې عملي اقداماتو ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، ، لا هم د امریکا زرګونه افغان متحدین په بې برخلیکه وضعیت کې له ګواښ سره مخ دي.

هغه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) په خپل اېکس کې همداراز زیاته کړې: «موږ ورسره موافق یو، دا د اقدام وخت دی. زرګونه کسان لا هم له ګواښ سره مخ دي، نه یوازې په اماراتو، بلکې په ټوله نړۍ کې.»

د افغان اېواک مشر د نړۍوالو پاملرنه د هغو افغانانو پر وضعیت راواړوله، چې د امریکا له ځواکونو سره یې اوږه په اوږه کار کړی او اوس د بېرته‌ستنېدنې له ګواښ سره مخ دي.

وان ډيور زیاته کړې: «سمدستي خوندي‌تابه او بیا مېشتېدل دې د اماراتو او قطر له کمپونو پیل شي. د اسلام‌اباد، استانبول، البانیا او نورو هغو هېوادونو افغان متحدین هم بېړني پروسس ته اړتیا لري.»
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې د «Just the News» په یوه راپور کې ادعا وشوه، چې اماراتي چارواکي غواړي یو شمېر افغانان طالبانو ته وسپاري.

دا افغانان هغه کسان دي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له سقوط وروسته له افغانستان نه واېستل شول، خو تر اوسه یې د امریکا یا نورو خوندي هېوادونو ته انتقال نامعلوم پاتې دی.

ددغه افغانانو په تړاو د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د سوشیل میډیا یوه لنډ پوسټ کې لیکلي: «زه به هڅه وکړم چې ویې وژغورم، همدا اوس یې پیلوم.»
دغه موضوع یو ځل بیا د امریکا پر پالیسي او د تخلیې پروسې د درېدلي بهیر پر وړاندې پوښتنې راپورته کړي دي.

د بشري حقونو سازمانونه او د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي هم خبرداری ورکړی، چې یاد کسان باید هېڅکله هغو سیمو ته ستانه نه کړای شي، چېرې چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی.

د افغان اېواک په نوم د فعالانو شبکه وايي، چمتو ده له هر ډول قانوني لارې دغه کسان وژغوري.

وان ډيور ویلي: «موږ چمتو یو چې مرسته وکړو. راځئ دا کار سرته ورسوو.»

له ۲۰۲۱ کال او د کابل له سقوط وروسته، زرګونه هغه افغانان چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی و، د تخلیې پروسې له لارې متحده عربي اماراتو، قطر، البانیا، پاکستان، ترکیه او یو شمېر نورو هېوادونو ته ولېږدول شول.

دا کسان په ابتدايي توګه د لنډمهاله استوګنې په نیت وتلي وو، څو وروسته امریکا یا نورو لوېدیځو هېوادونو ته ولېږدول شي، خو ډېری یې لا هم له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

طالبانو پر غزې د اسراییل بریدونه او فلسطینیانو ته د مرستو مخنیوی وغندل

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۰۹ GMT+۱

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزه د اسراییل بریدونه او د خلکو کلابندي غندلې او له اسلامي هېوادونو یې غوښتي، چې د غزې د ناورین پای ته رسولو په برخه کې لاس په کار شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ«د چنګاښ ۲۹مه» د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په غزه کې پر ښځو او ماشومانو د اسراییل برېدونه، د ملکي خلکو د لوږې او کلابندۍ فشار او له مرستو څخه د لومې په ډول د اسراییل له خوا کار اخېستل په کلکو ټکو غندي.

د طالبانو په اعلامیه کې ویل شوي:«اسلامي امارت په ټول مسلمان امت، مسلمانو هېوادونو او نورو موثرو جهتونو غږ کوي، چې هر څه ژر د غزې مظلومو ماشومانو او ښځو ته د بشري مرستو د رسېدو لپاره لاره هواره کړي او هلته روان ظلم او زیاتی نور پای ته ورسوي.»

طالبانو تردې وړاندې هم څو ځله پر غزه د اسراییل د برېدونو غندنه کړې او د افغانستان په ګڼو ولایتونو کې یې خلک هڅولي، چې د غزې خلکو ته مرستې ټولې کړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له سراج الدین حقاني سره پر ټي ټي پي غږېدلی

۲۹ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۰ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وايي، سراج‌الدين حقاني د پاکستان د کورنيو چارو له وزير سره پر دوه اړخیزو اړیکو او امنیتي همکاریو خبرې کړې دي، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې محسن نقوي له سراج الدین حقاني سره پر ټـي ټي پـي او د ډیورنډ کرښې پر مدیریت غږېدلی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۲۹مه وویل، چې د دواړو خواوو ترمنځ ناسته کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال محمد نبي عمري، د وزارت ارشد معين محمد ابراهيم صدر، د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې مرستيال عبدالحق همکار، د عامه ساتنې مرستيال سيدالله حماس او يو شمېر نورو مسوولينو ګډون کړی و.

په لیدنه کې دواړو لورو د دوه‌اړخیزو اړيکو د پياوړتيا، د امنيتي همکاريو، د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزې، د مهاجرينو د وضعيت، او سوداګریزو اسانتیاوو د رامنځته کولو پر موضوعاتو بحث کړی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير په خبرو کې ویلي، چې د اعتماد فضا رامنځته کول کولای شي شته ستونزې حل کړي.

هغه زياته کړې چې « افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي اسلامي هېوادونه دي چې ډېر مشترکات لري او بايد د همکارۍ پر بنسټ اړيکې پياوړې کړي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سراج‌الدين حقاني له قوله ویلي، چې نوموړي له افغان مهاجرينو او افغان بنديانو سره پر ښه چلند ټینګار کړی او د هغوی لپاره یې د اړتیا وړ اسانتياوو برابرولو غوښتنه کړې ده.

مفتي عبدالمتین قانع د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي، چې سيد محسن نقوي هم د امنيتي همکارۍ، د نشه‌يي توکو پر ضد د مبارزې او د سوداګرو او عامو وګړو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټينګار کړ دی.

خو د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزریر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې پر ترهګرۍ ضد جګړه او په ځانګړې توګه تحریک طالبان، د ډیورنډ کرښې پر اغېزناک مدیریت، نشه يي توکو او پاکستان ته د تګ راتګ په اړه خبرې کړې دي.

دا سفر د دواړو خواوو ترمنځ د اړیکو د پراخولو او عملي همکاریو د زیاتېدو لپاره مهم بلل شوی دی.

دغه سفر داسې مهال ترسره کیږي، چې پاکستان همدا اونۍ اعلان وکړ، چې پنځه تنه ځانمرګي بریدګر یې نیولي، چې له افغانستان نه دغه هېواد ته ورغلي وو. دغه راز پاکستانی اړخ طالبان تورنوي، چې ټي ټي پي ته یې پناه ور کړې او جنګیالي یې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو خلاف جګړو کې ونډه اخلي.

طالبانو په مکرر ډول دا ډول ادعاوې رد کړې دي.