د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی: موږ اسراییل د بریدونو درولو ته نه شو اړ اېستلای

د امریکا ځانګړی استازی توماس بارک وایي چې واشنګټن نشي کولای اسراییل دې ته اړ باسي چې خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. هغه دا څرګندونې د لبنان د چارواکو له دې غوښتنې وروسته وکړې، چې امریکا دې د اسراییلي بریدونو د بندیدو ضمانت ورکړي.