اسراییلي پوځ وایي، چې د حماس ډلې د بیت حانون کنډک مشر حسین فیاض یې په نښه کړی

اسراییلي پوځ وایي، چې دوی د حماس بیت حانون کنډک قوماندان حسین فیاض پټنځای په نښه کړی او دوی هیله لري چې وژلی به یې وي.
حسين فياض چې د ابو حمزه په نوم هم پېژندل کېږي، د ۲۰۲۴ کال د مئ په مياشت کې یې هم د وژلو ادعا شوې وه؛ خو د ۲۰۲۵کال د جنورۍ په مياشت کې د هغه داسې ويډيو خپره شوه، چې د هغه د وژنې ادعاوې یې رد کړې.