• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان پولیسو په بلوچستان کې افغان کډوالو ته ویلي، چې تر درې ورځو دې له دغه هېواده ووځي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۱۶ GMT+۱

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کلات ښار پولیسو یو رسمي خبرداری خپور کړی، چې له مخې یې له ټولو افغان کډوالوغوښتنه شوې چې تر راتلونکو درېیو ورځو باید پاکستان پرېږدي او بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په دغه مکتوب کې راغلي، که افغان کډوال تر درېیو ورځو د پاکستان له خاورې ونه وځي؛ پر وړاندې به یې قانوني او جدي اقدام وشي.

په اسلام اباد کې رسمي سرچینو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال وايي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د افغان کډوالو لپاره د ویزو د تمدید لړۍ هم درولې ده.

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د ۱۵۰ هغو افغانانو د نیولو او افغانستان د ستنولو په اړه خبرونه هم خپاره شوي وو، چې د « پي او ار» کارتونه یې لرل.

په وروستیو څو اونیو کې دواړو پاکستان او ایران د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه کړې ده.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳

د طالبانو د کرنې وزارت د شپږو ښارګوټو ځمکې د کابل ښاروالۍ ته سپارلې دي

۴

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

۵
ستاسو روایت

پر افغان ښځو له ګڼو محدویتونو سره سره؛ کابل کې یوه نجلۍ دولتي پلېټ لرونکی موټر چلوي

•
•
•

نور کیسې

جرمني نه د افغان کډوالو شړل؛ د بشري حقونو فعالان یې له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۳۷ GMT+۱

له جرمني څخه د افغان پناه غوښتونکو د اېستلو په غبرګون کې د بشري حقونو او مدني فعالانو دا چاره له نړۍوالو قوانینو او اصولو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده. دوی ټینګار کوي، چې افغانستان دا مهال د ناامنۍ، سیاسي بې‌ثباتۍ او بشري ناورینونو له امله د اجباري ستنولو لپاره مناسب ځای نه دی.

د بشري حقونو او مدني ټولنو یو شمېر افغان خوځښتونو د طالبانو له رژيم سره د جرمني د سیاسي اړیکو د عادي کولو له لېوالتیا څخه هم ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغو اندېښمنو بنسټونو چې شمېر یې لږ تر لږه ۹۶ ته رسېږي، په کې مدني ټولنې، د ښځو اعتراضي غورځنګونه او د افغان مهاجرو ټولنې شاملې دي.

دغو بنسټونو د (چنګاښ ۲۹مه) په یو ګډ سرخلاصي لیک کې ویلي: «دا ډول اقدامات د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو، د جرمني له نړۍوالو ژمنو او له تاوتریخوالي او ظلم څخه د قربانیانو پر وړاندې د دغه هېواد له اخلاقي مسوولیتونو سره ښکاره ټکر لري».

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني حکومت د جمعې په ورځ ۸۱ افغان پناه‌غوښتونکي له خپل هېواده کابل ته واېستل.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، دا هغه کسان وو چې د هېواد پرېښودو ته مکلف وو او جرمي مخینې یې لرلې.

دا دویم ځل دی، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته جرمني افغان پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته شړي.

طالبانو هم منلې، چې دا کسان د دوی په همغږۍ له جرمني شړل شوي دي. په لیک کې د بشري حقونو ادارو او مدني بنسټونو زیاته کړې، چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو استول د ۱۹۵۱ میلادي کال د جېنوا کنوانسیون د «نه‌ شړلو اصل» ښکاره نقض دی.

په دغه لیک کې ویل شوي: «که دا پناه‌غوښتونکي بېرته افغانستان ته واستول شي، له ګواښ، شکنجې، خپلسرو نیونو یا اجباري ورکېدنې سره به مخ شي».

دغو بنسټونو د جرمني له حکومت څخه غوښتي؛ چې د افغان پناه‌غوښتونکو د اېستل کېدو پلان لغوه کړي، له طالبانو سره د اړیکو عادي کول ودروي او د طالبانو پر مشرانو د بشري ضد جنایتونو او د جنسیتي توپیر دوسیې نړۍوالو محکمو ته وړاندې کړي.

همداراز، دوی غوښتنه کړې، چې جرمني دې خپلې ټولې بشري او پرمختیایي مرستې د افغانستان له وضعیته مشروطې کړي او په اغېزمن ډول دې له ښځو، نجونو، قومي لږکیو او مدني ټولنو ملاتړ وکړي.

طالبان وايي، غزني ولایت کې یې لسګونه مېرمنې له ظلمه ژغورلې دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۲۶ GMT+۱

د طالبانو د امرباالمعروف وزارت د خپلو درې میاشتنیو لاسته راوړنو په تړاو خپور شوي بیان کې ویلي، چې یوازې په غزني ولایت کې یې لسګونه مېرمنې له ظلم او تاوتریخوالي ژغورلې دي.

دغه بیان چې نن دوشنبه د (چنګاښ ۳۰مه) د امربالمعروف وزارت پر اېکس پاڼه خپور شوی پکې راغلي، چې «د ۱۴۰۴ په لومړیو درېیو میاشتو کې د غزني ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا ۱۰۵ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغان ښځینه فعالانې بیا وايي چې له مېرمنو سره تر ټولو لوی ظلم په خپله طالبان کوي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، نږدې څلور کاله کېږي چې طالبانو افغان مېرمنې له خپلو شرعي حقونو له کوم دلیل پرته راګرځولې دي.

هغه وایي:« دا خبره ماته جالبه وي، چې دوی هره ورځ دا تبلیغات کوي چې موږ پر ښځو د ظلم مخه نیسو؛ لوی ظلم خو دا دی، چې ښځې او نجونې مو له زده‌کړو، کار، سپورټ او نورو داسې فعالیتونو چې په اسلام کې ورته اجازه ورکړل شوې راګرځولې دي.»

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان مېرمنو او نجونو پراخ محدویتونه ولګول، چې په کور دننه او بهر یې ګڼ او توند غبرګونونه راوپارول.

که څه هم طالبانو ته د بشري حقونو د نقض او په ځانګړې توګه پر افغان مېرمنو د لګول شویو محدیتونو له کبله د ملامتۍ ګوته نیول کېږي؛ خو ویاندویانو یې بیا ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

له ایرانه د کډوالو اېستل؛ تېره ورځ څه باندې ۲زره افغانې کورنۍ ستنې شوې دي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، له ایرانه د افغانانو د اېستلو بهیر په لړ کې تېره ورځ یک شنبه د (چنګاښ ۲۹مه) شاوخوا ۲۰۱۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې، چې ټولیز شمېر یې ۱۲۵۶۷ کسانو ته رسېږي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې ۱۷۰۹ کورنۍ او د نیمرو پر ورېښمو پله ۳۰۵ کورنۍ تېره ورځ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د‌ طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا؛ د دغو کسانو د ثبت او بایومتریک بهیر هم ترسره شوی دی. هم‌مهاله له پاکستانه هم د افغانانو د اېستلو بهیر روان دی، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۷۶ او د کندهار په سپین بولدک بیا ۳۴ کورنۍ افغانستان ته تللې دي.

طالبانو ویلي، چې دغو تازه ستنو شویو افغانانو ته یې نغدي مرستې ورکړې دي او د ټرانسپورټ اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي.

پر کابل واکمنې ډلې زیاته کړې، چې له پولو څخه بېلابېلو ولایتونو ته د دغو تازه ستنو شویو افغانانو د لېږد وړیا بهیر هم روان دی. په دې لړ کې یو شمېر شتمنو او سوداګرو هم خپلې مرستې پیل کړې دي.

له ایران څخه په دې وروستیو کې د افغانانو د اېستلو بهیر خورا چټک شوی دی. د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې؛ په تېرو ۲۸ورځو کې ایران نږدې ۷۰۰زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته اېستلې دي او له دې ډلې ډېرو هغو یې په ایران کې د حکومت له ناسم چلند څخه شکایتونه کړي دي.

ایراني پولیس هره ورځ اوس د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې کوڅه په کوڅه او کور په کور د افغانانو نیول کېدو پسې ګرځي او ان تر شکنجو لاندې یې هم راولي.

په ایران کې د افغان کډوالو د پنډغالو دننه د څښاک اوبو د نشتوالي او سختې ګرمۍ له امله هم ځینې کسان مړه شوي دي.

هم‌مهاله د ملاهبت الله په امر په هرات کې د طالبانو والي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی؛ څو هلته له چارواکو سره د افغان کډوالو د روان بهیر د ستونزو په تړاو خبرې وکړي.

دغه ډلې زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د افغانانو د باعزته او په تدریجي توګه د ستنېدو مساله له ایراني چارواکو سره بحث کړي.

ایران او پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو اېستل کېدو لړۍ ګړندۍ کړې، چې افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت او جدي انساني ناورین سره مخ دی.

اندېښنې دا دي، چې د دغو تازه ستنېدونکو سره به هېواد کې د بې روزګارۍ، لوږې او فقر څپې لا پسې پراخه شي.

کابل کې د طالبانو ښاروالۍ تېرو څلور کلونو کې ۲۴مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۶ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې د پلازمېنې له بېلابېلو سیمو څخه یې په تېر کال کې ۷مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او تېرو څلورو کالونو کې بیا دغه شمېر ۲۴مېلیارده افغانیو ته رسېږي. هم‌مهاله خلک نیوکې کوي، چې طالبانو ترې په بېلابېلو پلمو پیسې ټولې کړي.

د یکشنبې په ور ځ د (چنګاښ ۲۹مه) د یادې ادارې طالب چارواکو له لوري خبریالانو ته په یوې غونډه کې خپل کلنی کاري راپور اورول شوی دی.

د طالبانو د دغه ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي زیاته کړې، چې دغه راټول شوي عواید په پرمختیايي او رغنیزو پروژو لګول شوي دي.

هم‌مهاله کابل ښاریان د ښاروالۍ له لوري په بېلابېلو پلمو له اخیستل کېدونکو پېسو څخه تنګ شوي دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي، هټۍوال او د مارکېټونو څښتنان نیوکې کوي، چې طالبان ترې څو څو ځله عواید اخلي؛ خو په بدل کې یې د وړاندې کېدونکو خدمتونو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

همدا راز د یادې ډلې تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ چارواکو ادعا کړې، چې ګني په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د سړکونو د تېرېدو په بدل کې هغو کسانو ته چې کورونه یې نړېدلي ۳مېلیارده افغانۍ تاوان ورکړی دی.

پر کابل واکمنې ډلې په کابل کې بېلابېلې رغنیزې پروژ پرانیستې وې؛ خو په عمل کې بیا د دغه ښار د پراختیا لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی شوی او لا هم ورځ تر بلې ښاري نظم مخ په خرابېدو دی. د طالبانو له لوري د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د سړکونو تېرېدو له امله زرګونه کورونه نړول شوي او نیوکې شوې دي، چې د سرپناه برابرولو پر ځای دغه ډلې خلک بې سرپناه کړي دي.

نه یوازې په کابل؛ بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک نیوکې کوي، چې طالبان د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره پر روزګاریانو او عامو وګړو سخت فشارونه راوړي؛ څو په بېلابېلو نومونو دغه ډلې ته مالیه ورکړي. نیوکې شوې، چې طالبان د خلکو اقتصادي ستونزې په پام کې نه نېسي او د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره له هر ډول فشارونو څخه کار اخلي.

د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

۳۰ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۱ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې د افغانستان په ۱۹ ولایتونو کې نن دوشنبه (د چنګاښ ۳۰مه) د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو. په دغه څلور ورځني کمپاین کې به تر ۷ مېلیونه ډېرو ماشومانو ته د واکسین څاڅکي ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند شرافت زمان په یوه خپور شوي ویډیويي پیغام کې له خلکو غوښتي، چې د واکسین د ښه تطبیق لپاره دې ورسره همکاري وکړي.

که څه هم د طالبانو د عامې روغتیا وزارت دا نه دي ویلي، چې واکسین به په کومو ولایتونو کې تطبیق شي؛ خو ډېری وخت ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو کې دا کمپاین ترسره کېږی او لامل یې هم هلته د مثبتو پېښو ډېروالی ښودل شوی دی.

په ورته وخت کې یوشمېر هغه کورنۍ چې واړه ماشومان لري د پولیو واکسین د پیل کمپاین ته خوشحاله دي او سپارښتنه کوي، چې کورنۍ باید خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

د ننګرهار ولایت اوسېدونکی فضل واحد شینواری وايي، هرو مرو به خپلو دوو ماشومانو ته چې عمرونه یې تر پنځو کلونو کم دي؛ د پولیو واکسین تطبیق کړي.

هغه وایي:« دا څو دورې چې واکسین کېږي زه مې خپل ماشومان په منظم ډول واکسینوم؛ ځکه په کور کلي کې خلک ګورم، چې د بې پروايۍ له کبله یې د اولادونه ژوند تباه شوی دی.»

په ورته وخت کې د بلخ ولایت اوسېدونکې زرمینه « مستعار نوم» چې نهه کلنه لور یې ګوزن وهلې وايي، هېڅوک باید د خپلو ماشومانو د روغتیا په اړه بې‌غوري ونه‌کړي.

هغه وایي:« لور مې ډېره کمزورې ده، یوه پښه یې بیخي فلج ده کار نه کوي، په ډېرو ډاکټرانو مې وګرځوله؛ خو ښه شوې نه ده، ډېره ورته ځورېږم، هغه وخت مې واکسینونه دومره جدي نه ګڼل؛ خو اوس ډېره پښېمانه یم.»

دا یوازې زرمینه نه ده، چې لور یې د ګوزڼ له ځورونکې ناروغۍ رنځ وړي؛ بلکې په افغانستان کې ښايي ګڼ شمېر کورنۍ له ورته ستونزې سره مخ وي؛ خو روغتیا پالان سپارښتنه کوي، چې د پولیو په ګډون ټول واکسینونه باید په منظم ډول او په ځانګړې توګه د ماشومتوب په دوره کې چې پر انتاني «ساري» ناروغیو د اخته کېدو شونتیا یې زیاته وي؛ تطبیق شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخې، ډېری هېوادونه د پولیو څخه پاک اعلان شوي؛ خو په افغانستان او پاکستان کې لا هم دغه وایرس شته او وخت ناوخت یې په اړه د مثبتو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین په داسې حال کې پیلیږي، چې امریکايي رسنۍ اېن‌پي‌ار خبرداری ورکړی چې پولیو په افغانستان او پاکستان کې د پراخېدو په حال کې ده.

یادې رسنۍ په خپل راپور کې په بېلابېلو ولایتونو کې کلتوري محدودیتونه او د پولیو واکسین په اړه ناسم پوهاوی د دغه وایرس د پراخېدو له مهمو لاملونو څخه بللي دي.