• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

الجزیره: افغان کډوال له ایران څخه په زور شړل کېږي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات افغان کډوال شړل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري. سره له دې چې ډېر شمېر کډوال قانوني اسناد هم لري، خو بیا هم د شړلو، نیولو، او سپکاوي له ګواښ سره مخ دي. دغه کډوال وایي، د دوی یوازې ژوند نه، بلکې هویت هم تر پښو لاندې شوی.

د الجزیره په راپور کې راغلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه وروسته له هغې زیات شوي، چې د ایران او اسراییل تر منځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده. د دې جګړې له پای ته رسېدو، یعنې د جون له ۲۴مې راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو شړل دوام لري او تر اوسه له ۴۱۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې تر ۱.۵ میلیونه زیات افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي او اټکل کېږي، چې د کال تر پایه دا شمېر تر دوه میلیونو واوړي.

ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو اوسني اقدامات یې بې‌ساري بلل کېږي. ایراني چارواکو د دغه هېواد د ختیځو پولو په اوږدو کې دېوال جوړول پیل کړي، تر څو ناقانونه تګ و راتګ او قاچاق کم کړي. پارلمان هڅه کوي، چې د "ملي کډوالۍ سازمان" جوړ کړي، ترڅو د ناقانونه کډوالۍ پر ضد اقدامات منظم کړي.

د الجزیرې په راپور کې راغلي، احمد چې یو ۲۷ کلن افغان دی او څلور کاله وړاندې ایران ته تللی، وايي چې د یوې ودانۍ سرپرستي کوي، خو دومره وېریږي چې له ودانۍ بهر نه وځي.

دی وايي، یوازې شاوخوا ۸۰ ډالره میاشتنی معاش لري او نه شي کولی بانکي حساب پرانیزي، ځکه چې د قانون له مخې اجازه نه لري. دا پیسې د یوه ایراني کس پر کارټ انتقالېږي او احمد هڅه کوي، لږ څه پیسې خپلې کورنۍ ته واستوي. دی زیاتوي: «نه پوهېږم تر کله کولی شم داسې ژوند ته دوام ورکړم.»

الجزیره زیاتوي، چې د تهران ښاروالۍ دفتر یو چارواکي ورته ویلي چې ناقانونه کډوال باید کار ونه لري، څو د ایراني کارګرانو ګټه خوندي پاتې شي. د جګړې له پیله، هره ورځ نږدې ۳۰ زره افغانان یا خو جبري شړل کېږي او یا پخپله بېرته ستنېږي.

د بشري حقونو څارونکو ډلو ویلي، چې دا ډول ډله‌ییز شړل نړۍوال قانون نقضوي، ځکه چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې یو ناامن هېواد بلل کېږي.

مای ساتو چې د ایران د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ده، وایي چې لا هم په افغانستان کې ښځې، ماشومان او لږکي له سخت خطر سره مخ دي.

په ورته وخت کې، د ایران دولتي رسنۍ او چارواکي تور لګوي چې یو شمېر ناقانونه افغانان ښايي د اسراییل له لوري د جاسوسۍ لپاره کارول شوي وي.

د ایران په دولتي ټلویزیون کې داسې اعترافونه هم خپاره شوي، چې د ځینو کسانو چې مخونه یې پټ شوي وو، ادعا کوي چې دوی د اسراییل استخباراتي ادارې «موساد» ته معلومات لېږدولي دي.

خو د ایران د قم ولایت یوه استازي ویلي، چې تر اوسه هېڅ افغان د جاسوسۍ په قضیه کې نه دی نیول شوی. نوموړي زیاته کړې، چې ځیني افغانان د ایران لپاره جنګېدلي هم دي، نو باید له ټولو سره یو شان چلند وشي.

په راپور کې راغلي، چې له دې هر څه سربېره، افغان کډوال په ایران کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. دوی نشي کولی جایداد، موټر یا سیم کارټ واخلي، د ماشومانو تعلیم ورته ستونزمن دی او ډېرو ته د تابعیت ورکولو هېڅ چانس نشته.

زهره اعظم چې یوه افغان الاصله ښوونکې ده، وايي چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې کورنۍ ایران کې ژوند کوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې ان د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي.

هغه زیاتوي: «زه دلته زېږېدلې یم، خو لا هم یو ساده سند نه شم ترلاسه کولی.»

هغې دا هم ویلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د افغانانو پر ضد نفرت ډېر شوی،ان ځیني ایراني ملګري یې هم نور د ملګرو په څېر نه ښکاري.

زهره وايي: «یوې نږدې ملګرې مې راته وویل، چې نور نه شي کولی دلته ژوند وکړي. ما فکر کاوه بله خوا ته کډه کوي، خو وروسته پوه شوم چې ځان یې وواژه.»

الجزیره په خپل راپور کې وایي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو پر ضد احساسات توند شوي او ځیني ایرانیان د افغان کډوالو شړل "ملي غوښتنه" بولي. داسې راپورونه هم شته چې ځیني افغانان چې قانوني اسناد یې لرل، بیا هم له هېواده اېستل شوي، ان ځیني یې وايي چې پولیسو اسناد ورته څېرې کړي دي.

بلخوا، د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې یوازې ناقانونه کسان شړل شوي او که کوم قانوني کډوال هم اېستل شوی وي، نو قضیه به یې وڅېړل شي. خو واقعیت دا دی چې د افغانانو پر وړاندې چلند ورځ تر بلې سختېږي او دا حالت ډېر کډوال دې ته اړ کړي چې له وېرې ځانونه پټ وساتي.

په داسې وضعیت کې، افغانان چې له یوې خوا د خپل هېواد ناامني ته ستنېږي، له بلې خوا د هغه هېواد له تاوتریخوالي سره مخ دي چې له ډېرو کلونو راهیسې یې هلته ژوند کاوه.

دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د دوی ژوند د فشار، بې‌سرنوشتۍ او وېرې تر سیوري لاندې تېرېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ په شپږیزه لیګ کې بند امیر د ۱۲منډو په توپير سره سپين غر پړانګانو ته ماتې ورکړه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۵۸ GMT+۱

په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیاليو کې بند امير لوبډلې د ۱۲ منډو په توپير سره سپين غر پړانګانو ته ماتې ورکړه او په دې سیاليو کې یې دويمه بریا خپله کړه. د بند امير په لوبډله کې صدیق الله اتل ۷۵ او محمد شهزاد ۳۹ منډې جوړې کړې او لوبډله یې تر بریا ورسوله.

په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ د لسم پړاو سیالیو د اوومې لوبې پچه د سپين غر پړانګانو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بندامیر ښامارانو لوبډلې په شل اوره کې د خپلو پنځو لوبغاړو په زیان سره ۱۹۳ منډې هدف وټاکه.

د دې لوبډلې په توپ وهنه کې صدیق الله اتل ۷۵، محمد شهزاد ۳۹ او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۳۰ منډې جوړې کړې.

د سپین‌غر پړانګانو په لوبډله کې شمس‌الرحمان درې، او فریدون داودزی یو-یو لوبغاړی وسوځاوه.

سپين غر پړانګانو لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او یوازي يې ۱۸۰ منډې جوړې کړې، چې د ۱۲ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

طالبانو له نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه د کډوالو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۸:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکو په افغانستان کې د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له مشرې سره په لیدنه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د طالبانو په وینا، د کډوالۍ نړۍوال سازمان ژمنه کړې چې کډوالو ته به مسلکي دندې او وړې سوداګریزې زمینې برابرې کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت مسلکي مرستيال عبدالرحمان راشد په افغانستان کې د کډوالو نړۍوال سازمان له سرپرستې مشرې ایزورا موتیا مسکن تیا سره په لیدنه کې د کډوالو لپاره د همکارۍ غوښتنه کړې.

طالبانو ویلي، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستلو شمېر زيات شوی او د نړۍوالو همکارانو سره پر پوله د کډوالو لپاره د مرستې برابرولو هڅې کوي.

دې ډلې د نړۍوالو مرستندویه ادارو څخه د مرستې د زياتېدو غوښتنه کړې.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي: «موږ هڅه کوو، چې کار مو اغېزناک وي، زموږ هڅه دا ده، چې د خپلو شریکانو سره په همغږۍ کار وکړو، د جبري کډوالو شمېر زيات دی، موږ به د راستانه شویو کډوالو شمېر له مرستندویه ادارو سره شریکې کړو، ترڅو د لا زياتې همکارۍ لېوالتیا پيدا شي.»

په خبرپاڼه کې د کډوالو نړۍوال سازمان د سرپرستې مشرې تیا له قوله ویل شوی: «یو شمېر مرستندویه همکاران لېواله دي، چې د راستانه شویو سره تر هغه وروسته همکاري وکړي، چې په خپلو مېنو کې ځای پر ځای شوې وي.»

د هغې په خبره، یاد سازمان پلان لري چې د مسلکي کډوالو لپاره دندې پيدا او واړه سوداګریز کاروبارونه ورته برابر کړي.

تیا زياته کړې: «د ټولنې د غوښتنو پر بنسټ، موږ به د روغتیایي مرکزونو، پله او پلچکونو جوړولو کې هم مرسته وکړو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي نن په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي.

هغه له ایران نه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.

د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې د انساني کرامت د ساتنې په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي، چې له ایران نه ډېری راستانه شوي افغانان د دغه هېواد د نظاميانو له بد چلنده شکایت لري او په ټولنیزو رسنیو کې هم له افغان کډوالو سره د ایرانیانو د ناوړه چلند ګڼې ویډيوګانې هم خپرې شوې دي.

ملګري ملتونه: ایران باید د افغان کډوالو د اېستنې بهیر کې انساني کرامت په پام کې ونیسي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي په تهران کې د ایران له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړې دي. هغه له ایران نه غوښتي، چې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.

فیلیپو ګرانډي له ایران نه افغانستان ته د افغان کډوالو د یو مخیزې اېستنې بهیر ته په اشارې سره له تهران نه وغوښتل چې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې بشري حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیسي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم په دې کتنه کې د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې د انساني کرامت پر رعایتېدو ټينګار کړی دی.

نوموړي د بې اسنادو افغانانو د اېستنې بهیر د چټکېدو په برخه کې د افغانستان او ملګرو ملتونو له ټينګار سره سره څرګنده کړې چې نړۍواله ټولنه باید په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کړي او له ستنو شویو کډوالو سره مرستې وکړي څو په خپل هېواد کې کار و روزګار ولري.

د افغان کډوالو د اېستنې په بهیر کې د انساني کرامت د ساتنې په برخه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې په داسې حال کې دي چې له ایران نه ډېری راستانه شوي افغانان د دغه هېواد د نظاميانو له بد چلنده شکایت لري او په ټولنیزو رسنیو کې هم له افغان کډوالو سره د ایرانیانو د ناوړه چلند ګڼې ویډيوګانې خپرې شوې دي.

د امریکا د کانګرس غړی: د طالبانو خلاف د پاڅون او نوي حکومت جوړولو وخت را رسېدلی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۵۵ GMT+۱

د امریکا جمهوري غوښتونکي استازي ټیم برچټ پر افغانانو غږ وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې راپورته شي او داسې حکومت جوړ کړي چې دوی ورته اړتیا لري. هغه د امریکا پر مرستو هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «زه نه پوهیږم چې ولې موږ باید افغانستان ته حتا یو سینټ ولېږو.»

سي این این د سې شنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۳۱مه، په یوه مفصل رپوټ کې له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمولو د بدو پایلو په اړه بحث وکړ. د دې راپور په یوه برخه کې ټیم برچټ افغانستان ته د امریکا د مرستو د کمولو په ځواب کې وویل:«امریکا نړیوال بانک نه دی. [داسې] امریکایان شته چې په ورته حالت کې دي [د افغانانو په څېر]، امریکایان چې وږي وي، تاسې غواړئ موږ پیسې پور واخلو او بهر ته یې واستوو.»

هغه زیاته کړه: «زه د افغانستان له خلکو سره ډیره خواخوږي لرم، خو زه فکر کوم چې همدا وخت دی چې خلک پخپله راپورته شي او داسې حکومت جوړ کړي چې دوی ورته اړتیا لري، نه د طالبانو.»

برچټ مخکې د سلواغې په میاشت کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې طالبانو ته په اونۍ کې ۴۰ ملیون ډالر لېږل ودروي.

په مرغومي میاشت کې هغه د استازو په جرګه کې یو قانون وړاندې کړ چې ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا پیسې د طالبانو لاس ته نه ځي.

دا قانون وروسته د استازو په جرګه کې تصویب شو او اوس ټاکل شوې ده چې مشرانو جرګې ته لاړ شي.

طالبانو او ازبکستان د مصنوعي مخدره توکو پر مخنیوي هوکړه کړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۱ GMT+۱

د ازبکستان د استخباراتو د رييس کوربونوف باخودیر او د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه شوې، چې دواړو هيوادونو ته باید د کرنيزو او مصنوعي مخدره توکو د وارد کېدو مخه ونيول شي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ وویل، چې په دې کتنه کې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او په امنيتي برخه کې د دواړو لوريو تر منځ د دوامدارو همکاریو او د هغو پر تقويه کېدو خبرې وشوې، څو د دواړو هېوادونو په امنيت کې ښه والی راشي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په وینا، د ازبکستان د استخباراتو رييس په افغانستان کې د ازبکستان له لوري د پیل شویو اقتصادي پروژو پر امنیت ساتنې ټینګار وکړ.

د ویلو ده چې د ازبکستان د استخباراتو د رييس په مشرۍ یو پلاوی کابل ته راغلی او غواړي له طالب چارواکو سره د دوه اړخیزو او په ځانګړې توګه امنیتي او استخباراتي مسایلو په تړاو خبرې وکړي.