• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني پر صدراعظم فشار ډېر شوی چې د اسراییل پر وړاندې سخت دریځ ونیسي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۱۴ GMT+۱

د جرمني صدراعظم فریدریښ مېرڅ له سیاسي فشار سره مخ دی څو د اسراییل پر وړاندې خپل دریځ لا سخت کړي. د مېرڅ د ایتلافي حکومت یو شمېر غړو غوښتنه کړې، چې برلین باید د اروپايي ټولنې او ۲۸ لویدیزو هېوادونو له هغې اعلامیې سره یوځای شي، چې د فلسطینیانو روانې وژنې غندي.

دغه اعلامیه د اروپايي ټولنې او ۲۸ لوېدیزو هېوادونو په ګډون د بریتانیا او فرانسې له خوا خپره شوې او له اسراییل څخه یې غوښتي چې جګړه سملاسي پای ته ورسوي، خو جرمنی تر اوسه له دې اعلامیې سره یوځای شوی نه دی.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو دفاع وزیر د ازبکستان له نظامي پلاوي سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان له یوه نظامي پلاوي سره په لیدنه کې پر نړۍوال سټېج د طالبانو په تړاو د ازبکستان د دریځ مننه کړې او له تاشکند سره یې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخوالي ټینګار کړی.

د ازبکستان د استخباراتو رییس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ او د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون د چارشنبې په ورځ کابل ته په یوه رسمي سفر تللي.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، دواړو لوریو د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټینګار کړی او د سرحدي همکاريو په تړاو یې د ښو اړیکو پر جوړېدو هم خبرې کړې دي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جمهوري نظام د رانسکورېدو پر مهال یو شمېر الوتکې ورولېږدول شوې او د طالبانو له څو ځلي غوښتنې سره سره یې لا تراوسه نه دي ورسپارلې.

د طالبانو لوی درستیز نن د تېر یوه کال لاسته راوړنو په غونډه کې وویل، سره له دې چې له ازبکستان نه یې د یادو الوتکو د غوښتلو په تړاو ۴ کلنو هڅو څه پایله نه ده ورکړې خو هېڅکله به له هغو الوتکو تېر نه شي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې طالب چارواکو له ازبکستاني پلاوي سره ددې الوتکو مساله یاده کړې او که نه.

د طالبانو ویاند وايي چې د افغانستان جوړ لومړنی بس چمتو شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۸ GMT+۱

د طالبانو ویاند د بس د یوه انځور په خپرولو سره ویلي، چې په افغانستان کې د ملي بس جوړولو لومړنۍ پروژه عملي پړاو ته رسېدلې او دی تېره شپه پخپله په دغه بس کې سپور شوی دی.

مجاهد د سې شنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، «یوه ورځ ما اعلان کړی و چې افغانستان خپل لومړی ملي بس جوړ کړی. ډیرو تبصرې کړې وې، چا دا د بلې کومې کمپنۍ تصویر وباله، تیره شپه په همغه ملي بس کې سپور شوم».

نوموړي د طالبانو تر واک لاندې د ملي پراختیا له شرکته مننه کړې، چې خپله ژمنه یې پوره کړې ده.

مجاهد ددغه بس په اړه نور جزئیات نه دي ور کړي، چې له باډۍ پرته نور وسایل یې د کومو کمپنیو پکې کارېدلي دي.

نوموړی زیاتوي چې دا بس تېره شپه د ملي پراختیا شرکت له لوري د څو تولیدي فابریکو د کمپلېکس د پرانیستې پر مهال نندارې ته وړاندې شوی.

په اسلام کلا کې راستنېدونکو ته د لنډمهاله خیمو درولو بهیر پیل شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې د چمتووالي اداره وايي، له ایران څخه په جبري توګه راستنو کړای شویو کورنیو لپاره یې د هرات د اسلام‌ کلا په پوله کې د پنډغالي جوړولو لپاره د خېمو درولو بهیر پیل کړی.

د دغې ادارې په وینا، دغه خیمې به په لومړنیو اسانتیاوو لکه، د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، تشنابونو، حمام، د کثافاتو ځایونو او نورو اړینو اړتیاوو سمبالې شي او په لومړي سر کې به هم راستنېدونکو ښځو، ماشومانو، سپین‌ږیرو او له زیان سره مخ کسانو ته په واک کې ورکړل شي.

دغې ادارې په دې اړه چې پر دغو خیمو څومره لګښت شوی، څه نه دي ویلي.

ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو یو مخیزه اېستنه پیل کړې او تر اوسه یې سلګونه زره کسان افغانستان ته اړولي دي.

بشرپالو بنسټونو په پنډغالو کې د را ستنو شویو هېوادوالو د وضعیت په تړاو اندېښنه ښودلې او له نړۍوالو یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.

د اوکراين دفاع وزير: کیېف راتلونکی کال د دفاع لپاره ۱۲۰ ميليارده ډالرو ته اړتیا لري

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د اوکراین دفاع وزیر دینیس شمیهال ویلي چې کیېف له روسیې سره د جګړې د دوام لپاره په۲۰۲۶ میلادي کال کې لږ تر لږه ۱۲۰میلیارده ډالرو دفاعي بودیجې ته اړتیا لري. شمیهال نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې نړیوال ملاتړ د اوکراین د پایښت لپاره حیاتي دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې، شمیهال دا څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ د تیلېګرام له لارې کړې دي.

نوموړي زیاته کړې چې اوسمهال له ناټو او د اروپایي اتحادیې غړو هېوادونو سره خبرې روانې دي، څو له هغوی څخه ۶۰ میلیارده ډالره مرسته ترلاسه کړي.

د اوکراین حکومت هڅه کوي د خپلو دفاعي او امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د نړیوالو شریکانو پانګونه جلب کړي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د روسیې یرغل درېیم کال ته ننوځي او جګړه لا هم دوام لري.

شمیهال نور جزئیات نه دي ورکړي، خو ټینګار یې کړی چې نړیوال ملاتړ د اوکراین د بقاء لپاره حیاتي دی.

له پاکستان سره د ټرمپ لېوالتیا به هند اړ کړي، چې له چین سره پر خپلو اړیکو له سره غور وکړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۱۲ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس دوشنبه (د چنګاښ ۳۱مه) راپور ورکړی، چې د پاکستان له لوی درستیز مارشال عاصم منیر سره د ډونالډ ټرمپ لیدنې هند ته ډيپلوماټيکې اندېښنې راولاړې کړې دي. ځينو هندي چارواکو او کارپوهانو ویلي، چې دغه لیدنه به د هند او امریکا تر منځ دوستانه اړیکو ته زیان ورسوي.

خو امریکایي چارواکي وایي، چې دوی له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري.

هندي چارواکي زیاتوي، چې د ټرمپ له‌خوا د تعرفو ناڅاپي لوړولو د دوی پر سوداګرۍ سيوری غوړولی دی.

د ولسمشر ټرمپ له‌خوا پر هند د تعرفو تر لوړولو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې خبرې سوکه شوې او هند د ټرمپ له‌خوا د تعرفو لوړولو په غبرګون کې د نړۍوال سوداګریز سازمان (WTO) له لارې پر امریکا د متقابلو تعرفو لوړولو وړاندیز کړی دی.