د ایران او پاکستان له لارې تر ۲زره ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس سې شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون له ایران او پاکستانه افغانستان ته دوه زره او ۳۴۴ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس سې شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، چې پرون له ایران او پاکستانه افغانستان ته دوه زره او ۳۴۴ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي.
د راپور له مخې؛ په دې لړ کې ۴۴ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۲۷ کورنۍ د کندهار د سپين بولدک، ۴۸۰ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله، یو زر او ۷۹۳ کورنۍ د هرات اسلام کلا له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، له مرکزي، سوېل ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټول شوي یو میلیارد، نهه مېلیونه او ۸۶۷ زره افغانیو په ارزښت یې زاړه بانک نوټونه سوځولي دي.
د دغه بانک له لوري په خپرې شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه زاړه بانک نوټونه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند په مشرۍ د ګومارلشوي پلاوي تر څار لاندې په کابل کې سوځول شوي دي.
په خپرپاڼه کې د نورو زړو بانک نوټونو را ټولولو ژمنه هم شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي:« د دې لپاره چې هېوادوال خپلې مالي راکړې ورکړې په اسانۍ ترسره کړي، د افغانستان بانک وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانک نوټونه له بازار څخه راټولوي؛ په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټونه وېشي او مندرس بانک نوټونه سوځوي.»
په خبرپاڼه کې همداراز له خلکو غوښتل شوي، چې د افغاني بانک نوټونو سمې ساتنې او کارَونې ته دې جدي پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د افغانستان په بازارونو کې ډېری کارېدونکي بانک نوټونه زاړه شوي او خلکو یې په اړه په دوامداره توګه شکایتونه هم کړي دي.
د سور صلیب نړۍوال فدراسیون تازه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د یاد فدارسیون له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« که نړۍواله ټولنه همدا اوس اقدام ونهکړي؛ نو دغه وضعیت به له کنټروله بهر شي.»
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یاد فدراسیون د پلاوي د مشر له قوله راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید د راستنېدونکو افغانانو د ښه ژوند لپاره په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په بې ساري ډول چټکه شوې او هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا ویلي، چې له طالبانو سره یې د کډوالو په تړاو تماسونه او همغږي ډېره شوې ده.
اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) په یوې خبري ناسته کې د افغانانو د جبري ستنولو موضوع رد کړه او ویې ویل،« اړتیا ده، چې لومړی دغه مفهوم اصلاح شي؛ دلته د افغان کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو د اسانولو خبره ده، نه د جبري اېستلو.»
د امریکا د استیناف محکمې د پرېکړې له مخې به په امریکا کې مېشت افغانان او کامرون وګړي له دغه هېواده و اېستل شي. تر دې وړاندې د استیناف محکمې د ټرمپ ادارې هغه پرېکړه د یوې اوونۍ لپاره ځنډولې وه، چې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام د لغوه کېدو په اړه یې کړې وه.
د محکمې تازه پرېکړه د امریکا حکومت ته دا اجازه ورکوي، چې په دغه هېواد کې مېشت څه باندې ۱۴زره افغانان او نږدې ۸زره کامرون وګړي د امریکا له خاوري وباسي.
تر دې وړاندې د CASA په نامه د کډوالو ملاتړ سازمان له محکمې د افغانانو د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ځنډولو غوښتنه کړې وه؛ خو محکمې ویلي چې اوس دومره شواهد نشته چې حکومت دې دا اقدام ونهکړي.
د افغان ایواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد بنسټ مشر د محکمې تازه پرېکړه ننګولې او هغه یې ظالمانه بللې ده.
د دغه بنسټ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې « دا اقدام قانوني نه؛ بلکې سیاسي انګیزه لري او په دې تړاو د ټرمپ ادارې پالیسي ظالمانه ده.»
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرېسټي اېل نویم وړاندې اعلان وکړ، چې د افغانانو لپاره به د لنډمهاله خوندیتوب یا TPS پروګرام پای ته ورسېږي، چې له مخې به یې زرګونه افغانان د جولای له میاشتې وروسته د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو ادارې (ICE) لهخوا د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ شي.
د امریکا ولسمشر له متحده عربي اماراتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې یې هغه افغان ژباړونکي او سرتېري چې د امریکا له پوځ سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې وه، بېرته افغانستان ته نه استول کېږي. دا افغانان له څو کلونو راهیسې په ابوظبي کې د کډوالو په یوه کمپ کې بند پاتې دي.
د «جسټ دې نیوز» خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، د امریکا د پوځ دا پخواني همکاران او افغان سرتېري چې په راتلونکو میاشتو کې یې د جبري ستنولو خطر ډېر شوی و، اوس د هغوی د خوندي پاتې کېدو لپاره د ویزو د ارزونې بهیر بیا پیل شوی دی.
په راپور کې راغلي، چې د ټرمپ مرستیال جې ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشر سوزي وایلس دا موضوع وروسته له هغه چې په یوه راپور کې د دغه افغانانو اندېښمن حالت ته اشاره وشوه،په بېړني ډول تعقیب کړه او له دې سره هممهاله ولسمشر ټرمپ په خپله یوه اعلامیه کې ویلي و: «زه به د دوی د ژغورلو لپاره همدا اوس هڅه وکړم».
«جسټ دې نیوز» وایي، دا هڅې هغه وخت پیل شوې چې راپورونه خپاره شول او وېره وه چې دا افغانان بېرته طالبانو ته سپارل کېږي.
له دې سره سم، ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې دا قضیه تعقیب کړي. له څو ساعتونو وروسته بیا له اماراتو سره هوکړه وشوه، چې دا کسان به تر هغې پاتې وي، څو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هغوی د احتمالي اسکان ارزونه بشپړه شي.
د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د ولسمشر په غوښتنه د دوی اداره به له اماراتو او نورو شریکانو سره ګډ کار کوي، څو دا ژباړونکي له خطره وژغورل شي او د استوګنې خوندي ځایونه ورته پیدا شي.
د کمپ اوسېدونکي وایي، تېره اوونۍ د امارات چارواکي له خبرداري پرته ورغلي وو او ورته ویلي یې و، چې ښایي بېرته افغانستان ته واستول شي، چې دې خبرو د کمپ اوسېدونکو کې سخته وېره خپره کړه. د دې ډلې یو شمېر کسان ښځې، ماشومان او ځوانان دي چې څلور کاله کېږي په همدې کمپ کې ساتل کېږي.
دغه اقدام وروسته له هغه وشو، چې په برېتانیا کې د یوې اطلاعاتي افشا له امله د شاوخوا ۲۰۰ هغو افغان سرتېرو وژل کېدو راپور ورکړل شو، چې له لوېدیځو ځواکونو سره یې مرسته کړې وه.
ټرمپ د دې خلکو ژغورنه اړینه وبلله او د خپل ټیم له خوا یې د هغوی د راتلونکي د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخیستل.
د یادولو وړ ده، دغو افغانانو چې مخکې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې قانوني پروسه بشپړه کړې، د ژغورنې نوې هیله پیدا کړې.
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لهخوا په متحده عربي اماراتو کې له بند پاتې شویو افغانانو سره د مرستې ژمنه، د سان ډیاګو مېشت "افغان اېواک" بنسټ لهخوا "د هرکلي وړ حیرانتیا" بلل شوې ده.
دغه بنسټ چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغان متحدینو د خوندي اېستلو او بیا مېشتېدو په موخه جوړ شوی، د دوشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ دا اعلان "هېله بښونکی" دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ په «سوشیل ټروټ» کې لیکلي: «زه به هڅه وکړم هغه افغانان وژغورم، چې له هېواده د امریکا له وتلو او د طالبانو له واکمنېدو وروسته کلونه کېږي په اماراتو کې بندیان دي.»
د افغان اېواک بنسټ مشرانو ویلي: «د هغه دا خبره 'زه به هڅه وکړم چې هغوی وژغورم، له همدا اوس نه' کېدای شي د هغو زړورو افغان نارینه وو، ښځو او ماشومانو لپاره چې اوسمهال په اماراتو، قطر او د نړۍ په نورو برخو کې بند پاتې دي، د ژوند او مرګ ترمنځ توپیر وي.»
دوی زیاتوي: «موږ له ولسمشر ټرمپ څخه غواړو چې خپله ژمنه عملي کړي، نه یوازې د Truth Social په یوه پوسټ، بلکې په واقعي اقدام سره.»
د افغان اېواک چارواکي زیاتوي، چې دا اقدام باید په عملي ډول د «اماراتو بشري ښار» او قطر کې د «عس سیلیه کمپ» کې د افغانانو د خوندیتوب او د هغوی د خوندي اېستلو لپاره ترسره شي، څو هغوی بېرته د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.
یاد بنسټ چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له پېښو وروسته رامنځته شوی، وایي چې دوی یوه همغږې شبکې ته لار هواره کړې چې له لارې یې له قانوني لارو افغانان په خوندي توګه وباسي او ځای پر ځای یې کړي.
په اعلامیه کې ویل شوي: «تر دې اقدام ور هاخوا، باید پراخ تصویر ته هم پام وشي؛ لسګونه زره هغه افغانان چې له امریکايي ځواکونو سره یې همکاري کړې، لا هم له اسلاماباده تر استانبوله او له البانیا تر افریقا په بېلابېلو هېوادونو کې له ګواښ سره مخ دي، ځکه دوی پر امریکا باور کړی و.»
افغان اېواک وايي: «ټرمپ دا صلاحیت لري چې سم کار ترسره کړي. هغه باید د امریکا د کورنیو چارو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه وکړي چې د افغانانو دوسیې ژر تر ژره وڅېړي، د درېیمو هېوادونو له لوري د همکاریو زمینه برابره کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې موږ هېڅکله نور خپل جګړهییز متحدین شا ته نه پرېږدو.»
دغه بنسټ وایي، چې دوی د هر هغه ګام هرکلی کوي چې افغان متحدین خوندیتوب ته نږدې کوي او هغوی چمتو دي چې له هر لوري، حتی پخپله له ولسمشر سره د دې هدف لپاره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت افغان اېواک د یوه پخواني افغان ملي پوځ د سرتېري د نیول کېدو په اړه ژوره اندېښنه ښودلې وه. د دوی په وینا، هغه کس چې پخوا یې پناه غوښتنه منل شوې وه، وروسته د ټرمپ د ادارې د نویو اجرایي فرمانونو له مخې یې غوښتنه بېرته رد شوې وه.
د افغان اېواک مشر شان وانډیور ویلي چې هغه له کانګرس غړي سکاټ پیټرز سره د نیول شوي افغان سرتېري د قضیې په اړه لیدلي دي.