روسیې او اوکراین د بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه

د ترکیې په استانبول کې د روسیې او اوکراین د پلاویو تر منځ د چهارشنبې په ورځ د خبرو اترو درېیم پړاو ترسره شو. دواړو خواوو د بندیانو پر تبادلې هوکړه وکړه، خو د اوربند، د جګړې د پای ته رسولو او د ولسمشرانو د لیدنې په اړه هېڅ راز توافق نه دی شوی.