• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جګړې راتلونکې بڼه: جرمني د مصنوعي ځیرکتیا روبوټونه او «جاسوسي حشرات» ازمايي

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۰۶ GMT+۱تازه شوی: ۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۱۹ GMT+۱

رويټرز راپور ورکړی، چې جرمني د نوې دورې جګړې لپاره په پرمختللو وسایلو کار کوي، چې پکې جاسوسي حشرات، مصنوعي ځیرکتیا لرونکي روبوټونه او پرمختللي ډرونونه شامل دي. د روسیې او اوکراین تر جګړې وروسته، جرمني خپله دفاعي پانګونه څو برابره زیاته کړې ده.

د جرمني د های ټیک دفاعي شرکت «هیلزینګ» شریک بنسټګر ګونډبرټ شیرف وايي، د روسیې له «یرغل» وروسته هر څه بدل شول.
هغه چې څلور کاله مخکې یې د جګړې لپاره د برید کوونکو ډرونونو او د جګړې د مصنوعي ځیرکتیا سیسټمونو پر تولید پیل کړی و، په لومړیو کې د پانګونې د جلب ستونزې درلودې، خو اوس یې شرکت تېره میاشت په یوه نوې پانګونه کې خپل ارزښت ۱۲ میلیارده ډالرو ته لوړ کړ.
راپورونه وايي چې د جرمني حکومت د دفاعي ټېکنالوژۍ د ودې لپاره د نوي پلان پر لور روان دی، چې له مخې به یې کوچني شرکتونه هم له لویو لکه «راین میټال» سره یوځای د مشورو ورکولو چانس ولري. همداراز، د وسلو د تدارکاتو لپاره به نوی «چټک میکانیزم» رامنځته شي، څو د بیروکراټیکو خنډونو مخه ونیول شي.
جرمني اوس د اروپا په کچه تر ټولو ارزښتناکه دفاعي ټېکنالوژۍ دوه پروژې لري او چارواکي وايي، چې راتلونکې جګړې به د ډیجیټلي وسایلو او مصنوعي ځیرکتیا پر محور ولاړې وي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د جاپان لومړي وزیر له ټاکنیزې ماتې وروسته د استعفا پرېکړه کړې

۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۵:۵۴ GMT+۱

د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا د استعفا په اړه خبرونه داسې مهال لاس په لاس کېږي، چې اېتلافي حکومت یې (د روانې جولای میاشتې په ۲۱مه نېټه) ټاکنو کې د پارلمان ډېرې څوکۍ وبایللې.

د جاپان لومړی وزیر شیګیرو ایشیبا به د راتلونکې اګسټ میاشتې تر وروستیو خپله دنده پرېږدي.

شیګیرو ایشیبا ویلي، له امریکا سره د تعروفو په تړاو د شوي تړون تر وروستي کېدو به خپلې دندې ته دوام ورکړي.

دوه ورځې وړاندې د جاپان اوږدمهاله واکمن لیبرال ډیموکرات ګوند پارلماني ټاکنې وبایللې او په دغه ټاکنو کې د ښي اړخي ډلې ډېرې څوکۍ وګټلې.

په ټاکنو کې د جاپان لومړي وزیر شیګیرو ایشیبا ګوند او اېتلافي ملګرو یې له ۶۶ څخه ۱۹ څوکۍ ګټلې وې.

د اوسني لومړي وزیر د ماتې لامل د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او امریکا سره د تعرفو په اړه تعامل کې ناکامي بلل شوې ده.

په بنګله دېش کې د ښوونځي پر ودانۍ د الوتکې له لوېدو وروسته لاریونوال عدالت غواړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د بنګله ‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې سلګونه زده ‌کوونکي د ښوونځي پر ودانۍ د جېټ الوتکې له مرګوني سقوط وروسته سړکونو ته راوتلي دي. پوليسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړی، چې له امله يې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.

د بنګله دېش چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه جېټ الوتکه د ښوونځی پر ودانۍ لوېدلې، چې له امله یې د ۲۵ زده کوونکو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، ډېری ماشومانو له ۱۲ کلونو کم عمر درلود او له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.

چارواکي زياتوي، چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده او وروسته یې اور اخيستی.

له پيښې وروسته د ښونځي او پوهنتونونو لسګونه زده کوونکو لاریونونه کړي او شعارونه یې ورکول: «زموږ وروڼه ولې مړه شول؟ موږ ځواب غواړو!»

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، پولیسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز او غږ لرونکې وسلې کارولي، چې له امله یې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.

لاریونوالو د پېښې په اړه د وژل شویو او ټپیانو نوملړ، د قربانیانو له کورنیو سره د تاوان جبران، شفافې پلټنې، د مسوولینو محاکمه او د هوايي ځواک د روزنیزو کړنلارو بیاکتنه غوښتې ده.

د اسراييل د بهرنیو چارو وزارت د خامنه‌یي د «ژر پای» کاریکاتور خپور کړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۹ GMT+۱

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د خپلې فارسي‌ژبې اېکس پاڼې له لارې د ایران د مشر علي خامنه‌یي یو کاریکاتور خپور کړی دی. په دې انځور کې خامنه‌یي اندېښمن او په یوه وچه دښته کې داسې ښودل شوی، چې یوې تابلو ته ګوري او په دې تابلو کې لیکل شوي "پای".

یاد کاریکاتور د عرب کاریکاتوریست «سائر سبیل» له لوري جوړ شوی او د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت د دې انځور له خپرولو سره یوازې یوه کلمه لیکلې ده: «ژر» یا به ‌زودی. دغه عبارت په غیرمستقیم ډول د ایران د اسلامي جمهوري د نظام یا رهبر د پای ته رسېدو اشارې په توګه تعبیر شوی دی.

یاد کاریکاتور د عرب کاریکاتوریست «سایر سبیل» له لوري جوړ شوی او د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت د دې انځور له خپرولو سره یوازې یوه کلمه لیکلې: «ژر» یا «به‌ زودی».

دا عبارت په غېرمستقیم ډول د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام یا د رهبر د پای ته رسېدو په معنا تعبیر شوی دی.

په سوېلي وزیرستان کې د ډرون برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۱

په خېبر پښتونخوا کې د سوېلي وزیرستان په لوېدیځه برخه کې د ډرون د یوه خونړي برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید د سې شنبې په شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د «میرا کلي» پر امنیتي پوستې ترسره شوی.

بریدګرو لومړی د پوستې پر لور مستقیم برید کړی او په عین وخت کې یې د یوه کوادکوپټر ډرون له لارې د هاوان مرمۍ پر پوستې غورځولې.

یوه امنیتي چارواکي چې له پېښې څخه یې مستقیم معلومات درلودل، خراسان ډایري ته ویلي: «بریدګرو لومړی پر پوستې برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه. هم‌مهاله یې د کوادکوپټر ډرون په وسیله د هاوان مرمۍ د پوستې دننه غورځولې.»
سره له دې چې تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو د امنیتي ځواکونو له لوري په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.

په غزه کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۵ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۱

رويټرز خبري اژانس د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې په‌ کې د یوسف په نوم د شپږو اوونیو یو ماشوم هم شامل دی.

د راپور له مخې، یاد ماشوم په یوه روغتون کې پر مېز پروت موندل شوی او د هغه په لاس د سیروم نښې هم لیدل شوې دي.

ډاکټرانو ویلي، چې د هغه د مړینې اصلي لامل لوږه وه.

راپورونه ښيي، چې د لوږې له امله د مړو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د خوراکي توکو د سخت کمښت له امله تر اوسه شاوخوا ۱۰۱ فلسطینیان چې ۸۰ یې ماشومان دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

روغتیایي مرکزونه د ټپيانو او قحطۍ ځپلو کسانو له بې‌سارې ګڼې ګوڼې سره مخ دي او ان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې UNRWA ځینې کارکوونکي هم د لوږې له امله بې‌هوښه کېږي.

په ورته وخت کې، اسراییل دا تور ردوي چې ګواکې بشري مرستې یې بندې کړي او پر حماس یې تور پورې کړی، چې مرسته شوې خواړه غلا کوي.
خو د نړۍوالو سازمانونو په وینا، پر غزې د لګېدلو محدودیتونو له امله مرستې په سمه توګه نه رسېږي، چې د وضعیت د لا خرابېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.
یونېسف او نورې بشردوستانه ادارې خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي نو د ماشومانو د مړینې کچه به په چټکۍ سره لوړه شي.