د سوریې د حقیقت موندنې کمېټه: د مارچ میاشتې په خونړیو بریدونو کې ۱,۴۲۶ کسان وژل شوي

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکوي، چې د سوریې د حکومت حقیقت موندنې کمېټې په یوه تازه راپور کې ویلي، د مارچ میاشتې په بریدونو کې چې لومړی د امنیتي ځواکونو پر ضد ترسره شول او وروسته د علویانو د ډلهییزو وژنو لړۍ پیل شوه لږ تر لږه ۱,۴۲۶ کسان وژل شوي دي.