• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلومبرګ وېب‌پاڼه: له افغانستانه تر اوکراین؛ ایا تاریخ به بیا تکرار شي؟

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۶ GMT+۱تازه شوی: ۱ زمری ۱۴۰۴ - ۲۳ جولای ۲۰۲۵، ۰۰:۲۱ GMT+۱

بلومبرګ خبري وېب‌پاڼه لیکي، اوکراین به د ټرمپ لپاره د افغانستان په څېر یو بل ناورین وي. که څه هم ټرمپ وايي، دا جګړه د هغه نه ده، خو دا جګړه له ۶ میاشتو راهیسې د هغه تر مشرۍ لاندې روانه ده او اوس د نړۍوالو پام دې ته اوښتی چې که روسیه پکې بریالۍ شي، نو پړه به یې پر ټرمپ ور واوړي.

د بلومبرګ په مقاله کې راغلي، چې که څه هم په لومړي نظر کې د امریکا ښکېلتیا په اوکراین کې د افغانستان له شل کلنې جګړې سره ورته نه ښکاري، ځکه هلته امریکايي پوځیان ځای پر ځای شوي نه دي، خو دا جګړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره داسې حالت ته روانه ده چې که سم مدیریت یې و نه شي، د افغانستان د جګړې په څېر یو سیاسي ناورین ورته جوړولی شي.

ټرمپ د امریکا د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال په ځلونو ویلي و، چې که دی ولسمشر وای، نو د اوکراین دا جګړه به هېڅکله پېښه شوې نه وه، خو اوس چې جګړه دوام لري او د حل‌لارې څرک نه لیدل کېږي، دا احتمال شته چې د جګړې مسوولیت پر ټرمپ واچول شي او که پوتین پکې بریا ترلاسه کړي، نو ټرمپ به له سختو نیوکو سره مخ شي.

بلومبرګ زیاتوي، که څه هم ټرمپ هڅه کړې چې ځان د جګړې له مسوولیت څخه لرې وساتي، خو واقعیت دا دی چې د هغه د ولسمشرۍ د دویمې دورې له پیل راهیسې اوکراین ته د مرستو دوامداره لېږد ته اجازه ورکړل شوې او بالاخره هغه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت وسلې او تجهیزاتو د لیږد پرېکړه هم وکړه.

دا پرېکړه د ټرمپ د خپل سیاسي اساس، یعنې د "Make America Great Again" یا MAGA غورځنګ له خوا له شک سره مخ ده. د دغه غورځنګ یوه مشهوره څېره سټیف بانون خبرداری ورکړی، چې که ټرمپ داسې وسلې ورکړي چې د روسیې دننه موخې په نښه کړي، نو دا جګړه به نور یوازې د بایډن جګړه نه وي، بلکې د ټرمپ جګړه به شي.

مقاله لیکي، د افغانستان جګړه چې د امریکا له خوا تر ۲۰ کلونو پورې وغځېده، بالاخره د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو له خوا په افغانستان کې د جمهوري نظام په پرځېدلو تمامه شوه، چې له دې سره د ولسمشر جو بایډن حکومت له سختو نیوکو سره مخ شو، خو ډېر شنونکي یادونه کوي چې د دې وتلو بنسټ د ټرمپ د ولسمشرۍ په موده کې اېښودل شوی و.

اوس دا وېره شته چې که له اوکراین سره مرسته بنده شي یا ناڅاپي ختمه شي او کییف سقوط وکړي، نو دا به هماغه شرموونکی تکرار وي، چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته نړۍ ولید.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکوال مارک ټیسن لیکلي، که جمهوری‌پالان وغواړي چې د کییف د سقوط مسوولیت پر هغوی وانه‌چول شي، نو باید خپلو مرستو ته دوام ورکړي، که نه نو هماغسې به ملامت شي، لکه څنګه چې بایډن د کابل د سقوط لپاره مسوول ګڼل کېږي.

بلومبرګ په خپله مقاله کې لیکي، چې اروپايي متحدین لکه فرانسه، المان او بریتانیا د امریکا له خوا د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي. خو داسې ښکاري چې ټرمپ تر ډېره د داخلي سیاسي فشارونو تر اغېز لاندې دی. له یوې خوا غواړي چې ځان له جګړې لرې وساتي او له بلې خوا که مرستې بندې شي او روسیه پراخ پرمختګ وکړي، نو بیا به د یو ضعیف رهبر په توګه وپیژندل شي.

شنونکی مایکل فرومن وايي: «که تاسو فکر کوئ چې د طالبانو له خوا د امریکايي هاموې ټانکونو ښودل بد وو، تصور وکړئ چې روسان د امریکايي ابرامز ټانکونو کاروان د خارکیف له لارې پرمخ بیايي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای تر نیمایي پورې، د اوکراین جګړه څلورم کال ته داخله شوې ده. روسیې په تازه بریدونو کې د اوکراین د انرژۍ زېربناوې او نظامي مرکزونه بمبار کړي. کییف بیا له نړۍوالو مرسته غوښتې او ټرمپ د اوربند لپاره خپللې وروستۍ پرېکړې تر ۵۰ ورځني مهلت پورې مشروطې کړې دي.

بلومبرګ وایي، چې ټرمپ که څه هم هڅه کوي چې ځان د جګړې له مسوولیت څخه لرې وساتي، خو د یو منتخب ولسمشر په توګه اوس د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مسوولیت هم لري.

که پوتین د هغه «ټرمپ» په وخت کې بریا ترلاسه کړي، یا که امریکا خپله مرسته ناڅاپي ختمه کړي او د جګړې پای بدې پایلې ولري، نو د ملامتۍ ګوته به هم پر ټرمپ وي.

دا هغه څه دي چې ښايي د ټرمپ د سیاستونو راتلونکی تعریف کړي، یا به د سولې یو اغېزمن منځګړی شي، یا به د یو بل شرموونکي شاتګ (لکه افغانستان) مسوول وپېژندل شي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

امریکايي استازی: که په سوريې کې اصلاحات رانشي، نړیوال ملاتړ به له لاسه ورکړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۱

یوه امریکایي استازي «ټام بارک» پر سوریایي ولسمشر احمد الشرع غږ کړی چې خپلې پالیسۍ بدلې کړي او یو ټولشموله او پخلا کوونکې تګلاره غوره کړي. هغه خبرداری ورکړی که چټک بدلون رانشي، نو سوریه به د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو او د هېواد د ټوټې کېدو له ګواښ سره مخ شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بارک له احمد الشرع سره په خصوصي خبرو کې وړاندیز کړی چې د پخواني پوځ د جوړښت ځینې برخې بېرته راژوندۍ کړي، د اسلامي افراطیت د خپرېدو مخه ونیسي او له سیمه‌يیزو هېوادونو د امنیتي ملاتړ غوښتنه وکړي.

د ده په وینا، الشرع باید دا ومني چې اوسنۍ تګلاره یې ناکامه ده او باید ژر بدلون راولي.

احمد الشرع، چې د یوې پخوانۍ القاعدې اړوندې ډلې مشر پاتې شوی، د بشار الاسد د رژیم تر نسکورېدو وروسته واک ته ورسېد. که څه هم هغه د اقلیتونو د خوندیتوب ژمنې کړې وې، خو په سویډا ولایت کې د دروزو ډلې او حکومتي ځواکونو تر منځ وروستیو نښتو دغه ژمنې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

ویل کېږي چې اسراییل د دروزو د وژنو د مخنیوي لپاره هوايي بریدونه کړي دي.

بارک ټینګار کړی، چې د سوریې حکومت باید لږه‌کۍ مذهبي ډلې هر څه ژر په قدرت کې شاملې کړي. خو هغه دا رد کړه چې د حکومت ځواکونو د دروزو پر وړاندې تاوتریخوالی کړی.

د ده په خبره، کیدای شي داعش جنګیالي د حکومت په یونیفورم کې پټ شوي وي او ویډیوګانې ممکن له حقیقت څخه لرې وي.

امریکا د یوه اوربند په راوستلو کې مرسته کړې، خو بارک وویل چې د سوریې د اوسني رژیم بدیل نشته.

د ده په وینا، که اوسنی اسلامي حکومت نسکور شي، نو سوریه به د لېبیا او افغانستان په څېر بد برخلیک ولري.

اسراییل د سوریې د نوي رژیم پر ضد اندېښنه لري او ژمنه یې کړې چې حکومتي ځواکونه به د جنوب لوېدیځې سیمې ته پرې نږدي.

بارک وویل چې امریکا چمتو ده د منځګړي رول ولوبوي، خو له اسراییله یې غوښتي چې له سوریې سره خبرو ته چمتو شي.

هغه دا هم زیاته کړه چې امریکا د سوریې لپاره د کوم ځانګړي حکومت جوړښت نه ټاکي، بلکې غوښتنه یې دا ده چې ثبات، یووالی، عدالت او ګډون باید تامین شي.

عمر داودزی: افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې د پوهنې په برخه کې تر سیالانو ډېر شاته شوی

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۲:۱۹ GMT+۱

د افغانستان د وروستي جمهوري نظام لوړپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په یوې مرکې کې ویلي، هېواد په تېر څلورو کلونو کې د پوهنې په برخه کې تر سیالانو ډېر شاته شوی. نوموړي د طالبانو له مشر څخه غوښتي، چې په دې برخه کې د خپلو مشاورينو پر نظرونو غور وکړي.

داودزي د سې شنبه په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) په دغه مرکه کې همداراز د کانکور سږني پایلو ته په اشارې ویلي: «متاسفانه په دې څلورو کلونو کې د افغانستان تعليمي سطحه پرېوتې ده او افغانستان له سیالانو شاته شوی.»

نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې د جمهوریت د سقوط تر مهاله له زده کړو یو نیم میلیون ځوانان فارغه کېدل، چې ۲۳ سلنه یې نجونې وې.

هغه زیاته کړې، چې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د نجونو د زده کړو په اړه د یوه «جاسوس او جاهل» کړۍ تر اغېز لاندې دی، چې په بېلابېلو نومونو یې وېروي.

داوودزی وایي: «هبت‌الله یو دیني عالم دی، خو پر شاوخوا یې د جهالت یوه کړۍ راڅرخي. دغه کړۍ هغه وېروي، چې که ښځو ته حق ورکړي، خلک به راپاڅي، پر وړاندې به یې ودرېږي او ښايي بغاوتونه پیل شي.»

د داودزي په خبره، دغه کړۍ «یا جاسوسان دي یا جاهلان.»

نوموړي له هبت الله اخوندزاده څخه غوښتنه کړې، چې د نجونو د زده کړو په برخه کې دې پر خپل شاوخوا را ګرځېدلې کړۍ غور وکړي او ماته دې کړي.

عمر داوودزی د نارینه‌وو او ښځو تر منځ د مساوات او عدالت غوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې مستحقو او مبارزو مېرمنو ته به خپل حق ورکول کېږي.

نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۴ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې هم د تېرو دوو کلونو په څېر یوځل بیا د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه نه وه ور کړل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ټولو ښوونیزو مرکزونو بندیزونه لګولي دي.


تاجکستان د افغان کډوالو شړل تایید کړل او وايي چې لا به نور ډېر کډوال وشړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۱:۴۶ GMT+۱

د تاجکستان دولت په رسمي توګه منلې، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې شړلي او اوس یې د نورو افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې هم اقدامات پیل کړي دي.

د تاجکستان د دولتي امنیت ملي کمېټې اړوند د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ د سیاسي او اقتصادي پېچلي وضعیت له امله تاجکستان ته د کډوالو بهیر زیات شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې ګڼ شمېر بهرني وګړي دا مهال په تاجکستان کې اوسېږي، خو یو شمېر یې یا ناقانونه ورغلي یا یې د اقامت اصول ښکاره نقض کړي دي.

د تاجک چارواکو په وینا، له دغو کډوالو ځینې د نشه‌يي توکو په قاچاق، د افراطي افکارو په خپرولو او د جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو کې ښکېل دي.

همداراز، ویل شوي چې یو شمېر دا کسان د درېیم هېواد تابعیت لري او تاجکستان یوازې د ټرانزیټ په توګه کاروي، څو نورو هېوادونو ته لاړ شي.

د تاجکستان د ملي امنیت کمېټه وایي، افغان کډوال هم د همدې دلایلو له امله شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر د ۲۰۲۵ کال د چنګاښ پر ۲۷مه نېټه اعلام کړی، چې له تېرو لسو میاشتو (د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې) لږ تر لږه ۴۸۵ افغان کډوال له تاجکستان څخه شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، د تاجکستان چارواکو د چنګاښ پر ۱۷مه د وحدت ښار په یو شمېر سیمو کې افغان کډوال او پناه‌غوښتونکي راوغوښتل او هغوی ته یې وویل، چې باید تر ۱۵ ورځو تاجکستان پرېږدي. دا ضرب‌الاجل نن پای ته رسېږي.

دا حالت داسې مهال رامنځته کېږي، چې لا هم افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي او دا ډول جبري شړل نړۍوال قوانین نقض کوي.

د پخوانیو افغان سرتېرو جبري شړل؛ یو انساني ناورین او د نړۍوالو اصولو ښکاره سرغړونه

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۸ GMT+۱

د بې ځایه شویو په نامه د کډوالو د ملاتړ نړۍوال سازمان د ایران له لوري د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو پولیسو، سرتېرو او د هغوی د کورنیو د غړو د جبري شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او دا یې د هغوی د ژوند لپاره یو جدي ګواښ ګڼلی.

یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، هغه کسان چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړیۍال امنیت لپاره قربانۍ ورکړې وې، اوس بېرته هغه رژیم ته سپارل کېږي چې کلونه یې ورسره مبارزه کړې وه او دا اقدام د دوی ژوند ته مستقیم ګواښ بلل کېږي.

د بې ځایه شویو سازمان وایي، له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام نسکور کړ، د ملي اردو، پولیسو او استخباراتو پخواني غړي د انتقام د پراخ کمپاین موخه ګرځېدلي. که څه هم طالبانو عمومي عفوې ته اشاره کړې، خو واقعیت دا دی چې له یادو کسانو سره زور زیاتی، توقیف، شکنجه او ان وژنې دوام لري. دا حقایق د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو نړۍوالو ادارو له خوا مستند شوي دي.

په راپور کې راغلي، د جون له ۲۴مې د جولای تر ۹مې یعنې یوازې په دوو اوونیو کې له ایران څخه له ۵۰۰زرو زیات افغان کډوال په زور شړل شوي دي، چې پکې سلګونه پخواني امنیتي کارکوونکي هم شامل دي.

په دې کسانو کې ډېری داسې هم شته، چې له قانوني اسنادو سره سره نیول شوي، وهل شوي، اسناد ترې اخیستل شوي او پرته له هر ډول بشري مرستو اسلام‌کلا بندر ته استول شوي دي؛ هغه ځای چې د ۵۰ درجو ګرمه هوا، لوږې، تندې او د درملنې نشتوالي له امله یو انساني ناورین روان دی.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، دا جبري شړل د «نه شړلو اصل» څخه ښکاره او قصدي سرغړونه ده. دا اصل د نړۍوالو بشري قوانینو بنسټیز اصل دی چې پر اساس یې هېڅوک باید هغه ځای ته بېرته ونه شړل شي، چېرته چې له شکنجې، مرګ یا ځورونې سره مخ کېږي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپلو وروستیو راپورونو کې څرګنده کړې، چې طالبان پخواني امنیتي کسان په سیسټماټیک ډول تعقیبوي، شکنجه کوي او وژني یې. نوموړی وایي، دا عملونه بې‌پایلې روان دي او نړۍواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي.

دغه سازمان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر مشر فلیپو ګرانډي غږ کړی، چې دا حالت د بېړني وضعیت په توګه وپېژني او همداراز د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک سیمو ته د بېړني ثبت او محافظتي ټیمونو استول یقیني کړي.

راپور زیاتوي، چې د بېړني ثبت او محافظتي ټیمونو ترڅنګ د لنډمهاله خوندي زونونو او بشري دهلیزونو جوړول همداراز د پخوانیو امنیتي کسانو لپاره د ثالث هېوادونو له لارې د خوندي استوګنې اسانتیاوې برابرې شي.

د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران او پاکستان څخه غواړي، چې د افغان کډوالو شړل ژر تر ژره بند کړي، پرته له دې چې د هغوی فردي وضعیت وڅېړي.

سازمان وايي، ایران باید د افغان کډوالو پر ضد د قرباني کولو او ټولییزو سزاوو کمپاین پای ته ورسوي.

په راپور کې له نړۍوالې ټولنې، امریکا، اروپایي ټولنې، هندوستان، جاپان او خلیجي هېوادونو غوښتنه شوې، چې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي. په دې کار کې غفلت د انسانیت، قانون او اخلاقي مسوولیت ستره ماته ده.

د دغه سازمان مشر اشرف حیدري وایي: «موږ د هغو کسانو جبري شړل ګورو چې کله د نړۍ ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد ولاړ وو. اوس دوی د شکنجې، ورکېدنې یا اعدام لپاره بېرته استول کېږي. که نړۍواله ټولنه اوس دا خلک ونه ژغوري، دا به یوازې قانوني ناکامي نه وي، بلکې یو اخلاقي سقوط به وي.»

په امریکا کې یوې محکمې د کډوالو د قانوني خوندیتوب د غځولو پرېکړه پای ته رسولې

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۴ - ۲۲ جولای ۲۰۲۵، ۲۰:۴۱ GMT+۱

وروسته له هغه چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د کډوالو د قانوني خوندیتوب د غځولو پرېکړه لغوه کړه، زرګونه افغانان له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي. یادې محکمې د ټرمپ ادارې له‌خوا د قانوني خوندیتوب د پای ته رسولو پرېکړه عملي کړې او دا پرېکړه یې ونه ځنډوله.

د امریکا د ویرجینیا ایالت د څلورمې استیناف محکمې درېیو قاضیانو د دوشنبې په شپه ناوخته پرېکړه وکړه، چې د افغانستان او کامرون د وګړو د لنډمهاله خوندیتوب د پروګرام د غځولو لپاره کافي اسناد نشته او له همدې امله نه شي کولی د ټرمپ ادارې پرېکړه وځنډوي.

اسوشېټېډ پرېس اژانس په یو خبر کې ویلي، چې د افغانانو لپاره د امریکا موقتي قانوني موده د جولای ۱۴مه پای ته رسېدلې وه؛ خو استیناف محکمې دغه موده د جولای تر ۲۱مې پورې غځولې وه، ترڅو د بېړنۍ غوښتنې په اړه غور وکړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د مې په میاشت کې اعلان وکړ، چې ۱۱زره او ۷۰۰ افغانانو ته د لنډمهاله ساتنې پروسه به په ۶۰ ورځو کې پای ته ورسوي.

د مېشتېدنې دغه پروسه له ۲۰۲۲ کال راهیسې پیل شوې وه، چې افغانانو کولی شوای په امریکا کې کار وکړي او حکومت یې اېستلی نه شي.

د کډوالو غېر انتفاعي او د حقونو ملاتړې ادارې د افغان او کامرونیانو لپاره د لنډمهاله ساتنې د پروسې لغوه کېدو پر وړاندې د امریکا پر حکومت دعوه کړې او یو فدرالي قاضي د دعوې اجازه ورکړې، چې مخ ته یې يوسي.

د دواړو هېوادونو لپاره دغه پروسه د اګسټ په ۴مه پای ته رسېږي.

د امریکا د کورني امنیت چارواکي د دغه پروسې د پای ته رسولو پر مهال ویلي، چې د افغانستان وضعیت ښه شوی نو ځکه دا حالت پای ته رسوي.