تاجکستان د افغان کډوالو شړل تایید کړل او وايي چې لا به نور ډېر کډوال وشړي

د تاجکستان دولت په رسمي توګه منلې، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې شړلي او اوس یې د نورو افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې هم اقدامات پیل کړي دي.

د تاجکستان دولت په رسمي توګه منلې، چې یو شمېر افغان کډوال یې له خپلې خاورې شړلي او اوس یې د نورو افغان کډوالو د اېستلو په برخه کې هم اقدامات پیل کړي دي.
د تاجکستان د دولتي امنیت ملي کمېټې اړوند د سرحدي ځواکونو مطبوعاتي مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سیمې او نړۍ د سیاسي او اقتصادي پېچلي وضعیت له امله تاجکستان ته د کډوالو بهیر زیات شوی دی.
په اعلامیه کې راغلي، چې ګڼ شمېر بهرني وګړي دا مهال په تاجکستان کې اوسېږي، خو یو شمېر یې یا ناقانونه ورغلي یا یې د اقامت اصول ښکاره نقض کړي دي.
د تاجک چارواکو په وینا، له دغو کډوالو ځینې د نشهيي توکو په قاچاق، د افراطي افکارو په خپرولو او د جعلي اسنادو له لارې د پناه غوښتنې په ترلاسه کولو کې ښکېل دي.
همداراز، ویل شوي چې یو شمېر دا کسان د درېیم هېواد تابعیت لري او تاجکستان یوازې د ټرانزیټ په توګه کاروي، څو نورو هېوادونو ته لاړ شي.
د تاجکستان د ملي امنیت کمېټه وایي، افغان کډوال هم د همدې دلایلو له امله شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنر دفتر د ۲۰۲۵ کال د چنګاښ پر ۲۷مه نېټه اعلام کړی، چې له تېرو لسو میاشتو (د ۲۰۲۴ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر جولای پورې) لږ تر لږه ۴۸۵ افغان کډوال له تاجکستان څخه شړل شوي دي.
د ملګرو ملتونو د اعلامیې له مخې، د تاجکستان چارواکو د چنګاښ پر ۱۷مه د وحدت ښار په یو شمېر سیمو کې افغان کډوال او پناهغوښتونکي راوغوښتل او هغوی ته یې وویل، چې باید تر ۱۵ ورځو تاجکستان پرېږدي. دا ضربالاجل نن پای ته رسېږي.
دا حالت داسې مهال رامنځته کېږي، چې لا هم افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بلل کېږي او دا ډول جبري شړل نړۍوال قوانین نقض کوي.


د بې ځایه شویو په نامه د کډوالو د ملاتړ نړۍوال سازمان د ایران له لوري د افغان کډوالو په ځانګړي ډول د پخوانیو پولیسو، سرتېرو او د هغوی د کورنیو د غړو د جبري شړلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او دا یې د هغوی د ژوند لپاره یو جدي ګواښ ګڼلی.
یاد سازمان په خپل راپور کې ویلي، هغه کسان چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې نه یوازې د افغانستان، بلکې د نړیۍال امنیت لپاره قربانۍ ورکړې وې، اوس بېرته هغه رژیم ته سپارل کېږي چې کلونه یې ورسره مبارزه کړې وه او دا اقدام د دوی ژوند ته مستقیم ګواښ بلل کېږي.
د بې ځایه شویو سازمان وایي، له هغه وخته چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام نسکور کړ، د ملي اردو، پولیسو او استخباراتو پخواني غړي د انتقام د پراخ کمپاین موخه ګرځېدلي. که څه هم طالبانو عمومي عفوې ته اشاره کړې، خو واقعیت دا دی چې له یادو کسانو سره زور زیاتی، توقیف، شکنجه او ان وژنې دوام لري. دا حقایق د ملګرو ملتونو او نورو بشري حقونو نړۍوالو ادارو له خوا مستند شوي دي.
په راپور کې راغلي، د جون له ۲۴مې د جولای تر ۹مې یعنې یوازې په دوو اوونیو کې له ایران څخه له ۵۰۰زرو زیات افغان کډوال په زور شړل شوي دي، چې پکې سلګونه پخواني امنیتي کارکوونکي هم شامل دي.
په دې کسانو کې ډېری داسې هم شته، چې له قانوني اسنادو سره سره نیول شوي، وهل شوي، اسناد ترې اخیستل شوي او پرته له هر ډول بشري مرستو اسلامکلا بندر ته استول شوي دي؛ هغه ځای چې د ۵۰ درجو ګرمه هوا، لوږې، تندې او د درملنې نشتوالي له امله یو انساني ناورین روان دی.
د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان وایي، دا جبري شړل د «نه شړلو اصل» څخه ښکاره او قصدي سرغړونه ده. دا اصل د نړۍوالو بشري قوانینو بنسټیز اصل دی چې پر اساس یې هېڅوک باید هغه ځای ته بېرته ونه شړل شي، چېرته چې له شکنجې، مرګ یا ځورونې سره مخ کېږي.
د افغانستان لپاره د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په خپلو وروستیو راپورونو کې څرګنده کړې، چې طالبان پخواني امنیتي کسان په سیسټماټیک ډول تعقیبوي، شکنجه کوي او وژني یې. نوموړی وایي، دا عملونه بېپایلې روان دي او نړۍواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي.
دغه سازمان د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ پر مشر فلیپو ګرانډي غږ کړی، چې دا حالت د بېړني وضعیت په توګه وپېژني او همداراز د اسلام کلا، تورخم او سپین بولدک سیمو ته د بېړني ثبت او محافظتي ټیمونو استول یقیني کړي.
راپور زیاتوي، چې د بېړني ثبت او محافظتي ټیمونو ترڅنګ د لنډمهاله خوندي زونونو او بشري دهلیزونو جوړول همداراز د پخوانیو امنیتي کسانو لپاره د ثالث هېوادونو له لارې د خوندي استوګنې اسانتیاوې برابرې شي.
د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان له ایران او پاکستان څخه غواړي، چې د افغان کډوالو شړل ژر تر ژره بند کړي، پرته له دې چې د هغوی فردي وضعیت وڅېړي.
سازمان وايي، ایران باید د افغان کډوالو پر ضد د قرباني کولو او ټولییزو سزاوو کمپاین پای ته ورسوي.
په راپور کې له نړۍوالې ټولنې، امریکا، اروپایي ټولنې، هندوستان، جاپان او خلیجي هېوادونو غوښتنه شوې، چې ژر تر ژره جدي اقدامات وکړي. په دې کار کې غفلت د انسانیت، قانون او اخلاقي مسوولیت ستره ماته ده.
د دغه سازمان مشر اشرف حیدري وایي: «موږ د هغو کسانو جبري شړل ګورو چې کله د نړۍ ترڅنګ د ترهګرۍ پر ضد ولاړ وو. اوس دوی د شکنجې، ورکېدنې یا اعدام لپاره بېرته استول کېږي. که نړۍواله ټولنه اوس دا خلک ونه ژغوري، دا به یوازې قانوني ناکامي نه وي، بلکې یو اخلاقي سقوط به وي.»

وروسته له هغه چې د امریکا یوې فدرالي محکمې د کډوالو د قانوني خوندیتوب د غځولو پرېکړه لغوه کړه، زرګونه افغانان له امریکا څخه د شړلو له ګواښ سره مخ دي. یادې محکمې د ټرمپ ادارې لهخوا د قانوني خوندیتوب د پای ته رسولو پرېکړه عملي کړې او دا پرېکړه یې ونه ځنډوله.
د امریکا د ویرجینیا ایالت د څلورمې استیناف محکمې درېیو قاضیانو د دوشنبې په شپه ناوخته پرېکړه وکړه، چې د افغانستان او کامرون د وګړو د لنډمهاله خوندیتوب د پروګرام د غځولو لپاره کافي اسناد نشته او له همدې امله نه شي کولی د ټرمپ ادارې پرېکړه وځنډوي.
اسوشېټېډ پرېس اژانس په یو خبر کې ویلي، چې د افغانانو لپاره د امریکا موقتي قانوني موده د جولای ۱۴مه پای ته رسېدلې وه؛ خو استیناف محکمې دغه موده د جولای تر ۲۱مې پورې غځولې وه، ترڅو د بېړنۍ غوښتنې په اړه غور وکړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د مې په میاشت کې اعلان وکړ، چې ۱۱زره او ۷۰۰ افغانانو ته د لنډمهاله ساتنې پروسه به په ۶۰ ورځو کې پای ته ورسوي.
د مېشتېدنې دغه پروسه له ۲۰۲۲ کال راهیسې پیل شوې وه، چې افغانانو کولی شوای په امریکا کې کار وکړي او حکومت یې اېستلی نه شي.
د کډوالو غېر انتفاعي او د حقونو ملاتړې ادارې د افغان او کامرونیانو لپاره د لنډمهاله ساتنې د پروسې لغوه کېدو پر وړاندې د امریکا پر حکومت دعوه کړې او یو فدرالي قاضي د دعوې اجازه ورکړې، چې مخ ته یې يوسي.
د دواړو هېوادونو لپاره دغه پروسه د اګسټ په ۴مه پای ته رسېږي.
د امریکا د کورني امنیت چارواکي د دغه پروسې د پای ته رسولو پر مهال ویلي، چې د افغانستان وضعیت ښه شوی نو ځکه دا حالت پای ته رسوي.

د بغلان ولایت د مرکز، پلخمري ښار، په شاوخوا کې د کرکر د سکرو کان کې چاودنه شوې ده. د بغلان روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.
سرچینو ویلي، چاودنه د ډبرو سکرو په درېیم کان کې د میټان ګاز د لیک کېدو له امله رامنځته شوې.
د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی.
د طالبانو یوه سیمه ییز چارواکي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې چاودنه په کان کې د غېر مسلکي ډبرو سکرو کان کېندنې له امله شوې ده.
دا لومړی ځل نه دی، چې کان کېندونکي د کان کېندنې پرمهال ژوند له لاسه ورکوي.
تر دې وړاندې د سمنګان او نورو ورته سیمو د دره صوف د ډبرو سکرو په کانونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوې وې، چې د یو شمیر کارګرانو د مړینې او ټپي کېدو لامل شوی و.

د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د «لنډمهالي خوندیتوب» (ټي پي اېس) پروګرام قانوني موده د ۲۰۲۵کال د جولای په ۲۲مه پای ته رسېدلې ده. له دې نېټې وروسته هغه افغان وګړي چې د یاد پروګرام له شرایطو برخمن وو، نور دا امتیاز نه لري.
د کورني امنیت وزارت په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، تر دې وروسته هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري او د (ټي پي اېس) پروګرام له پای ته رسېدو وروسته غېرقانوني ګڼل کېږي، کولای شي د امریکا پرېښودو لپاره له رضاکارانه وتلو پروګرامونو څخه ګټه واخلي.
دغه پروګرامونه هغو کسانو ته اسانتیاوې برابروي، چې غواړي په خپله خوښه له امریکا ووځي، پرته له دې چې ونیول شي یا په جبري ډول وشړل شي.
چارواکي وايي، چې د "CBP One" په نوم یو رسمي موبایل اپلیکېشن هم چمتو شوی، چې غېرقانوني مېشت کسان کولای شي له دې لارې له امریکا څخه د وتلو وخت ثبت کړي. دا کار کولی شي هغوی ته د قانوني عواقبو له ګواښ څخه د خوندي پاتې کېدو چانس ورکړي.
د امریکا د کډوالۍ چارو مسوولین ټینګار کوي، که یو څوک په خپله خوښه ووځي، نو دا به د هغه د راتلونکو قانوني غوښتنلیکونو پر وړاندې خنډ نه جوړوي؛ خو که څوک غېرقانوني پاتې شي، نو د سختو قانوني پایلو لکه نیول، جبري شړل او په راتلونکي کې امریکا ته د ننوتو بندیز سره به مخ شي.
دغو مسوولینو همداراز زیاته کړې، هغه کسان چې له ټي پي اېس وروسته نور قانوني اسناد نه لري، باید ژر تر ژره خپل وضعیت روښانه کړي او له قانوني لارو د وتلو هڅه وکړي، څو د قانون له جدي سرغړونو وژغورل شي.
د یادولو وړ ده، چې د لنډمهالي خونديتوب وضعیت پروګرام هغو خلکو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې د طبیعي پېښو، وسلهوالو شخړو، یا غېر معمولي شرایطو سره مخ دي.
دغه حالت معمولا له شپږو څخه تر ۱۸ میاشتو پورې صادرېږي، چې د تمدید کولو وړ او د اخراج مخه نیسي.
د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام کډوالو ته اجازه ورکوي، چې په امریکا کې د اوسېدو ترڅنګ کار هم وکړي.

د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې له ایران څخه تر ۱.۵ میلیونه زیات افغان کډوال شړل شوي او دا لړۍ لا هم دوام لري. سره له دې چې ډېر شمېر کډوال قانوني اسناد هم لري، خو بیا هم د شړلو، نیولو، او سپکاوي له ګواښ سره مخ دي. دغه کډوال وایي، د دوی یوازې ژوند نه، بلکې هویت هم تر پښو لاندې شوی.
د الجزیره په راپور کې راغلي، چې په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې فشارونه وروسته له هغې زیات شوي، چې د ایران او اسراییل تر منځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پای ته ورسېده. د دې جګړې له پای ته رسېدو، یعنې د جون له ۲۴مې راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو شړل دوام لري او تر اوسه له ۴۱۰ زرو زیات افغانان بېرته افغانستان ته لېږل شوي دي.
د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې تر ۱.۵ میلیونه زیات افغان کډوال له ایران څخه اېستل شوي او اټکل کېږي، چې د کال تر پایه دا شمېر تر دوه میلیونو واوړي.
ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی، خو اوسني اقدامات یې بېساري بلل کېږي. ایراني چارواکو د دغه هېواد د ختیځو پولو په اوږدو کې دېوال جوړول پیل کړي، تر څو ناقانونه تګ و راتګ او قاچاق کم کړي. پارلمان هڅه کوي، چې د "ملي کډوالۍ سازمان" جوړ کړي، ترڅو د ناقانونه کډوالۍ پر ضد اقدامات منظم کړي.
د الجزیرې په راپور کې راغلي، احمد چې یو ۲۷ کلن افغان دی او څلور کاله وړاندې ایران ته تللی، وايي چې د یوې ودانۍ سرپرستي کوي، خو دومره وېریږي چې له ودانۍ بهر نه وځي.
دی وايي، یوازې شاوخوا ۸۰ ډالره میاشتنی معاش لري او نه شي کولی بانکي حساب پرانیزي، ځکه چې د قانون له مخې اجازه نه لري. دا پیسې د یوه ایراني کس پر کارټ انتقالېږي او احمد هڅه کوي، لږ څه پیسې خپلې کورنۍ ته واستوي. دی زیاتوي: «نه پوهېږم تر کله کولی شم داسې ژوند ته دوام ورکړم.»
الجزیره زیاتوي، چې د تهران ښاروالۍ دفتر یو چارواکي ورته ویلي چې ناقانونه کډوال باید کار ونه لري، څو د ایراني کارګرانو ګټه خوندي پاتې شي. د جګړې له پیله، هره ورځ نږدې ۳۰ زره افغانان یا خو جبري شړل کېږي او یا پخپله بېرته ستنېږي.
د بشري حقونو څارونکو ډلو ویلي، چې دا ډول ډلهییز شړل نړۍوال قانون نقضوي، ځکه چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې یو ناامن هېواد بلل کېږي.
مای ساتو چې د ایران د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې راپور ورکوونکې ده، وایي چې لا هم په افغانستان کې ښځې، ماشومان او لږکي له سخت خطر سره مخ دي.
په ورته وخت کې، د ایران دولتي رسنۍ او چارواکي تور لګوي چې یو شمېر ناقانونه افغانان ښايي د اسراییل له لوري د جاسوسۍ لپاره کارول شوي وي.
د ایران په دولتي ټلویزیون کې داسې اعترافونه هم خپاره شوي، چې د ځینو کسانو چې مخونه یې پټ شوي وو، ادعا کوي چې دوی د اسراییل استخباراتي ادارې «موساد» ته معلومات لېږدولي دي.
خو د ایران د قم ولایت یوه استازي ویلي، چې تر اوسه هېڅ افغان د جاسوسۍ په قضیه کې نه دی نیول شوی. نوموړي زیاته کړې، چې ځیني افغانان د ایران لپاره جنګېدلي هم دي، نو باید له ټولو سره یو شان چلند وشي.
په راپور کې راغلي، چې له دې هر څه سربېره، افغان کډوال په ایران کې له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. دوی نشي کولی جایداد، موټر یا سیم کارټ واخلي، د ماشومانو تعلیم ورته ستونزمن دی او ډېرو ته د تابعیت ورکولو هېڅ چانس نشته.
زهره اعظم چې یوه افغان الاصله ښوونکې ده، وايي چې له څلوېښتو کلونو راهیسې یې کورنۍ ایران کې ژوند کوي، خو تر اوسه نه دي توانېدلي چې ان د موټر چلولو جواز ترلاسه کړي.
هغه زیاتوي: «زه دلته زېږېدلې یم، خو لا هم یو ساده سند نه شم ترلاسه کولی.»
هغې دا هم ویلي، چې د وروستۍ جګړې له امله د افغانانو پر ضد نفرت ډېر شوی،ان ځیني ایراني ملګري یې هم نور د ملګرو په څېر نه ښکاري.
زهره وايي: «یوې نږدې ملګرې مې راته وویل، چې نور نه شي کولی دلته ژوند وکړي. ما فکر کاوه بله خوا ته کډه کوي، خو وروسته پوه شوم چې ځان یې وواژه.»
الجزیره په خپل راپور کې وایي، چې په ټولنیزو رسنیو کې هم د افغانانو پر ضد احساسات توند شوي او ځیني ایرانیان د افغان کډوالو شړل "ملي غوښتنه" بولي. داسې راپورونه هم شته چې ځیني افغانان چې قانوني اسناد یې لرل، بیا هم له هېواده اېستل شوي، ان ځیني یې وايي چې پولیسو اسناد ورته څېرې کړي دي.
بلخوا، د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې یوازې ناقانونه کسان شړل شوي او که کوم قانوني کډوال هم اېستل شوی وي، نو قضیه به یې وڅېړل شي. خو واقعیت دا دی چې د افغانانو پر وړاندې چلند ورځ تر بلې سختېږي او دا حالت ډېر کډوال دې ته اړ کړي چې له وېرې ځانونه پټ وساتي.
په داسې وضعیت کې، افغانان چې له یوې خوا د خپل هېواد ناامني ته ستنېږي، له بلې خوا د هغه هېواد له تاوتریخوالي سره مخ دي چې له ډېرو کلونو راهیسې یې هلته ژوند کاوه.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د دوی ژوند د فشار، بېسرنوشتۍ او وېرې تر سیوري لاندې تېرېږي.