د امریکا د ویرجینیا ایالت د څلورمې استیناف محکمې درېیو قاضیانو د دوشنبې په شپه ناوخته پرېکړه وکړه، چې د افغانستان او کامرون د وګړو د لنډمهاله خوندیتوب د پروګرام د غځولو لپاره کافي اسناد نشته او له همدې امله نه شي کولی د ټرمپ ادارې پرېکړه وځنډوي.
اسوشېټېډ پرېس اژانس په یو خبر کې ویلي، چې د افغانانو لپاره د امریکا موقتي قانوني موده د جولای ۱۴مه پای ته رسېدلې وه؛ خو استیناف محکمې دغه موده د جولای تر ۲۱مې پورې غځولې وه، ترڅو د بېړنۍ غوښتنې په اړه غور وکړي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت د مې په میاشت کې اعلان وکړ، چې ۱۱زره او ۷۰۰ افغانانو ته د لنډمهاله ساتنې پروسه به په ۶۰ ورځو کې پای ته ورسوي.
د مېشتېدنې دغه پروسه له ۲۰۲۲ کال راهیسې پیل شوې وه، چې افغانانو کولی شوای په امریکا کې کار وکړي او حکومت یې اېستلی نه شي.
د کډوالو غېر انتفاعي او د حقونو ملاتړې ادارې د افغان او کامرونیانو لپاره د لنډمهاله ساتنې د پروسې لغوه کېدو پر وړاندې د امریکا پر حکومت دعوه کړې او یو فدرالي قاضي د دعوې اجازه ورکړې، چې مخ ته یې يوسي.
د دواړو هېوادونو لپاره دغه پروسه د اګسټ په ۴مه پای ته رسېږي.
د امریکا د کورني امنیت چارواکي د دغه پروسې د پای ته رسولو پر مهال ویلي، چې د افغانستان وضعیت ښه شوی نو ځکه دا حالت پای ته رسوي.