د بغلان د کرکر د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله ۲۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده

د بغلان ولایت د مرکز، پلخمري ښار، په شاوخوا کې د کرکر د سکرو کان کې چاودنه شوې ده. د بغلان روغتون سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.