د برېتانیا د امنیتي ادارو خبرداری: انټرنټي زهرجن مواد ماشومان ترهګرۍ ته هڅوي

د برېتانیا استخباراتي او امنیتي ادارو کورنیو ته خبرداری ورکړی، چې خپل ماشومان له انټرنټي زهرجنو موادو وساتي، ځکه چې ګڼ کمعمره کسان د ترهګرو د تبلیغاتو ښکار کېږي او د خطرناکو لارو پر لور روانېږي.