• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عراقچي: زموږ دریځ روښانه دی، د یورانیمو غني‌کولو ته دوام ورکوو

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۴ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جمعې په ورځ په استانبول ښار کې له درېیو اروپايي هېوادونو سره د خبرو اترو په اړه وویل: «سبا ته خبرې اترې د پخوانیو خبرو دوام دی او نړۍ باید وپوهېږي چې زموږ دریځ روښانه دی او هېڅ بدلون پکې نه‌دی راغلی.»

عباس عراقچي زیاته کړه: «زموږ د یورانیمو غني‌کول به دوام ولري او د ایران د خلکو له حقه به هېڅکله تېر نه شو.»
دا په داسې حال کې ده، چې هغه څو ورځې وړاندې هم د امریکا دا غوښتنه رد کړه، چې ایران دې د یورانیمو له غني‌ کولو لاس واخلي.
هغه ویلي، چې د امریکا وروستيو بریدونو د ایران اټومي تاسیساتو ته جدي او پراخ زیانونه اړولي، خو سره له دې یې ټینګار کړی چې دا پروګرام به ونه درېږي.
د ایران او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه اختلافات لا هم نه دي هوار شوي او د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې له اوږد ځنډ وروسته یو ځل بیا روانې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د روسۍ الوتکې پر غورځېدو خواشیني وښوده

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۱

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په روسیه کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو په پېښه کې د یو شمېر کسانو پر مړینې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې پېښې له امله د روسیې فډراسیون له حکومت او د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي ښودلې ده.

د روسیې انتونوف ان-۲۴ مسافر وړونکې الوتکه چې نږدې ۵۰ کسان پکې سپاره وو د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په ختیځ کې ولوېده او د رپوټونو له مخې په الوتکه کې ټول سپاره کسان مړه شوي دي.

روسیه په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

سعودي عربستان اعلان وکړ چې په سوریه کې ۶،۴ میلیارد ډالره پانګونه کوي

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۶:۵۵ GMT+۱

سعودي عربستان د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سوریه کې به ۶،۴ میلیارد ډالره پانګونه وکړي. د سعودي د پانګونې وزیر خالد الفالح دا اعلان د دمشق په یوه اقتصادي فورم کې وکړ او ویې ویل چې سفر یې د ولیعهد محمد بن سلمان په امر ترسره شوی.

په دې پانګونه کې شاوخوا ۲،۹۳میلیارد ډالر به د زیربناوو پر پروژو ولګول شي او نږدې ۱،۷ میلیارد ډالر به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته ځانګړي شي.

د فالح په وینا، د کنفرانس په جریان کې به ۴۷ تړونونه لاسلیک شي او له ۱۰۰زیات شرکتونه به پکې برخه واخلي.

په دې پانګونه کې د سعودي مخابراتي شرکتونه اېس ټي سي، ګو ټیلیکام، د سایبري امنیت شرکت سیپر او د زده‌کړو ټکنالوژۍ شرکت کلاسیرا شامل دي. همداراز، د کنفرانس پر مهال د سعودي ـ سوریایي سوداګریزې شورا اعلان هم وشو.

د رویټرز د رپوټ له مخې، په دې اقتصادي پریکړې سره سعودي عربستان یو ځل بیا له سوریې سره خپلې ژورې اړیکې څرګندې کړې او هڅه کوي د احمد الشراع حکومت ته چې د بشارالاسد له پرځېدو وروسته واک ته رسېدلی، سیاسي او مالي مشروعیت ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې قطر هم له سوریې سره د ۷ میلیارد ډالرو د برېښنا پروژه لاسلیک کړې او د اماراتو بندري شرکت د ۸۰۰ میلیونه ډالرو تړون ورسره کړی. امریکا هم د سوریې د انرژۍ سکتور لپاره یو پراخ ماستر پلان چمتو کوي.

د طالبانو سترې محکمې په بلخ کې یوه ښځه په دُرو ووهله

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۱:۴۶ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، د بلخ ولایت د ښاري ابتدایه محکمې له پرېکړې وروسته یوې ښځې ته د «نامشروع اړیکو» په جرم نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه. د دغې محکمې په وینا، دغه ښځه د بلخ ولایت د ښاري ابتدایه محکمې په انګړ کې ۳۹ دُرې وهل شوې ده.

د محکمې په خبرپاڼه کې د نامشروع اړیکو د څرنګوالي په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو د دغه ولایت د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر رييس پر والدینو د اولادونو د حق او همداراز د ودونو چارو د اسانه کولو په تړاو خبرې کړې دي.

د دغې اړیکې د مقابل لوري په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونه د طالبانو دغه ډول کړنو ته د بشري حقونو د نقض په سترګه ګوري او د درېدو غوښتنه یې لري.

طالبان وايي چې په نیمروز کې د رېل پټلۍ جوړولو چارې پیل شوې

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د نیمروز والي په دغه ولایت کې د رېل پټلۍ د جوړېدو په تړاو جوړو شویو مراسمو کې دغه پروژه حیاتي وبلله او ویې ویل چې د اورګاډي ټرانسپورټ تر نورو ټرانسپورټي لارو ارزانه او چټک دی، نو له همدې امله به د کندهار- هرات پټلۍ جوړېدل تجارتي لګښتونه کم کړي.

د طالبانو د نیمروز والي محمد قاسم خالد د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه وویل، چې په دې سره به د نیمروز یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره او نیمروز ولایت به یو ستراتیژیک موقعیت شي.

د نیمروز ولایتي دفتر وايي، د رېل پټلۍ له لارې له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان د نښلولو په پایله کې به نړیواله سوداګري پراخه او ورسره به د افغانستان د صادراتو کچه لوړه او د وارداتو بهیر هم اسانه شي.

له دې وړاندې د طالبانو د رېل پټلۍ مسوول بخت الرحمن شرافتد چابهار بندر او د چابهار – زاهدان – نیمروز رېل پټلۍ له پروژې څخه تر لیدنې وروسته ویلي و، چې نیمروز به دروزنک ریل پټلۍ د میلک کراس له لارې له چابهار بندر سره ونښلول شي.

اوکراین د پوتین او زېلېنسکي ترمنځ د مخامخ خبرو غوښتنه وکړه

۲ زمری ۱۴۰۴ - ۲۴ جولای ۲۰۲۵، ۰۹:۱۰ GMT+۱

د اوکراین د ملي امنیت شورا منشي رستم عمروف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې :«د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لیدنه دې تنظیم او لومړیتوب ورکړل شي.»

عمروف همداراز غوښتنه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دې په دې لیدنه کې ګډون وکړي.

دغه وړاندیز په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو له نوي پړاو سره سم مطرح شوی دی.

ورته مهال د روسیې استازي ویلي، چې دواړو خواوې مفصل غږېدلي؛ خو توپیرونه لاهم لوی دي.

روسیې او اوکراین په دې مذاکراتو کې د ۱۲۰۰ اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې او همداراز مسکو چمتووالی ښودلی دی، چې د درې زره اوکرایني ځواکونو جسدونه به کېیف ته وسپاري.