• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان او امریکا بهرنیو چارو وزیرانو په واشنګټن کې سره ليدلي دي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د پاکستاند بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، د جمعې په ورځ په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر، مارکو روبیو سره لیدلي، او د سوداګرۍ، اقتصاد، پانګونې، د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سیمې د سولې د ټينګښت په برخو کې د همکاریو د پیاوړتیا او پراخېدو په اړه خبرې کړي.

دغه لیدنه په داسې مهال ترسره کېږي چې د دواړو هېوادونو اړیکې، له یوې اوږدې بې‌باورۍ او سړښت وروسته، بېرته د ښوالي پر لور روانې دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د پوځ مشر، جنرال عاصم منیر، امریکا ته په یوه ځانګړي سفر کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدنه ترسره کړې وه.

مارکو روبیو د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان د مهم رول ستاینه کړې.

همداراز اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د ولسمشر ټرمپ هڅې ستایلې دي.

دواړو لوریو یو ځل بیا پر دې ټینګار کړې چې د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره به له یو او بل سره همکاري کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

منظور پښتین: چې وخت یې راغی هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی وي

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، پاکستانی پوځ پر پښتنو ظلمونه کوي او وخت به راځي چې هر پښتون به قاضي او سزا ورکوونکی واوسي.

نوموړي د خیبرپښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور وروستیو څرګندونو ته چې د پوځ له خوا د وسله والو د خلاصون په تړاو یې کړې وې ویلي: " دا د ترهګرۍ تر شا پوځ دی د شعار تایید دی."

منظور پښتین پر فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې د پاکستان استخباراتي ادارو او پوځ یوازې دا ظلم نه، بلکې پر پښتنو یې ګڼ نور ظلمونه هم کړي دي.

پښتین یو ځل بیا په ډاګه کړه چې د ترهګرو تر شا د پاکستان پوځ دی او په وینا یې دغه پوځ د پښتنو په ټول وژنه کې لاس لري او په دې برخه کې یې مقدمه هم ثبت کړې ده.

وړمه ورځ (سې شنبه) د خیبر پښتونخوا سر وزیر علي امین ګنډاپور په یوې خبري غونډه کې ویلي، پښتونخوا صوبه د ناامنیو له امله سخته ځپل شوې او دې سیمه کې د نورو پوځي عملیاتو اجازه نه ورکوي.

ګنډا پور د پوځ له نوم یادونې پرته وویل: «زه له چا نه ډاریږم، ښه طالبان که ستاسې په کار وي په پوځ کې یې شامل کړئ، یا یې بل ځای وجنګوئ».

ایران او درې اروپايي هېوادونو د اټومي پروګرام په اړه خبرې پیل کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د ایران، فرانسې، جرمني او بریتانیا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې د جمعې په ورځ په استانبول کې د ایران په قونسلګرۍ کې پیل شوې. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د بندیزونو لرې کول او اټومي پروګرام به د دغو خبرو اصلي اجنډا وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د دغه وزارت مرستیالان کاظم غریب ابادي او مجید تخت روانچي د ایران په پلاوي کې شامل دي او همدارنګه د فرانسې، جرمني او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان او د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مرستیال د اروپايي هېوادونو په پلاوي کې ګډون لري.

بقايي ویلي:« دا ناسته به د ایران په استازیتوب یوه غوښتنه لرونکې غونډه وي او د اټومي موضوعاتو او د بندیزیونو د لرې کلو په اړه به خبرې وشي.»

پر ایران د اسراییل او امریکا له برېدونو وروسته د اټومي پروګرام خبرو په اړه دا لومړنۍ ناسته ده.

پر همدغه مهال د ملګرو ملتونو د اټومي څار سازمان ویلي، دغه خبرې کولی شي د پلټونو د بیا پیل یوه لاره پرانیزي.

کرزي د مکرون هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۱۰:۱۷ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون له‌خوا هغه پرېکړه وستایله، چې غواړي فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني او دارنګه په غزه کې د اوربند او زندانیانو تبادله هم د سولې لپاره مهم اقدامات بولي.

نوموړي پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د نړۍوالو قوانینو په چوکاټ کې د فلسطین په رسمیت پېژندل په منځني ختيځ کې د شخړو ختمولو او سولې راوستلو لپاره یوازینۍ لاره ده.

ښاغلي کرزي په غزه کې پر اوربند، د زندانیانو پر تبادلې او د مرستو پر رسولو هم ټینګار کړی دی.

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون به په راتلونکې سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین په رسمیت پېژندل اعلان کړي.

د مسلکي رېسلنګ افسانه، هولک هوګن له دې نړۍ سترګې پټې کړې

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۱

هولک هوګن، چې د نړۍ تر ټولو پېژندل شويو مسلکي رېسلرانو(پهلوان) څخه و، د امریکا په فلوریډا ایالت کې د پنجشنبې په ورځ د ۷۱ کلونو په عمر ومړ.

د هغه مړینه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د هغه د مرستیال جی ډی وینس، د« ډبلیو ډبلیو اي »سازمان او ګڼو نورو مشهور شخصیتونو له‌خوا د ژورې خواشینۍ سره بدرګه شوې ده.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هوګن چې اصلي نوم یې ټېري بولیا و، د ۱۹۸۰مو کلونو راهیسې د« ډبلیو ډبلیو اي » یو له سترو او اغېزناکو ستورو څخه شمېرل کېده.

د هغه ځانګړې بڼه اوږده ژیړ ویښتان، غټ عضلات او ځانکړی ښکارېدونکی سټایل د هغه نوم نړیوال شهرت ته رسولی و.

هوګن یوازې رېسلر نه و؛ هغه د فلمي نړۍ او تلویزیوني ریالېټي پروګرامونوبرخه هم پاتې شوی. د هغه مشهور تلویزوني خپرونه"Hogan Knows Best"د ګڼو مینوالو پام ځان ته اړولی و.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، چې له هوګن سره یې نږدې اړیکې درلودې، د هغه پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي ویلي: « نن مې یو ستر ملګری له لاسه ورکړ. هولک هوګن تل زموږ لپاره یو ځواکمن، زړور او زړه‌سواندی شخصیت و. هغه د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې داسې وینا وکړه چې د ټولې اوونۍ تر ټولو مهمه شیبه وه. نړۍ ته یې خوښي ورکړه او د هغه کلتوري اغېز نه‌هېرېدونکی دی.»

په سوریه کې د وسلو په زېرمتون کې د چاودنې له امله ۱۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۳ زمری ۱۴۰۴ - ۲۵ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۶ GMT+۱

د بشري حقونو د څار ډلې ویلي، چې د سوریې په شمال لویدیځ ادلب ولایت کې د وسلو په یوه زېرمتون کې د پرله‌ پسې چاودنو له امله لږ تر لږه ۱۲کسان وژل شوي او له ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د راپور له مخې، دغه چاودنې د پنجشنبې په ورځ د ادلب ولایت په شمال کې د معرت مصرین په سیمه کې د ترکستان اسلامي ډلې (TIP)اړوند وسلو او مهماتو په یوه زېرمتون کې رامنځته شوې دي.

بشري حقونو څار بنسټ تایید کړې چې په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

د سوریې د روغتیا وزارت د لومړنیو شمېرو له مخې، په چاودنو کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۱۶ نور ټپیان دي، خو د بشري حقونو څار اداره وایي چې د مړو شمېر تر دې ډېر دی.

د چاودنو دقیق لامل تر دې دمه ندې روښانه شوې، خو د پېښې له ځایه خپاره شوي انځورونه ښيي چې له سیمې نه یو لوی سپین لوګی پورته شوی او ګڼ شمېر ماشومان هم ټپیان شوي دي.