• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران په سیستان او بلوچستان ولایت کې د محکمې پر ودانۍ د برید پایله کې ۹ کسان ووژل شول

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱

د رویټرز د راپور له مخې، د ایران سیستان او بلوچستان ولایت په محکمې سني جیش العدل بلوچ ډلې برید کړی. برید کې ۹ کسان وژل شوي، چې درې یې بریدګر دي. په راپور کې ویل شوي، چې په دې برید کې ۲۲ نور کسان ټپیان شوي دي.

جیش العدل د پاکستان او افغانستان پولې ته څېرمه د سویل ختیځ ولایت په مرکز زاهدان کې له امنیتي ځواکونو سره په نښتو کې د خپلو درېیو غړو وژل کیدل تایید کړي.

سیستان او بلوچستان د ایران د سني مسلمانو بلوڅ اقلیتونو ولایت دی، چې له اوږدې مودې راهیسې له اقتصادي محرومیت او سیاسي جلاوالي شکایت کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایران: په روان کال کې ۷۵۰ زره افغانان د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر چنګاښ میاشتې پورې شاوخوا ۷۵۰ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۸۰ سلنه کډوال په خپله خوښه تللي دي.

حسین جمشیدي زیاتوي:«د دوغارون په سرحد کې د افغان کډوالو د درناوي او باعزته ستنېدو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه برخه کې د ایران او افغانستان خیریه بنسټونه، خدماتي ادارې او ټولنیز فعالان هم کار کوي.»

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد په تېرو څلورو میاشتو کې له یو مېلیون څخه ډېر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.

پاکستاني حکومت په راولپېنډۍ کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو امر وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د راولپېنډۍ پولیسو د مشر په حواله راپور ورکړی چې په دغه ښار کې به د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات چټک شي. ډان ورځپاڼې لیکلي، پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي او افغانستان ته یې استوي چې د وېزو نېټه یې ختمه شوې ده.

د یاد ښار د پولیسو مشر ویلي چې څلور ډوله افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي. یو هغه کډوال چې د افغان کډوال په نوم ثبت شوي او (ACC) کارډ لري، دویم هغه کډوال چې هېڅ ډول اسناد نه‌لري، درېیم هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR کارډ لري او څلورم هغه افغان کډوال چې د وېزو میعاد یې پای ته رسېدلی وي.

پولیسو دا مهال د هغو افغان کډوالو لټون پيل کړی چې په پاکستان کې په کرايي کورونو کې اوسېږي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وېزو تمدید ځنډېدلی چې له امله یې ډېر افغانان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په غزه کې د لوږې خطرناکه څپه؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شول

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۱

په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې د لوږې له امله د مړه شویو شمېر د ۸۰ ماشومانو په ګډون ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. د هغوی په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.

د لوږې سربیره د اسراییل دوامداره هوايي بمبارۍ هم له فلسطتنیانو قرباني اخلي. د معلوماتو پربنسټ د تېرې جمعې ورځې راهیسې په غزه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې ۵۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ هغه ټپیان دي.

که څه هم تراوسه په غزه کې د روان تاوتریخوالي او بشري کړکیچ د پای ته رسېدو لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې؛ خو بیا هم د جرمني، فرانسې او برېټانیا مشرانو پر اسراییل غږ کړی چې پر غزه د بشري مرستو بندیز له ځنډ پرته لرې کړي څو دغې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.

دې سره جوخت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په غزه کې له «بشري ناورین» پرته پل څه نشته. د هغه په وینا، که د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند وشي، نو یاد بنسټ چمتو دی چې د بشري مرستو لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.

د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۴۷ GMT+۱

د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د یوه‌ پرانیستي لیک له لارې د دغه هېواد له لومړي وزیر نه غوښتنه کړې چې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

سکای نیوز خبري شبکې شنبه (زمري ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، د پارلمان له‌خوا د بریټانیا پر لومړي وزیر سر کیر سټارمر ورځ تر بلې فشار ډېرېږي چې فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د برېټانیا پارلمان د غزې وضعیت بشري ناورین بللی او وايي، دا غوښتنه یې ځکه کړې چې په فلسطین سولې ته لاره هواره شي.

د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به هغه وخت فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې دا کار د سولې د بهیر لپاره ډېر موثر او ګټور وي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له عاصم منیر سره وکتل

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هیله ښودلې چې د پاکستان پوځ به د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې جاري وساتي. هغه پاکستان د چین «قوي دوست» بللی دی. په دې لیدنه کې د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال ژانګ یوشیا هم برخه لرله.

چین په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او ځیني راپورونه دا هم وايي چې بیجېنګ غواړي په پاکستان کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

مارشال عاصم منیر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه ډېر شوي دي.