د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې غوښتنه وکړه

د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د یوه پرانیستي لیک له لارې د دغه هېواد له لومړي وزیر نه غوښتنه کړې چې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د یوه پرانیستي لیک له لارې د دغه هېواد له لومړي وزیر نه غوښتنه کړې چې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
سکای نیوز خبري شبکې شنبه (زمري ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، د پارلمان لهخوا د بریټانیا پر لومړي وزیر سر کیر سټارمر ورځ تر بلې فشار ډېرېږي چې فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
د برېټانیا پارلمان د غزې وضعیت بشري ناورین بللی او وايي، دا غوښتنه یې ځکه کړې چې په فلسطین سولې ته لاره هواره شي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به هغه وخت فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې دا کار د سولې د بهیر لپاره ډېر موثر او ګټور وي.

د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هیله ښودلې چې د پاکستان پوځ به د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې جاري وساتي. هغه پاکستان د چین «قوي دوست» بللی دی. په دې لیدنه کې د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال ژانګ یوشیا هم برخه لرله.
چین په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او ځیني راپورونه دا هم وايي چې بیجېنګ غواړي په پاکستان کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.
مارشال عاصم منیر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه ډېر شوي دي.

د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ«سینټکام»ځواکونو د سوریې د حلب ولایت په الباب ښار کې ځانګړی عملیات ترسره کړی، چې په پایله کې یې د داعش یو لوړپوړی مشر «ضحیا زوبع مصلح الحرداني» او د هغه دوه زامن «عبدالله ضحیا الحرداني او عبدالرحمن ضحیا زوبع الحرداني» وژل شوي.
سینټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد درې تنه د داعش فعال غړي بلل کېدل، چې د امریکا، ائتلافي ځواکونو او د نوې سوريایي ادارې لپاره یې جدي ګواښ پېښاوه.
د عملیاتو پر مهال په نښه شوي ځای کې درې ښځې او درې ماشومان هم وو، خو سینټکام وایي ټول خوندي پاتې شوي دي او هېڅ ډول زیان ورته نه دی رسېدلی.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال مایکل اریک کوریلا، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ به د داعش ترهګرو پر ضد خپل فشار ته دوام ورکړو، دوی چې هرچېرې وي، که ویده وي، فعالیت کوي یا پټ شوي وي. د خپلو متحدینو او سیمهییزو شریکانو سره یوځای، موږ ژمن یو چې د داعش ترهګریز تهدید له منځه یوسو، چې نه یوازې سیمه، بلکې زموږ ملګري او خپله خاوره هم له خطر سره مخ کوي».
دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې داعش لا هم هڅه کوي په ځینو سیمو کې خپل فعالیتونه بیا راژوندي کړي، خو د امریکا او ائتلافي ځواکونو لهخوا پرې پراخ پوځي او استخباراتي فشار روان دی.

اروپايي ټولنې او جاپان په یوه ګډه اعلامیه کې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له طالبانو یې غوښتي چې د افغانستان له نړیوالو تعهداتو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په برخه کې، سرغړونه ونهکړي او ژمن پاتې شي.
په دې ګډه اعلامیه کې چې د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې، اورزولا فن در لاین، د اروپايي شورا مشر، انتوني کاستا، او د جاپان لومړي وزیر، شیګرو ایشیبا، د اروپايي ټولنېاو جاپان په ۳۰مه سرمشریزه کې ګډون کړی وو، راغلي دي: « موږ پر طالبانو دا غږ او ټینګار کوو چې د افغانستان د ټولو نړیوالو قانوني تعهداتو، په تېره بیا د بشري حقونو په برخه کې، بشپړ درناوی تضمین کړي. همداراز باید اجازه ورنکړي چې افغانستان د ترهګرو لپاره یو خوندي پټنځای شي.»
دواړو خواوو ټینګار وکړ چې هغوی د ګډو ارزښتونو – لکه د قانون حاکمیت، بنسټیز بشري حقوق، ډموکراسۍ او ازاد تجارت ملاتړي دي، او په دې برخو کې ژور شراکت لري.
په اعلامیه کې دا هم یادونه شوې چې د افغانستان پخوانیو حکومتونو، په ځانګړې توګه د جمهوري نظام پر مهال، له ګڼو نړیوالو معاهداتو او کنوانسیونونو سره یوځای شوې و، خو طالبانو دا ژمنې نه دي منلې او نه عملي کوي.
طالبانو تر دې دمه شاوخوا ۱۰۰ فرمانونه صادر کړي، چې د ښځو پر بنسټیزو حقونو یې پراخ محدودیتونه لګولي، له ښوونې، کار، سفر او ټولنیز حضور څخه یې منع کړي، او د ټولشموله حکومت جوړولو غوښتنه یې هم له پامه غورځولې ده.
اروپايي ټولنه او جاپان د نړیوالې ټولنې له نورو غړو سره یوځای له طالبانو غواړي چې د افغان ولس حقونو ته درناوی وکړي او هېواد د نړیوالو اصولو له مخې اداره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ ته د خپل څلور ورځني سفر په پر مهال په اروپا کې د کډوالۍ پر بحران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا يو ګواښونکی یرغل دی،باید مخه يې ونيول شي.
ټرمپ د ګلاسګو پههوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال وویل: «که د کډوالۍمخه ونه نیول شي، اروپا به له منځه ولاړه شي.»
نوموړي د هغو اروپايي مشرانو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د کډوالۍپر وړاندې دریځ لري، خو نومونه یې یاد نه کړل.
ټرمپ ټینګار وکړ چې د ده د پالیسیو له امله تېره میاشت هېڅ کډوالامریکا ته نه دی ورغلی.

په افغانستان کې د ازادی جبهې د یوه رسمي یادښت له لارې د جرمني د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې د طالبانو د استازو منلو پرېکړه لغوه کړي او د کډوالو په چارو کې هر ډول همکاري د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د افغانستان د مشروع ډیپلوماټانو له لارې ترسره شي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې چې د طالبان ضد وسله واله ډله ده، د یوې اعلامیې له مخې، د جرمني له بهرنیو چارو وزارت سره په یو رسمي یادښت کې د دغې پرېکړې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې چې د طالبانو استازي یې د افغانستان په استازیتوب په رسمي ادارو کې منلي دي.
په دغه یادښت کې ویل شوي، د طالبانو استازو ته رسمي ځای ورکول د جرمني د اساسي قانون د ۱ او ۲۰ مادو ښکاره نقض دی، هغه اصول چې د انسان کرامت ته درناوی د دولت پر ټولو ادارو لازمي بولي.
ازادۍ جبهه همداراز یادونه کړې چې دا پرېکړه د اروپایي ټولنې د بنسټیزو حقونو د منشور له څلورمې مادې او د اروپایي بشري حقونو د کنوانسیون له درېیمې مادې سره هم تضاد لري، کوم چې د بشري حقونو ناقضو رژیمونو سره د هر ډول همکاري او کډوالو داسې ځای ته بېرته استول، چې له شکنجې یا غیر انساني چلند سره مخامخ شي، مطلق منع کوي.
په یادښت کې ټینګار شوی چې د جرمني دا اقدام د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ښځو، سولې او امنیت د اجنډا (پریکړهلیکونه ۲۴۶۷ او ۲۴۹۳) کې د دې هېواد له مخکښ رول سره هم ښکاره ټکر لري.
د یادښت یوه برخه وايي:«ازادۍ جبهه د جرمني د فدرالي جمهوریت له حکومت څخه غواړي چې د طالبانو د ګومارل شوو استازو د منلو پرېکړه بېرته واخلي او هر ډول همکاري د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې، د افغانستان د مشروع ډېپلوماټانو له لارې تنظیم کړي، تر څو دې ډلې ته د مشروعیت ورکولو مخه ونیول شي.»
جبهې همداراز ویلي، دا پرېکړه، که څه هم د کډوالو د ستنولو د اسانتیا لپاره شوې خو ګواښ دا لري چې داسې یو ډلې ته عملي مشروعیت ورکړي چې رسمي سیاستونه یې د جرمني د اساسي قانون، نړیوالو تعهداتو، او د بشري حقونو د ارزښتونو سره ښکاره مخالفت لري، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو په برخه کې.
ازادۍ جبهې د خپل پیغام په پای کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان ولس د حقونو دفاع ته ژمنه ده او د طالبانو د رژیم د مشروعیت ورکولو پر ضد به مبارزه روانه ساتي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په تازه پرېکړه کې اعلان کړی چې د افغانستان د سفارت قونسلي خدمات به له دې وروسته د طالبانو لهخوا معرفي شویو ددغه ډلې کارکوونکو ته وسپاري. دا پرېکړه، که څه هم د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو مانا نه لري، خو د طالبانو د حکومت لپاره یو عملي امتیاز ګڼل کېږي.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو لا هم د بشري حقونو، په تېره بیا د ښځو د تعلیم، کار او ازادیو په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي، او د نړیوالو له خوا یې د رسمیت پېژندنې مخه نیول شوې ده.
د دې پرېکړې له اعلان سره سم، د افغانستان د ازادۍ جبهې په ګډون، ګڼو سیاسي او مدني حرکتونو اندېښنه څرګنده کړې او دا ګام یې د طالبانو ته د مشروعیت ورکولو په لور یو خطرناک پرمختګ بللی دی.
