اروپايي چارواکو له ایرانه د اټومي پروګرام د درېدو غوښتنه وکړه

د برېټانیا، فرانسې او جرمني استازو د لومړي ځل لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې له ایراني چارواکو سره د اټومي پروګرام په تړاو خبرې کړې دي.

د برېټانیا، فرانسې او جرمني استازو د لومړي ځل لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې له ایراني چارواکو سره د اټومي پروګرام په تړاو خبرې کړې دي.
د فاکس نیوز خبري شبکې د راپور لهمخې، په دې څلور ساعته لیدنه کې اروپايي استازو ایران ته جدي خبرداری ورکړی چې که خپل اټومي پروګرام ونه دروي بندیزونه به پرې ولګول شي.
دا بندیزونه په ۲۰۱۵ کال کې له ایران سره تر تړون وروسته لرې کړل شوي وو؛ خو که اوس د ایراني او اروپايي چارواکو خبرې ناکامې شي، ښايي بېرته پرې ولګول شي.

پاکستاني رسنیو د راولپېنډۍ پولیسو د مشر په حواله راپور ورکړی چې په دغه ښار کې به د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات چټک شي. ډان ورځپاڼې لیکلي، پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي او افغانستان ته یې استوي چې د وېزو نېټه یې ختمه شوې ده.
د یاد ښار د پولیسو مشر ویلي چې څلور ډوله افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي. یو هغه کډوال چې د افغان کډوال په نوم ثبت شوي او (ACC) کارډ لري، دویم هغه کډوال چې هېڅ ډول اسناد نهلري، درېیم هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR کارډ لري او څلورم هغه افغان کډوال چې د وېزو میعاد یې پای ته رسېدلی وي.
پولیسو دا مهال د هغو افغان کډوالو لټون پيل کړی چې په پاکستان کې په کرايي کورونو کې اوسېږي.
له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وېزو تمدید ځنډېدلی چې له امله یې ډېر افغانان د پولیسو لهخوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.
په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي چې د لوږې له امله د مړه شویو شمېر د ۸۰ ماشومانو په ګډون ۱۲۲ کسانو ته رسېدلی دی. د هغوی په وینا، یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.
د لوږې سربیره د اسراییل دوامداره هوايي بمبارۍ هم له فلسطتنیانو قرباني اخلي. د معلوماتو پربنسټ د تېرې جمعې ورځې راهیسې په غزه کې د اسراییل د بریدونو په ترڅ کې ۵۲ فلسطینیان وژل شوي او ګڼ هغه ټپیان دي.
که څه هم تراوسه په غزه کې د روان تاوتریخوالي او بشري کړکیچ د پای ته رسېدو لپاره هڅو نتیجه نه ده ورکړې؛ خو بیا هم د جرمني، فرانسې او برېټانیا مشرانو پر اسراییل غږ کړی چې پر غزه د بشري مرستو بندیز له ځنډ پرته لرې کړي څو دغې سیمې ته بېړنۍ مرستې ورسېږي.
دې سره جوخت، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په غزه کې له «بشري ناورین» پرته پل څه نشته. د هغه په وینا، که د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند وشي، نو یاد بنسټ چمتو دی چې د بشري مرستو لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.
د برېټانیا پارلمان تر ۲۰۰ ډېرو غړو د یوه پرانیستي لیک له لارې د دغه هېواد له لومړي وزیر نه غوښتنه کړې چې فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
سکای نیوز خبري شبکې شنبه (زمري ۴مه) په یوه راپور کې ویلي، د پارلمان لهخوا د بریټانیا پر لومړي وزیر سر کیر سټارمر ورځ تر بلې فشار ډېرېږي چې فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
د برېټانیا پارلمان د غزې وضعیت بشري ناورین بللی او وايي، دا غوښتنه یې ځکه کړې چې په فلسطین سولې ته لاره هواره شي.
د برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی به هغه وخت فلسطین د خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني چې دا کار د سولې د بهیر لپاره ډېر موثر او ګټور وي.
د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هیله ښودلې چې د پاکستان پوځ به د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې جاري وساتي. هغه پاکستان د چین «قوي دوست» بللی دی. په دې لیدنه کې د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال ژانګ یوشیا هم برخه لرله.
چین په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او ځیني راپورونه دا هم وايي چې بیجېنګ غواړي په پاکستان کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.
مارشال عاصم منیر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه ډېر شوي دي.
د متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ«سینټکام»ځواکونو د سوریې د حلب ولایت په الباب ښار کې ځانګړی عملیات ترسره کړی، چې په پایله کې یې د داعش یو لوړپوړی مشر «ضحیا زوبع مصلح الحرداني» او د هغه دوه زامن «عبدالله ضحیا الحرداني او عبدالرحمن ضحیا زوبع الحرداني» وژل شوي.
سینټکام په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، یاد درې تنه د داعش فعال غړي بلل کېدل، چې د امریکا، ائتلافي ځواکونو او د نوې سوريایي ادارې لپاره یې جدي ګواښ پېښاوه.
د عملیاتو پر مهال په نښه شوي ځای کې درې ښځې او درې ماشومان هم وو، خو سینټکام وایي ټول خوندي پاتې شوي دي او هېڅ ډول زیان ورته نه دی رسېدلی.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر، جنرال مایکل اریک کوریلا، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: «موږ به د داعش ترهګرو پر ضد خپل فشار ته دوام ورکړو، دوی چې هرچېرې وي، که ویده وي، فعالیت کوي یا پټ شوي وي. د خپلو متحدینو او سیمهییزو شریکانو سره یوځای، موږ ژمن یو چې د داعش ترهګریز تهدید له منځه یوسو، چې نه یوازې سیمه، بلکې زموږ ملګري او خپله خاوره هم له خطر سره مخ کوي».
دغه عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې داعش لا هم هڅه کوي په ځینو سیمو کې خپل فعالیتونه بیا راژوندي کړي، خو د امریکا او ائتلافي ځواکونو لهخوا پرې پراخ پوځي او استخباراتي فشار روان دی.