ګوترېش: د غزې ناورین وجدان لړزوي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش شنبه (زمري ۳مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په غزه کې له «بشري ناورین» پرته پل څه نشته. د هغه په وینا، که د اسراییل او حماس ترمنځ اوربند وشي، نو یاد بنسټ چمتو دی چې د بشري مرستو لپاره له دغه فرصت نه ګټه واخلي.
ګوترېش وايي چې د «غزې وضعیت یوازې بشري نه؛ بلکې یو داسې اخلاقي ناورین دی چې وجدان لړزوي.» هغه همداراز زیاته کړې: «موږ به په دې اړه خپلو خبرو ته دوام ورکړو، خو خبرې وږو ماشومانو ته ډوډۍ نهشي ورکولای.»