• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ اسیايي شورا د اسیا کرېکټ جام سیالیو مهال وېش اعلان کړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۵:۰۰ GMT+۱

د کرېکټ اسیايي شورا مشر محسن نقوي ویلي، چې د ۲۰۲۵ کال اسیا جام سیالۍ به د سپټمبر له ۹مې د همدې میاشت تر ۲۸ مې د متحده عربي اماراتو په کوربه‌توب ترسره شي. د کرېکټ اسیا جام سیالیو کې د ۸ هېوادونو لوبډلې په دوو ګروپونو کې یو د بل په وړاندې لوبیږي.

د کرېکټ د اسیايي شورا د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د اسیا جام لومړۍ لوبه د افغانستان او هانکانګ ترمنځ د سپټمبر په ۹مه نېټه پیلېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایران: په روان کال کې ۷۵۰ زره افغانان د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د ایران د خراسان رضوي ولایت د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، چې د روان لمریز کال له پیل څخه تر چنګاښ میاشتې پورې شاوخوا ۷۵۰ زره ناقانونه افغان کډوال د دوغارون له لارې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د هغه په وینا، له دې ډلې ۸۰ سلنه کډوال په خپله خوښه تللي دي.

حسین جمشیدي زیاتوي:«د دوغارون په سرحد کې د افغان کډوالو د درناوي او باعزته ستنېدو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه برخه کې د ایران او افغانستان خیریه بنسټونه، خدماتي ادارې او ټولنیز فعالان هم کار کوي.»

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد په تېرو څلورو میاشتو کې له یو مېلیون څخه ډېر ناقانونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړې دي.

پاکستاني حکومت په راولپېنډۍ کې د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو امر وکړ

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۸:۵۶ GMT+۱

پاکستاني رسنیو د راولپېنډۍ پولیسو د مشر په حواله راپور ورکړی چې په دغه ښار کې به د ناقانونه افغان کډوالو د نیولو عملیات چټک شي. ډان ورځپاڼې لیکلي، پولیس هغه افغان کډوال هم نیسي او افغانستان ته یې استوي چې د وېزو نېټه یې ختمه شوې ده.

د یاد ښار د پولیسو مشر ویلي چې څلور ډوله افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې استوي. یو هغه کډوال چې د افغان کډوال په نوم ثبت شوي او (ACC) کارډ لري، دویم هغه کډوال چې هېڅ ډول اسناد نه‌لري، درېیم هغه کډوال چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا UNHCR کارډ لري او څلورم هغه افغان کډوال چې د وېزو میعاد یې پای ته رسېدلی وي.

پولیسو دا مهال د هغو افغان کډوالو لټون پيل کړی چې په پاکستان کې په کرايي کورونو کې اوسېږي.

له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو د وېزو تمدید ځنډېدلی چې له امله یې ډېر افغانان د پولیسو له‌خوا د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په شپږیزه کرېکټ لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۶:۲۸ GMT+۱

د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیالیو کې نن دوه لوبې کېږي. لومړی لوبه د بُست ساتونکو او د مس عینک اتلانو لوبډلو ترمنځ کېږي چې دا مهال د کابل په نړۍوال کرېکټ لوبغالي کې پیل شوې ده.

د لوبې پچه د بُست ساتونکو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دویمه لوبه نن شنبه (زمري ۴مه) له غرمې وروسته د امو نهنګان او د سپین غر پړانګانو ترمنځ کېږي.

د شپږیزه کرېکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په ورستیو کې د پنځو لوبډلو په ګډون په کابل کې پیل شوې او د اګسټ میاشتې تر لومړۍ نېټې به دوام وکړي.

په دې سیالیو کې د افغانستان له ټولو زونونو پنځو لوبډلې سپین‌غر، امو، بند امیر، بُست او مس عینک برخه لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له عاصم منیر سره وکتل

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د پاکستان لوی درستیز مارشال عاصم منیر چین ته تللی او هلته یې د چین له بهرنیو چارو وزیر وانګ سره لیدلي دي. په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتل شوي چې د چینایانو او چینايي پروژو امنیت ته دې جدي پاملرنه وشي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ هیله ښودلې چې د پاکستان پوځ به د چینایي وګړو د خوندیتوب لپاره هڅې جاري وساتي. هغه پاکستان د چین «قوي دوست» بللی دی. په دې لیدنه کې د چین د مرکزي پوځي کمېسیون مرستیال ژانګ یوشیا هم برخه لرله.

چین په دې لیدنه کې له پاکستان نه غوښتي چې خپل امنیتي تدابیر نور هم پیاوړي کړي او ځیني راپورونه دا هم وايي چې بیجېنګ غواړي په پاکستان کې خپل امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي.

مارشال عاصم منیر په داسې حال کې چین ته سفر کوي چې په پاکستان کې پر چینایانو بریدونه ډېر شوي دي.

ډونالډ ټرمپ: کډوالي به اروپا له منځه يوسي

۴ زمری ۱۴۰۴ - ۲۶ جولای ۲۰۲۵، ۰۱:۱۲ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سکاټلنډ ته د خپل څلور ورځني سفر په پر مهال په اروپا کې د کډوالۍ پر بحران نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا يو ګواښونکی یرغل دی،باید مخه يې ونيول شي.

ټرمپ د ګلاسګو پههوايي ډګر کې د کښته کېدو پر مهال وویل: «که د کډوالۍمخه ونه نیول شي، اروپا به له منځه ولاړه شي.»

نوموړي د هغو اروپايي مشرانو ستاینه وکړه چې د ده په وینا د کډوالۍپر وړاندې دریځ لري، خو نومونه یې یاد نه کړل.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ده د پالیسیو له امله تېره میاشت هېڅ کډوالامریکا ته نه دی ورغلی.