په هسپانیا کې یو زده کوونکی د خپلو ټولګیوالو د بربنډو انځورونو د جوړولو په تور ونیول شو

هسپانوي پولیس وایي، یو ۱۷ کلن ځوان د مصنوعي ځیرکتیا په وسیلې د خپلو ټولګیوالو نجونو بربنډ انځورونه جوړ کړي او خپاره کړي، چې د قربانیانو کورنۍ یې د قانوني پلټنو غوښتنه کوي.