ندا محمد ندیم په پوهنتونونو کې د امر بالمعروف قانون پر پليتابه ټینګار کړی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د دولتي پوهنتونو له رییسانو سره د انلاین ناستې پر مهال ویلي، چې په پوهتونونو کې دې د امر بالمعروف قانون پلی شي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د دولتي پوهنتونو له رییسانو سره د انلاین ناستې پر مهال ویلي، چې په پوهتونونو کې دې د امر بالمعروف قانون پلی شي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یکشنبې په ورځ، د زمري پر پنځمه، وویل، چې ندا محمد ندیم د دې ډلې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي رییسانو او د دولتي پوهنتونو مشرانو ته د تحصیلي نظام پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د لازمو اصلاحاتو سپارښتنې کړې دي.
ندامحمد ندیم ویلي چې دوی په پوهنتونونو کې د لا اړینو اصلاحاتو پر راوستلو مکلف دي.
د یاد وزارت په وینا، ندیم په پوهنتونونو کې د امر بالمعروف وزارت د نوي قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی او د پوهنتونونو مسوولینو ته یې سپارښته کړې، چې په دوامداره توګه تحصیلي نصاب وڅاري.
د طالبانو پر امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون نیوکې کیږي چې د خلکو ازادۍ محدودوي او دیني احکام ډېر وخت د خپلې خوښې مطابق تفسیروي.
طالبانو له دې وړاندې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ږیرې پر خرېیلو او په « لویدیز سبک» د ویښتانو پر جوړولو بندیزونه لګولي او زده کوونکي یې اړ اېستي، چې پګړۍ پر سر کړي او د پتلون او دریشي پرځای دودیزه جامه واغوندي.
طالبانو په دې وروستیو کې د پوهنتونونو له استادانو د ددیني مسایلو ازموینې هم اخېستې دي.


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي له ایران نه هېواد ته له را ستنو شویو افغانانو سره چې دمګړۍ د کابل د کډوالو په پنډغالي کې مېشت دي، د یو میلیون افغانیو نغدي مرسته وکړه. نوموړي ویلي، چې دغه وضعیت ښه درک کوي ځکه دا حالت پرې د مهاجرت پر مهال تېر شوی دی.
د کرېکټ د دغه ستوري په وینا، دغه پیسې د محمد نبي خیریه بنسټ له لوري راټولې شوې وې او نن یې پر راستنو شویو کسانو وېشي.
محمد نبي همداراز له ملي او نړۍوالو خیریه بنسټونو وغوښتل چې په دې سختو شرایطو کې د دغو راستنو شویو افغانانو لاسنیوی وکړي.
د راپورونو له مخې، له ایران نه د را اېستل شویو افغانانو ژوند ډېر سخت دی او د بشري نړۍوالو بنسټونو چارواکو هم ویلي چې د بودجې د کمښت له امله نشي کولی د ټولو راستنو شویو کډوالو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل ایراني سیال سره په ټیلیفوني خبرو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو پر لړۍ اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې د کډوالو اېستلو بهیر دې په تدریج او درناوي ترسره شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل، چې امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره د دوه اړخیزو مسایلو، په غزه کې د بشري ناورین او له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي، چې امیرخان متقي له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په اړه اندېښنه ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې تهران باید د افغانانو د اېستلو پرمهال د درناوي اصول په پام کې ونیسي.
طالبانو ویلي، عراقچي ژمنه کړې، چې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ به په تدریج او درناوي سره ترسره شي.
په ورته وخت کې دواړو لوریو په غزه کې انساني وضعیت کړکېچن بللی او ټینګار یې کړی، چې اغېزناک اسلامي هېوادونه دې د غزې کړکیچ په پای ته رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سره په یوه غونډه کې ویلي، چمتو دی چې د اړیکو د نوي څپرکي پرانېستلو لپاره افغانستان ته سفر وکړي. پزشکیان ویلي، چې له ګاونډیانو سره د اړیکو پراخول د هغه د حکومت د بهرني سیاست لومړیتوب دی.

دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د ځمکو په اسنادو کې د «جعل» په تور د پخوانۍ ولسي جرګې د مرستیال محمد میرزا کټوازي شاوخوا ۲۰ همکاران نیولي دي. سرچینې وايي، دغه کسان د عبدالحکیم شرعي په امر نیول شوي او د هغه شخصي زندان ته اچول شوي.
دریو سرچینو د شنبې او یکشنبې په ورځ، د زمري څلورمه او پنځمه، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کټوازی د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د ځمکو په جعلکارۍ تورن شوی او د نوموړي د ځمکو او پولي معاملاتو د تصفیې امر ور کړل شوی دی.
سرچینو وویل، چې « د کابل په بګرامیو، احمدشاه بابا مېنه، قبایلو وزارت ته څېرمه درېیم مکروریان او نورو سیمو کې د نوموړي د ملکیتونو د اسنادو د تصفیې امر ورکړل شوی او ۲۰اړوند کسان یې نیول شوي دي».
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کټوازي پر همکارانو دا تور هم دی، چې د جعلکاریو له لارې یې د پخوانیو شاهي ځمکو د خپلولو هڅه کړې ده.
سرچینې دغه راز وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هڅه وکړه، چې یاد کسان له زندان نه خوشې کړي، خو د عدلیې پر وزیر عبدالحیکم شرعي یې زور نه رسیږي، ځکه نوموړي ته ملا هبت الله اخوندزاده د ځمکو د غصب د تعقیب په مساله کې خلاص لاس ور کړی دی.
د میرزا کټوازي په اړه ویل کیږي، چې له سراج الدین حقاني او ددې ډلې له کسانو سره نږدې اړیکې لري.
د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د سراج الدین حقاني مخالف ګڼل کیږي او د هغه د مالي او نفوذي لارو پر ډب کولو تورن دی.
میرزامحمد کټوازي ته نږدې سرچینو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې نوموړی له هېواده بهر په متحده عربي امارات کې اوسیږي، خو دا یې ومنله، چې د کټوازي یو شمېر همکاران د طالبانو اړوند ادارو نیولي دي.
افغانستان انټرنشنل د میرزا کټوازي له شمېرې سره اړیکه ونیوله، خو له دوو ورځو هڅو سره سره هغه د موضوع په اړه جزئیات ور نه کړل او د یکشنبې په ورځ یې له اړوند شمېرې ځواب راغی، چې نوموړی بېرته کابل ته ستون شوی.
له دې وړاندې داسې رپوټونه ورکړل شوي، چې د نوموړي د نیولو امر هم ور کړل شوی، خو افغانستان انټرنشنل دغه رپوټونه تایید نه کړای شول.
طالبانو په تېره غویي میاشت کې د پکتیا ولایت د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې پارک د میرزا کټوازي ګروپ ته په ۲۰۰میلیونه افغانیو په قرارداد ورکړ. په قرارداد کې د کټوازي شرکت مکلف ګڼل شوی، چې د ٦ کالونو په بهیر کې به پر پارک د ٢٠٠ میلیونه افغانیو پانګونه کوي او هر کال به طالبانو ته دوه میلیونه افغانۍ ورکوي.

د طالبانو د ننګرهار جهادي مدرسې پخوانی مشر شیخ سلطان محمد ثاقب وايي، د طالبانو له خوا د شیخ عبدالسمیع غزنوي زنداني کېدل د مسالې حل نه دی. هغه دا چاره ناروا بللې ده. غزنوي د نجونو د زده کړو د ملاتړ او د پاکستان ضد څرګندونو له امله طالبانو په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی.
د ننګرهار د جهادي مدرسې پخوانی مشر شیخ سلطان محمد ثاقب په یوه غږیز پېغام کې ویلي چې په تېرو نظامونو کې هم عالمان زنداني شوي خو هېڅ حل یې نه دی راوتلی بلکې د هغه عالم له نظام سره په زړه کې نوره هم مقابله زیاته شوې ده.

شیخ سلطان ثاقب وویل:«کله کله یو څوک دیني عالم وي او هغه حق خبره نه کوي او هغه د اسلامي نظام تخریب کوي خو یو داسې عالم وي چې هغه ریښتیا او حق خبره وکړي خو هغه حق خبره یې پر نظام باندې بده ولګېږي او نظام هغه بندي کړي، بالکل دا ناجایزه ده.»
د طالبانو دا پرنفوذه شیخ نیوکه کوي، چې د طالبانو په ادارو کې کشران مسوولین دي چې شېخان ځان ته غواړي او زیاتوي هغه حاکمان ښه ښکاري چې د علماوو خواته ورشي او د څرګندونو په اړه یې لږ نږدې واوري.
شیخ سلطان محمد ثاقب همدراز زیاتوي چې د یو عالم بندي کول د لکونو عالمانو د بندي کولو په معنا دي.
نوموړي وویل:« د یو داسې عالم بندي کول چې درې څلور سوه طالبان اوس مهال په درس کې ورسره شریکان ول، اوس هغه ټول طالبانو در په دره ګرځي، نو اسلامي نظام باید د طالبانو حق ضایع نه کړ، دا استاد باید داسې تنبیه کړي چې د طالبانو سبقونه خراب نه شي.»
د طالبانو دا استاد هم له اوسنۍ ادارې غواړي، چې باید د عالمانو خولی خلاصې پرېږدي او خبرداری ورکوي چې که د هغوی خولې بندې شی نو دا په ډېره غټه فتنه رامنځته شي او خلک به د حرام او حلال په کیسه کې هم نه وي.
د زمري ۲مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې شیخ عبدالسمیع غزنوي تېره پنجشنبه له خپلې مدرسې نیول شوی او په ۴۵ ورځو زندان محکوم شوی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې «د طالبانو د استخباراتو دریو امرانو د نوموړي له نیولو ډډه کړې وه او دلیل یې داو، چې ددوی استاد تېر شوی، خو وروسته د کندهاري طالبانو یوې ډلې په داسې حال کې ونیوه چې د مدرسې په ازموینو کې بوخت و».
د عبدالسمیع غزنوي خپلوان وايي، چې نوموړی د چنګاښ پر ۲۵مه له خپلې مدرسې نیول شوی او د زمري پر لومړۍ نېټه د طالبانو نظامي محکمې په ۴۵ ورځني زندان محکوم کړی دی.
د غزنوي خپلوانو زیاته کړه، « موبایلونه او ټول وسایل ترې اخېستل شوي او بچیانو ته یې یوازې یوځل اجازه ورکړل شوې، چې له نوموړي سره وګوري. غزنوي ته د ۴۵ ورځو قید سزا ورکړل شوې».
عبدالسمیع غزنوي په خپلو ویناوو کې د مباح علم او د نجونو د زده کړو په تړاو د طالبانو پر دریځ نیوکې کړې وې.
هغه پر دیني عالمانو نیوکه کړې وه، چې له خلکو دین پټوي او د خپلې څوکۍ، نوم او شتمنیو لپاره دین تحریفوي.
غزنوي د پاکستان پر حکومت نیوکې درلودې او په پاکستان کې یې د جهاد ملاتړ کړی و.
د شنونکو په باور، د شیخ عبدالسمیع نیول ښيي چې طالبان نور د خپلمنځني منتقدینو زغملو ته تیار نه دي.
تر اوسه د طالبانو ویاندویانو ددې نیونې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د افغانستان په ۳۱۸ ولسوالیو کې د روغتونونو جوړونې لپاره بودیجه منظور شوې ده. د یاد وزارت په وینا، د دغو روغتونونو د جوړونې لومړني کارونه شوي دي.
د دغه وزارت په بیان کې راغلي د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په مالي لګښت د ۲۰ عمومي روغتونونو جوړونې چارې پيل شوي او د ۵ روغتونونو کار بشپړ شوی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په بیان کې د روغتونونو د جوړونې لپاره د بودیجې اندازه مشخصه شوې نهده.
که څه هم د طالبانو تر دویمۍ واکمنۍ وروسته په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې ډېر مرکزونه تړل شوي او یا یې بستري خدمتونه کم شوي، خو په دې کلني راپور کې اشاره نه ده ورته شوې.
په بیان کې همداراز راغلي چې په تېر کال کې ۶ زره او ۳۶۷ مسلکي او حمایوي کارکوونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده، خو دا نه دي ويل شوي چې دا پخواني او با نوي کارکوونکي استخدام شوي دي.